سپورټ

پاکستانی سقلېن مشتاق: راشدخان ځوان او ماهر بالر دی

پاکستاني سلو توپ اچوونکي سقلېن مشتاق چې د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی، ویلي چې راشدخان ورځ په ورځ پرمختګ کوي او افغان لوبډله د غوړېدو په حال کې ده. نوموړي دغه خبرې یوې تلویزیوني شبکې سره د اسیا جام پرمهال کړي دي. د این ډي تلویزیون د ورزش څانګې لیکلي چې راشدخان د کرکټ په نړۍ کې انقلاب راوستی او هغه د نړۍ په کچه ښه ځلېدلی دی. راشدخان ارمان په ۲۰۱۵ م کال … نور ولولئ
رسنۍ

د ټېنډولکر لور خپل ورور ته؛ خدای خبر دا قد به دې له کومه کړی وي

د هندۍ کرکټ لوبډلې مشهور لوبغاړي سچېن ټېنډولکر لور سارا ټېنډولکر د خپل ورور ارجون ټېنډلکر په قد ویاړي او ناز پرې کوي. سارا ټېنډولکر د خپل ورور ارجون ټېنډولکر یو انځور په انسټګرام خپور کړی دی. په انځورکې ټېنډولکر، د هغه مېرمن انجلي، لور یې سارا او ارجون څلور واړه ولاړ دي؛ خو د ټېنډولکر د زوی قد له خپلې مور، پلار او خور څخه لوړ دی. د سچېن ټېنډولکر د زوی لوړ قد … نور ولولئ
سپورټ

د هندوستان په چینای سیمه کې د افغان لوبغاړو تمرینات

افغان لوبغاړي چې د نومبر په میاشت کې له افغانستان څخه هندوستان ته تللي هلته یې د لس ورځو راهیسي خپل تمرینات جاري ساتلي دي. د نومبر میاشت کې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د هندوستان چینای سیمې ته یې شا او خوا ۴۷ ځوان او د ملي لوبډلې برحاله لوبغاړي استولي او هلته به تمرینات وکړي، چې ځېنې لوبغاړي به بیا د اسیا اېمرجېنګ جام سیالیو کې د لوبېدو په پار سریلانکا … نور ولولئ
سپورټ

د ۶، شپږیزو بل ریکار‌ډ هم جوړ شو

د اسټرالیا د نولس کلن لوبغاړي اولېور ډاوېس د یو سپېن یا سلو بالر پر وړاندې په یوه اورکې ۶ شپږیزې ووهلې او ځان یې د حضرت الله ځاځي، یوراج سېنګ، کرېس ګېل او هارشل ګېبز ریکارډ سره برابر کړ. د اسټرالیا دغه کوچني او تنکي لوبغاړي دغه ریکارډ د اسټرالیا د نولس کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو په قهرمانۍ جام سیالیو کې جوړ کړ. اولیور ډاوېس د شپږ شپږیزو سربېره بل ریکارډ هم … نور ولولئ
سپورټ

د شاهد افریدي او ډیرین سمي ملګرتیا؛ ویسټنډیزي لوبغاړي انډیوالپاله دي

کرکټ نړۍ کې ډېری لوبغاړي یو بل سره ښه ملګري دي، چې په دې برخه کې د پاکستان الراونډر شاهد افریدي خورا مشهور او کلک پښتون لوبغاړی دی، چې ملګرتیا کې هم کلک یادیږي. بل پلو ویسټ انډیزیان که له رنګ تور دي، خو خویونه یې دومره سپین دي، چې یو ځل یې لوبغاړي درسره مجلس وکړي بیا دې ترې زړه نه کېږي، ځکه له ټوکو ټکالو او چلندونو داسې ښکاري. داسې د ۲۰۱۶ م … نور ولولئ
سپورټ

کریس ګیل په یوه قضیه له بریالیتوب وروسته ۲ لکه او ۲۱ زره ډالر وګټل

کرېس ګېل د فېرفاکس په نامه یوې رسنۍ له خوا تورن شوی و، چې یوې ښځينه همکارې سره بلد چلند کړی دی؛ خو اوس کرېس ګېل د هغوی خلاف د نیو ساوت ویلز په محکمه کې بریالی شوی او د رسنۍ څخه یې ۲ لکه او ۲۱ زره امریکایي ډالر د جریمې په توګه ترلاسه کړل او محکمې کرېس ګېل ته دا پېسې ورکړي دي. نوموړي باندې تور و، چې په ۲۰۱۷ م کال کې … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیزی فسټ بالر غواړي د انګلستان ملي لوبډله کې ولوبېږي

جوفرا ارچر چې د ویسټ انډیز په باربادوس کې زېږیدلی دی، په انګلستانۍ لوبډله کې د لوبېدو خوبونه ګوري. نوموړي په ټي ټېن لیګ کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او له ښې کارکرده ګۍ څخه وروسته غواړي د انګلستان په لوبډله کې یې د لوبېدو خوبونه رښتیا شي. خو د انګلستان د کرکټ بورډ اصول دومره سخت دي، چې نه شي کولای په اسانۍ سره بهرنی لوبغاړی په خپله لوبډله کې ومني. د انګلستان … نور ولولئ
سپورټ

د ټولینزو رسنیو یو شمیر کورني او بهرني فعالان وايي، نجیب ځدران دې په IPL کې واخیستل شي

په ټوېټر د نجیب الله ځدران شپږیزو او توپاني توپ وهنې ډېری مثبت غبرګونونه راپارولي دي. نجیب الله ځدران د ټي ټېن لیګ په ۲۴ مه لوبه کې د سِندیانو لوبډلې خلاف خطرناکه توپ وهنه وړاندې کړه؛ چې ۲۴ توپونو یې ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. ۷ شپږیزې او ۳ څلوریزې یې ووهلې. اوس په ټولنیزه رسنۍ ټوېټر د نجیب الله ځدران په اړه یوې ټوېټرکاروونکې مېډم جدېجا یوه پوښتنه کړې، چې ایا نجیب الله ځدران … نور ولولئ
سپورټ

الېکس هېلس یو ځل پاکستاني بالران هم راګیر کړي ول

د انګلستان اوپنر او پیلوونکی توپ وهونکی کله، کله داسې توپ وهنه کوي، چې توپ اچوونکي تر پوزې راولي او بیا د ځان خلاصولو مجال پکې نه وي پاتې. الېکس هېلس د ۲۰۱۴ م کال په شل اوریز جام کې د سهیلي افریقا د ۲۳۶ منډو هدف پر وړاندې لکه دېوال ودرېد او بالاخره لوبډله یې په خپله بې رحمه توپ وهنه هدف ته ورسوله. له هغه سره بل اوپنر او سټایلش انګلستانی توپ وهونکی … نور ولولئ
سپورټ

پریانکا او جوناس له تازه واده وروسته، د کرکټ لوبه کوي

د هندوستان د فلمي نړۍ ستورې پریانکا چوپړا د خپل امریکایي ملګري نېک جوناس د واده مراسم لومړی په عیسوي دود سره وکړل. نن ورځ هم ې ټاکل شوې چې په هندي دود سره هم واده وکړي، خو له واده سره سره به دواړه کورنۍ یوه دوستانه کرکټ سیالي ترسره کړي، چې د یوې لوبډلې لوبډلمشره به پریانکا وي او د بلې لوبډلې لوبډلمشربه نېک جوناس وي. دوی وایي دا د دې لپاره کوي، چې … نور ولولئ