سپورټ

۲۰۱۸ کې د افغان لوبډلې او لوبغاړو لس ریکارډونه

راپور: سمیع الله درانی ۲۰۱۸ م کال د افغان لوبډلې لپاره له لاسته راوړنو او پرمختګونو ډک و، افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ او دې سره، سره یې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال ۵۰ اوریز جام ته هم لار وموندله. د دې سربېره ډېر نور ریکارډونه یې هم جوړ کړل، چې دې لیکنه کې یې درسره شریکوو: په ۲۰۱۸ م کال کې د افغان لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان کرکټ لوبډلې روزونکی د نړیوالې شورا له اخطار سره مخ شو !

لیکنه: سمیع الله درانی د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي مایکي ارتر د کرکټ نړیوالې شورا له خوا اخطاریه واورېده، د کرکټ نړیوالې شورا یو منفي پواینټ یا نومره هم ارتر ته ورکړې ده. نوموړی د کرکټ نړیوالې شورا د اخلاقو د کوډ خلاف عمل کړی او د جمعې په ورځ د ټېست لوبې په دریمه ورځ د جرم مرتکب شو. دا لومړۍ ټېسټ لوبه وه چې سهیلي افریقا په ۶ وېکټو وګټله. ارتر د کرکټ نړیوالې … نور ولولئ
سپورټ

هاشم امله د پاکستان خلاف په ښکلې لوبې د افریقایانو د استعفا‌ء غوښتنې کمپاین غلط ثابت کړ

لیکنه: سمیع الله درانی د افریقایي لوبډلې مسلمان ۳۵ کلن پیلوونکي لوبغاړي هاشم امله د پاکستان خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې یو ځل بیا خپله پخوانۍ شانداره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او په دې ډول یې د هغو افریقایي وګړو منفي څرګندونو ته ځواب ووایه، چې د ده د استعفا غوښتنې یې کولې. تېره ورځ هاشم امله د پاکستان خلاف د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۸ منډې وکړې او … نور ولولئ
سپورټ

د شل اوریزو لوبو تر ټولو ستر، ۶ هدفونه

لیکنه: سمیع الله درانی ډېری ملګرو او د یاران لوستونکو سره به دا پوښتنې وي، چې په شل اوریزو لوبوکې ستر هدف څو دی او د کومې لوبډلې دی؟ راځئ دلته یې ځواب موندلی او لوستلی شئ: په شل اوریزو لوبو کې لومړی ستر هدف د اسټرالیایي لوبډلې دی، دې لوبډلې په ۲۰۱۶ م کال کې د سپټمبر په ۶ مه نېټه د سریلانکا په پالیکل لوبغالي کې د ستر هدف نور ریکارډونه مات کړل … نور ولولئ
سپورټ

افریقایانو په هاشم امله پسې راخیستې؛ وایي باید استعفا وکړي

لیکنه: سمیع الله درانی په ټېسټ لوبو کې په یو ځل د درې سلیزو وهونکی مسلمان لوبغاړی د افریقایانو تر لیکنیز برید لاندې راغی. هاشم امله چې د کرکټ په نړۍ کې خورا مشهوره څېره ده او په ټېسټ لوبه کې یې په یو ځل ۳۱۱ ناسوځېدلې منډې کړي دي، اوس د پاکستان خلاف ټېسټ لوبه کې د افریقایي وګړو له خوا په ټولنیزو رسنیو رېشخند شو. هاشم امله چې د کورنۍ اصلي ریښه یې … نور ولولئ
سپورټ

د کوچني لوبغاړي یو ارمان پوره شو، خو یو بل هم پاتې

لیکنه: سمیع الله درانی د زړه د ناروغ ۷ کلن اسټرالیایي ماشوم ارچي سېلر د لوبډلمشرۍ ارمان د ټاس پورته کولو پر وخت پوره شو. د ډېسمبر په ۲۶ مه د چهارشنبې په سهار د افغانستان پر وخت شا او خوا ۷ بجې د دریمې ټېسټ لوبې پرمهال د اسټرالیا دوه لوبډلمشران ټېم پېن او کوچنی ماشوم ارچي سېلر له ویرات کولي سره د ټاس پورته کولو لپاره راښکته شول. ارچي سېلر چې د زړه … نور ولولئ
سپورټ

د سوداګریزو لیګونو د ۲۰۱۸ کال یوولس غوره لوبغاړي

دا هغه یوولس لوبغاړي دي، چې په سوداګریزو کرکټ لیګونو کې تر نورو لوبغاړو ښه لوبېدلي. په دغو یوولس لوبغاړو کې د نړۍ په کچه د ټولو لیګونو څخه لوبغاړي شامل دي، چې افغان لوبغاړی هم پکې دی. ۲۰۱۸ م کال د سوداګریزو لیګونو له خوا غني او بډای کال و، په دغه کال کې د بلاسټ سیالۍ، کاناډا ګلوبل سیالۍ، د ویسټ انډیز سي پي ایل سیالۍ، د بنګله دېش بي پي ایل سیالۍ، … نور ولولئ
سپورټ

د آی پي ایل په تاریخ کې تر ټولو د ډیرو پیسو ګټونکي لوبغاړي

د هندوستان کرکټ لیګ چې په ۲۰۰۷ او ۸ کلونوکې تاسیس شوی، د شل اوریزو لوبو په برخه کې یو ستر انقلاب یا بدلون رامنځته کړ. دغه لیګ نه یواځې دا چې ډېری مینه وال او ننداره کوونکي پیدا کړل، بلکې د هغو لوبغاړو خوبونه یې په رښتیا بدل کړل، چې په دغسې لوبو کې یې د لوبېدو خوبونه لیدل. خو لا د ډېرو لوبغاړو هغه هیلې غوټۍ پاتې دي، چې په دې لیګ کې … نور ولولئ
سپورټ

بریډ هاج: راشد د اوسني نسل خورا غوره بالر دی

بریډ هاج: راشد د اوسني نسل خورا غوره بالر دی د اسټرالیایي لوبډلې پخواني ۴۳ کلن ټاپ ارډر یا غوره توپ وهونکي برېډ هاج خپله خوله دا ځل د راشدخان په صفت او ستاینه پرانېسته. نوموړي ویلي هغه لوبډله به بریالۍ وي، چې راشدخان لري او راشدخا ن یې د نړۍ تر ټولو خورا ښه لوبغاړی بللی دی. برېډ هاج یادې خبرې په خپل ټوېټر ګڼون لیکلي دي. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا د هند خلاف اووه کلن لوبغاړی لوبوي

د اسټرالیا ۷ کلن ماشوم چې ارچي سېلر نومېږي، د باکسېنګ ډی یا د ډېسمبر په ۲۶ مه نېټه له هندوستان سره په ټېسټ لوبه کې د ټېم پېن سره کو یا ګډه لوبډلمشري کوي. اسټرالیايي رسنیو دغه ۷ کلن ماشوم ته د زړور ارچي سېلر نوم ورکړی دی. ارچي چې ۷ کاله عمر لري په ښي لاس د راشدخان په څېر لېګ برېک توپ اچونه کوي. دا ماشوم به د ډېسمبر په ۲۶ مه … نور ولولئ