سپورټ

باکسېنګ ډی ټیسټ لوبه؛ دې ورځې ته ولې باکسېنګ ډی وایي؟

Boxing Day Test دوه کاله وړاندې هم له یاران وېب پاڼې څخه د باکسېنګ ډی ټېسټ لوبې په اړه معلومات په یاران وېب پاڼه کې خپاره شوي او دا چې سږ کال یو ځل بیا دا لوبه د شنبې په ورځ د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ پېلېږي؛ نو لازمه بولو چې د باکسېنګ ډی ټېسټ کرکټ لوبې په اړه معلومات وړاندې کړو. په دې وروستیو کې به مو د کرکټ نړیوالې شورا او نورو کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

ویبپاڼه: مجیب له راشدخان سره پرتله کېدای شي

په ۲۰۱۹ کې مجیب الرحمن د لارډز سیمې لوبډلې مېډل سېکس سره تړون کړی و او له دې لوبډلې سره یې بریالۍ لوبې وکړې. د ۲۰۲۱ پړاو لپاره یو ځل بیا مېډل سېکس لوبډلې مجیب الرحمن پېرلی دی او په بلاسټ سیالیو راتلونکي پړاو کې به ولوبېږي. ۱۹ کلن مجیب په لس لوبو کې له مېډل سېکس لوبډلې سره لوبېدلی و او ۷ وېکټې یې ترلاسه کړې وې، د نوموړي ایکانومي ۷ اعشاریه ۲۳ ده. … نور ولولئ
سپورټ

د IPLدوه نوو لوبډلو په اړه لومړنی تائید وشو

د هندوستان د کرکټ بورډ مشرتابه او اجرائیه غړو یې د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د ای پي اېل کرکټ لیګ لپاره دوه نوې لوبډلې تائید کړې. د کرکټ بورډ غړو د ای پي اېل د نهم او لسم ټیمونو لپاره لومړنۍ موافقه کړې ده. د لوبډلو د پرېکړو سربېره د کرکټ بورډ غړو ځېنې نورې برخې هم بحث کړې. د کرکټ بورډ د غړو ۸۹ یمه کلنۍ غونډه د ډېسمبر په … نور ولولئ
سپورټ

توپ اچوونه؛ په چټک او سلو بال کې د سوینګ ډولونه

د کرکټ په نړۍ کې بالران ډول، ډول توپ اچونه کوي، ترڅو توپوهونکي ته فریب ورکړي او وې یې سوځوي. توپ اچوونکي د سپیډ یا چټک سرعت سربېره هڅه کوي، چې مختلف سوېنګونه هم ترسره کړي، ترڅو توپوهونکی له کریز څخه رخصت کړي. د کرکټ په نړۍ کې د بالرانو سوېنګونه اېن سوېنګ بالېنګ سوېنګ هغه دی کله چې توپ اچوونکی بال له لاس څخه خوشې کړي او خپل توپ له خپل مسیر څخه لږ … نور ولولئ
سپورټ

لس غوره سپېن بالران؛ راشدخان پکې لومړی دی

سپېن بالران په نړۍ کې زیات دي، چې له ډلې رېسټ یا د مړوند په مرسته توپ اچوونکي هم شته، د دغو بالرانو په ډله کې راشدخان، عمران طاهر، عادل رشید، کولډیپ یداف، یوزوېندرا چهل، اډم زمپا او ځېنې نور بالران شته، چې نړۍ کې ډېر مطرح دي. د کرېک ټرېکر وېب پاڼې هم په دې برخه کې لس غوره بالران راخیستي او درجې یې بیان کړي دي. راشدخان راشدخان چې د افغانستان د مړوند … نور ولولئ
سپورټ

د هند کرکټ بورډ د راتلونکي نړیوال جام لپاره ۸ لوبغالي غوره کړي

د هندوستان کرکټ بورډ ویلي، چې دوی د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال کرکټ جام لپاره اته لوبغالي غوره کړي دي. د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز کرکټ جام د اکټوبر او نومبر میاشتوکې په هندوستان کې ترسره کېږي. د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې نړیوال شل اوریزجام د کرونا ویروس له امله په اسټرالیا کې ترسره نشو او راتلونکی کال به هندکې ترسره شي. د هندوستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د راتلونکي شل … نور ولولئ
سپورټ

د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ او د ډانېئل کرسچین تاریخي پنځوسیزه

د اسټرالیا په بېګ باش کرکټ لیګ کې ۱۱ مه لوبه د یکشنبې په ورځ د راشدخان دې اړوند لوبډلې اډیلایډ سټرایکرز او سېډني سېکسرز ترمنځ ترسره شوه. په دې لوبه کې سېډني سېکسرز لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په لومړي سرکې خپلې درې وېکټې ژر له لاسه ورکړې او لوبډله د بالرانو لخوا محدوده شوې وه. خو د اسټرالیا الراونډر لوبغاړي د لوبې بڼه بدله کړه. د ډانېئل کرېسچېئن چټکه پنځوسیزه د بېګ باش … نور ولولئ
سپورټ

کابل کې نوی معیاري لوبغالی؛ یوه وخت کې به ۳۵ زره ننداره کوونکي پکې ځای شي

ولسمشرمحمد اشرف غني د حکم پر بنسټ، د کابل په الوخېلو سیمه کې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو په موخه ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه چې د لومړنیو رسمي چارو له بشپړېدو وروسته به یې ډېر ژر د رغونې چارې هم پیل شي. د یاد لوبغالي ځمکه چې ولسمشر محمد اشرف غني یې د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو د پرانېستې په مراسمو کې د ځانګړي کولو ژمنه کړې وه؛ د … نور ولولئ
سپورټ

د کېن ویلیمسن او سیفرټ اوږدې ملګرتیا پاکستان له بریا بې غمه کړ

د پاکستان کرکټ لوبډلې چې د تېرې نومبر میاشتې په اوږدو کې نیوزیلېنډ ته د درې شل اوریزو او دوه ټېسټ لوبو لپاره سفر کړی، دوه شل لومړۍ شل اوریزې لوبې نیوزیلېنډ په لوړ توپیر وګټلې. دویمه شل اوریزه لوبه د او د نیوزیلېنډ د دویمې وېکټې بریالۍ ملګرتیا دې لوبه کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د محمد حفیظ د ۹۹ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۶۳ منډې وکړې. ټېم سوتي په ۴ اورونوکې ۲۱ منډې … نور ولولئ
سپورټ

دغو دریو لوبغاړو په IPL کې تر نورو ډیرې پیسې ګټلي

د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې د نړۍ په کچه مشهورې او له اسانتیاوو برخمنې سیالۍ دي. په دې لوبو کې لوبغاړو ته د لوبېدو په بدل کې د لوبغاړي د وړتیا او مشهورتیا پر بنسټ پېسې ورکوي. کوم لوبغاړي چې په نړیوال کرکټ کې ښه نوم لري او ښه لوبېږي، په دې لوبو کې یې د لوبېدو او پېسو ګټلو چانس زیات وي. له تېرو درې کلونو راهیسې درې افغان لوبغاړي هم په دې لوبو … نور ولولئ