سپورټ

کرېس ګېل؛ ۴ کاله نور هم کرکټ کولای شم

د شپږیزو پاچا، د کرکټ نړۍ مالګه او د لوبو جذابوونکي ویسټ انډیزي کرېسټوفر هېنري ګېل ویلي، چې دی اوس ۴۱ کلن دی او تر ۴۵ کلنۍ پورې کرکټ کولای شي. نوموړی لا هم د کرکټ په نړۍ کې ځلېږي او خورا ښه توپوهنه کوي. ګېل د ۲۰۲۰ کال په آی پي اېل کې هم د پنجاب لوبډلې لپاره خطرناکې لوبې نندارې ته وړاندې کړې. یو ځل په ۹۹ منډو اوټ شو او خورا غوسه … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان کرکټ بورډ لوبغاړو ته د کال غوره جایزې ووېشلې

د پاکستان کرکټ بورډ هغو لوبغاړو ته د کال د غوره کرکټرانو جایزې ورکړې، چې د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې یې غوره کارکرده ګي کړې وه. په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو په برخه کې چې کومو لوبغاړو ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي وي، هغو یې د جایزو مستحق بللي دي. ګټونکي بابراعظم د کال تر ټولو با ارزښته لوبغاړی بلل شوی دی، د دې سربېره بابراعظم د یو ورځنیو لوبو … نور ولولئ
سپورټ

اډم زمپا خپلې ژبې دوه نیم زره ډالر جریمه کړ

د اسټرالیا لېګ برېک بالر اډم زمپا د سه شنبې په ورځ لوبه کې د ناسمې ژبې کارونې له امله ۲ زره او ۵۰۰ ډالر جریمه شو. ځېنو رسنیو د هغه جریمه ۵ زره امریکایي ډالر یاده کړې ده. اډم زمپا ځکه جریمه شو، چې د سه شنبې په ورځ یې  سېډني تندر کرکټ لوبډلې پر وړاندې توپ اچونه کې په ۴ اورونوکې کومه وېکټ وانخېسته او ۳۲ منډې یې هم ورکړې. نوموړی له دې … نور ولولئ
سپورټ

د کرېک اېنفو وېب پاڼې د ۲۰۲۰ کال غوره لوبډلې؛ راشد دې کې هم شته

د کرېک اېنفو وېب پاڼې د ۲۰۲۰ کال غوره لوبډلې اعلان کړي، چې په شل اوریزه لوبډله کې د راشدخان نوم هم شته. که څه هم د کرکټ نړیوالې شورا د لسیزې په غوره لوبغاړو کې د پاکستاني لوبغاړو نومونه نه وو، ځای کړي، خو کرېک اېنفو وېب پاڼې بیا په خپلو لوبډلو کې پاکستانیو لوبغاړو ته ځای ورکړی دی. د شل اوریزو لوبو لوبډله کوېنټن ډیکاک، جاس بټلر، کی اېل راهول، اې بي ډیویلیرس، … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان ته په ماتې ورکولو سره ویلیمسن د ټېسټ لوبو لومړی توپوهونکی شو

د نیوزیلېنډ لوبډلې لوبډلمشر کېن ویلیمسن چې په ۲۰۱۳ کې د منډو جوړولو د ماشین لقب خپل کړی و، اوس یې د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې اسټرالیایي سټېف سمېت او هندی ویرات کولي وروسته کړل او لومړی مقام یې خپل کړ. لومړی مقام د کېن ویلیمسن حق دی کېن ویلیمسن چې د نړیوال په اوږدو کې هم خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله د کرکټ نړۍ په زړه کې یې محبوبیت لا زیات شو. … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا ته د هند مناسب ځواب؛ سونېل ګوسکر اجینکیا رهانی ستایلی

د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د سه شنبې په سهار د هندوستان په ستره بریا پای ته ورسېد. اسټرالیا ته د هندوستان مناسب ځواب په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا، هند ته په ۸ وېکټو ماته ورکړې وه او اوس هندوستان بېرته له اسټرالیا څخه دویمه ټېسټ لوبه په ۸ وېکټو وګټله او اسټرالیا څخه یې غچ واخیست. په هغې لوبه کې د هندوستان ټوله لوبډله په ۳۶ منډو دویمه پاڼۍ کې … نور ولولئ
رسنۍ

راشد بېګ باش لیګ کې هم د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته

راشدخان چې په کابو څلور لوبو کې د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه لوبېدلی دی، په تېرو درې لوبو کې ښه نه و ځلېدلی. نوموړي په تېرو لوبو کې ټولې درې وېکټې اخیستې وې، خو نن ورځ یې په یوه لوبه کې ۲ وېکټې واخېستې او ۱۸ منډې یې ورکړې. هغه په ۱۳ توپونو ۲۹ منډې وکړې، چې درې یې شپږیزې او یوه یې څلوریزه ووهله. نوموړي د خپلې لوبډلې منډې تر ۱۶۸ ورسولې. د … نور ولولئ
سپورټ

پر وروستۍ پریکړه د پاکستان انتقاد؛ د کرکټ نړیواله شورا ورته خپل دلایل وړاندې کړي

د کرکټ نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۷ مه د وروستۍ لسیزې د غوره کرکټرانو نوملړ خپور کړ. په دغه نوملړ کې د افغانستان په ګډون، د اسټرالیا، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، ویسټ انډیز، انګلستان، سویلي افریقا او نیوزیلېنډ د لوبغاړو نومونه شته؛ خو د پاکستان د هیڅ لوبغاړي نوم پکې نشته دی. اوس د پاکستان کرکټ بورډ او رسنیو دا پرېکړه ناسمه او غېر عادلانه بللې ده. د پاکستان پي … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

مینوالو ته یې د زده کړې لپاره ګټوره لیکنه؛ د کرکټ شاټونه او د لوبغالي اړخونه

نن ډېری سیمه ییز کرکټ مینوال هڅه کوي، چې د کرکټ د لوبغالي اړخونه او د توپوهونکي شاټونه وپېژني، ځېنې لوبغالی په څو برخو وېشل کېږي او هر لوري ته چې توپ ځي، نو مبصر یا کمېنټېټر باید همغه لغت ورته وکاروي. د افغان لوبډلې په ظهور سره د افغانانو مینه د لوبو له اورېدلو او کرکټ کمېنټري سره زیاته ده. دوی غواړي چې د مبصر له خولې معیاري کمېنټري واوري او هم خپله لېواله … نور ولولئ
سپورټ

اېرون سمر، لومړی اسټرالیایي شو چې د پاکستان لپاره لوبېږي

د پاکستان په کورني کرکټ کې د اسټرالیا ځوان توپ اچوونکی ارون سمر لومړی بهرنۍ لوبغاړی شو، چې د پاکستان د کرکټ بورډ تر چتر لاندې د پاکستان لپاره لوبېږي. دغه ۲۴ کلن اسټرالیایي بالر، د پاکستان په کورني یو ورځني کرکټ ټورنمنټ کې له جنوبي پنجاب لوبډلې سره تړون کړی دی. د پاکستان یادې کورنۍ لوبې د جنوري په ۸ مه نېټه په کراچۍ ښار کې پېلېږي. د پاکستان کرکټ بورډ د اصولو له … نور ولولئ