سپورټ

د ۱۹ کلنو لوبډله باید څه ډول وي؟ هغه څه چې لوبغاړي باید ورته پام وکړي

افغان کرکټ بورډ د نولس کلنو کرکټ لوبډله جوړوي او دا لوبډله به لومړی سفر هندوستان کوي او هلته د بنګله دېش کرکټ لوبډلې سره لوبې لري. افغان کرکټ بورډ وايي، د دې لوبډلې د جوړولو لپاره له شفافیت څخه کار اخلي او کابو څلور میاشتې کېږي، چې د لوبغاړو په لټه کې و. د دې لوبډلې د جوړولو لپاره کابو دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار په سراج العمارت او وروسته بیا غازي امان الله … نور ولولئ
سپورټ

د سوداګریزو لوبو ۵ موخې

له افغانستان نیولې تر پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، عربي متحده امارات، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا، ویسټ انډیز او کاناډا سوداګریز لیګونه لري او د نړۍ له مختلفو هېوادونو نړیوال لوبغاړي اخلي او لوبوي یې. د دې لیګونو ځېنې موخې دي، چې د دې موخو لپآره دایریږي. لومړۍ موخه د کرکټ نړیوالې شورا رضایت حاصلول، د کرکټ نړیوالې شورا په ټولو هېوادونو جبري کړي، چې خپل داخلي کرکټ پیاوړی کړي او له دې لارې … نور ولولئ
سپورټ

افغان کرکټ بورډ باید څه وکړي چې نړیوال سټیج کې خپل حیثیت وساتي؟

افغان کرکټ لوبډله په روان کال کې له دوه برخلیکونو سره مخ ده، یو برخلیک یې د پرمختګ دی او بل یې د وروسته تګ. د پرمختګ برخلیک ورته یو څه ګران دی او که پرمختګ یې ونه کړ، نو وروسته تګ حتمي دی. د ۲۰۲۱ کال پیل او د برخلیک په اړه یو قدم واندې تګ د ۲۰۲۱ په پیل کې دې لوبډله پیل په بري وکړ او د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان ښځينه کرکټ لوبغاړې د راشدخان د چورلکیز شاټ ستاینه کړې

راشدخان چې د نړۍ په کچه یو پېژندل شوی الراونډر دی، نه یواځې دا چې په توپ اچونه کې د شل اوریزو لوبو لومړی نمبر توپ اچوونکی دی، بلکې په توپ وهنه او ډګر ساتنه کې هم موثر او چوست دی. هغه د اسټرالیا په بېګ باش لیګ، د انګلستان په بلاسټ لیګ، د افغانستان په ملي لوبډله، آی پي اېل لیګ، سي پي اېل او د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو کې خپل هیلیکوپټر شاټونه … نور ولولئ
سپورټ

محمد نبي د ملي لوبډلې پر ځای لیګونو کې ښه ځلېږي

د کرکټ ډېری افغان مینوال وایي، افغان غوره الراونډر د ملي لوبډلې په پرتله په لیګونو کې ښې لاسته راوړنې لري. عیسی خېل چې د نړۍ په کچه په آی پي اېل، سي پي اېل، بي پي اېل، بېګ باش لیګ، بلاسټ لیګ، پاکستان کرکټ لیګ، لس اوریز لیګ، شپږیزه لیګ او افغانستان لیګ کې لوبېدلی دی. نوموړی په دغو لیګونو کې وخت ناوخت داسې لوبې کوي، چې ناشونې لوبې شونې کوي او د خپلې … نور ولولئ
سپورټ

د IPL بولي او توپیرونه؛ لوبډلې کوم ډول لوبغاړو ته اړتیا لري؟

له ۲۰۰۸ کال راهیسې د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو لپاره بولي ترسره کېږي او لوبغاړي اخیستل کېږي. په دې لیګ کې په دې وروستیو کې د بولي په چارو هم سیوری غوړېدلی دی. په ۲۰۰۸ کال کې له افغان لوبغاړو پرته د نړۍ بېلابېل لوبغاړي په دې لیګ کې واخېستل شول، چې د پاکستانیانو برخه هم پکې بارزه وه. ورپسې په نورو کلونو کې هم هر کال تر درې سوو پورې لوبغاړي اخېستل کېدل او … نور ولولئ
سپورټ

 انګلستانی لوبغاړی د افغانستان خلاف سلیزه کې ناکام شو

د کرکټ په نړۍ کې ډېرې عجیبه پېښې رامنځته کېږي، دلته هم په ۹۹ منډو د لوبغاړو بهر کېدل وړاندې کوو، چې یو په کې د انګلستان کرکټ لوبډلې تکړه توپوهونکی هم شامل دی، چې د افغانستان خلاف په شل اوریزه لوبه کې په ۹۹ منډو له مېدان بهر شو او په سلیزې وهلو بریالی نشو. ۲۰۱۲ کال نړیوال جام کې څه پېښ شول؟ په ۲۰۱۲ کې نړیوال شل اوریز جام ترسره شو، په دې … نور ولولئ
سپورټ

۲۰۲۱م کې تر دې دمه دغو لوبغاړو سلیزې وهلي دي

  رحمان الله ګربز د ایرلېنډ پر وړاندې د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ میاشت کې سلیزه ووهله او ۱۲۷ منډې یې وکړې. رحمت شاه زرمتي په ۲۰۲۱م کې د ایرلېنډ پر وړاندې سلیزه ووهله. پال سټېرلېنګ د افغانستان خلاف سلیزه ووهله. کېن ویلیمسن د پاکستان پر وړاندې ټېسټ لوبو کې سلیزه ووهله. هېنري نیکولس چې د نیوزیلېنډ لوبغاړی د پاکستان پر وړاندې یې ټېسټ لوبه کې سلیزه ثبت کړه. ډاریل مېچل چې د نیوزیلېنډ لوبغاړی … نور ولولئ
سپورټ

کرېس ګېل کرکټ کې د پاتې کېدو ثبوت ورکړ!

کرېس ګېل چې ۴۱ کاله عمر لري د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ میاشت کې یې ویلي وو، چې هغه پنځه کاله نور کرکټ هم کولای شي. که وګورو کرېس ګېل له ډېرو توپوهونکو ښه ځلېږي او خورا ښه توپوهنه کوي. په ۲۰۲۰ آی پي اېل کې یې د پنجاب لوبډلې لپاره په وروستیو کې د اوړو پوزه کېښوده او جالبې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې. یوه یې سلیزه ووهله، یو ځل په ۹۹ منډو … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ غوره ډګر ساتونکي؛ یو افغان لوبغاړی هم پکې دی

د کرکټ په برخه کې ډګر ساتنه مهمه برخه ده، چې لوبغاړي باید د توپ اچونې او توپوهنې سره سره ښه فیلډر یا ډګر ساتونکی هم وي. په هره لوبډله کې چې کوم لوبغاړی توپوهونکی او یا هم ښه توپ اچوونکی وي، خو چې د ډګر ساتنې برخه کې کمزوری وي، نو بیا د غوراوي کمېټه د لوبو انتخاب لپاره د ډګر ساتنې برخه کې د کمزوري لوبغاړي په اخېستلو کې دلسچپي نه ښيي. په … نور ولولئ