سپورټ

د بېګ باش لیګ هره لوبډله کې درې بهرني لوبغاړي لوبېدلی شي

د بېګ باش لیګ په یوولس کسیزه لوبډله کې، هره لوبډله کولای شي، یوازې درې بهرني لوبغاړي ولوبوي. مخکې په دې تړاو داسې کوم اصول نه و، چې یوه لوبډله څومره بهرني لوبغاړي لوبولی شوای؛ خو اوس یې ورته تازه اصول جوړ کړي دي. هره لوبډله کولای شي، چې ۱۹ لوبغاړي وپېري: خو کله چې یوولس لوبغاړي لوبېږي، نو یوه لوبډله کې کولای شي، درې بهرني او ۸ اسټرالیایي لوبغاړي ولوبوي. د اسټرالیا د بېګ … نور ولولئ
سپورټ

د لوبډلو نېټ رن رېټ او دویم پړاو ته یې د تګ چانس

د آی پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې دېرش ورځې وروسته د نومبر په لسمه نېټه پای ته رسېږي. په دې لیګ کې د تېر کال دوه مخکښې لوبډلې چینای سوپرکېنګز، کلکته او پنجاب یو څه زیانمنې دي؛ خو ځېنې یې بیا ښې شوي. بنګلور لوبډله اوس مهال دویم ځای خپل کړی او ډیلي لومړي مقام کې ده. په یاد لیګ کې د حیدراباد، پنجاب او راجستان نومرې مساوي دي او درې واړو لوبډلو څلور، څلور … نور ولولئ
سپورټ

وېل پارکر به په بېګ باش لیګ کې د قیس احمد ځای ډک کړي

د اسټرالیا بېګ باش لیګ لسم پړاو د روان کال ډېسمبر میاشتې په ۳ یمه پېلېږي. په دې لیګ کې لوبډلو سر اوسه د لوبغاړو اخیستل پیل کړي، چې محمدنبي عیسی خېل او راشدخان خپلو پخوانیو لوبډلو رېټاین کړي دي. په دغو لوبو کې قیس احمد له هوبرټ هرېکېنز لوبډلې سره لوبېدلی دی، خو سږ کال یو خبر داسې هم شته، چې ښایي د دغه افغان غوره بالر ځای د اسټرالیا ځوان لوبغاړی او لیګ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د چینای لوبډلې زاړه لوبغاړي او د لوبډلې ځوړ

د آی‌پي‌اېل سیالیو په دوام سږ کال د چینای لوبډله له ځوړ سره مخ ده او بالاخره د نومرو په جدول کې وروستي ځای ته لوېدلې ده. دې لوبډلې ټولې لس لوبې کړي او ۷ یې بایللي دي. اوس ډېری کرکټ مینوال وایي چې د دغې لوبډلې ډېری لوبغاړي زاړه دي او له همدې امله نشي کولای چې له انرژۍ ډکه لوبه نندارې ته وړاندې کړي. ښه بېلګه یې ډوني یادوي، چې د حیدراباد خلاف … نور ولولئ
سپورټ

کرېس ګېل ولې له سوپر اوور وړاندې د پنجاب ډلې ته غوسه و؟

د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د یکشنبې په ماخستن د آی پي اېل په تاریخ کې درې سوپر اورونه ترسره شول. په دې سوپر اورونوکې په کرېس ګېل دویم ځل اعتماد وشو او لوبه یې هم په شپږیزې سره د بریا درشل ته ورسوله او بالاخره پنجاب لوبډله بریالۍ هم شوه. د پنجاب او ممبيي لوبډلو ترمنځ دوه سوپر اورونه ممبيي کرکټ لوبډلې لومړی ځل په عادي لوبه کې ۱۷۶ منډې وکړې او پنجاب … نور ولولئ
سپورټ

کرېس ګې وایي، له سوپر اوور وړاندې غوسه وم

د اکټوبر په ۱۸ مه د یکشنبې په ماخستن د آی پي اېل په تاریخ کې درې سوپر اورونه ترسره شول. په دې سوپر اورونوکې په کرېس ګېل دویم ځل اعتماد وشو او لوبه یې هم په شپږیزې سره د بریا درشل ته ورسوله او بالاخره پنجاب لوبډله بریالۍ هم شوه. د پنجاب او ممبيي لوبډلو ترمنځ دوه سوپر اورونه ممبيي کرکټ لوبډلې لومړی ځل په عادي لوبه کې ۱۷۶ منډې وکړې او پنجاب هم … نور ولولئ
سپورټ

د ډیلي او ممبيي لوبډلو پرتله او د اتلولۍ چانس

د ډیلي کرکټ لوبډله چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۸ پورې هېڅ مطرح لوبډله نه وه، اوس یې د آی پي اېل په دوو پړاوونو کې د مشهورتیا مزل پیل کړی او خلک پرې د ۲۰۲۰ اتلولۍ ګټلو اطلاق هم کوي. بل پلو ممبيي هغه لوبډله ده، چې څلور ځلې یې د سترو سوداګریزو لوبو اتلولۍ ترلاسه کړې دي او سږ کال یې هم د اتلولۍ ګټلو په‌پار هلې ځلې بې څه نه دي. د … نور ولولئ
سپورټ

عمرګل له کرکټ سره مخه ښه وکړه

پاکستاني چټک بالر عمرګل د اکټوبر په ۱۶ مه د جمعې پر ورځ له هر ډول کرکټ سره خدای پاماني اعلان کړه. نوموړی په ۲۰۰۳ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې ته راغی، د چټکې توپ اچونې او یارکرو توپونو په ترسره کولو سره یې ژر شهرت وموند. عمرګل تر ۲۰۱۶ پورې د پاکستان په لوبډله له مطرحو لوبغاړو بلل کېده او د غوره توپ اچونې سربېره یې کله، کله خطرناکه توپوهنه هم کوله. هغه د … نور ولولئ
سپورټ

په آی پي اېل کې په وروستي توپ شپږیزه وهونکي

که څه هم د آی پي اېل  لوبې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوي خو له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې ځینې لوبغاړي توانېدلي، چې په وروستي توپ یې شپږیزه ووهي او لوبه وګټي. په دې لېست کې د هندوستان او نورو هېوادونو هغه لوبغاړي شامل دي، چې په آی پي اېل کې لوبېدلي او یا هم لوبېږي. په وروستي توپ شپږیزه وهلو کې لومړی ریکارډ د هندي پیلیز توپوهونکي روهېټ شرما دی. روهېټ شرما د … نور ولولئ
سپورټ

عمران طاهر: ما چې لوبه کوله، نورو لوبغاړو به راته اوبه راوړلې

د افریقا کرکټ لوبډلې لېګ برېک بالر عمران طاهر چې له چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره لوبېږي، تر دې دمه د ۲۰۲۰ په روان لیګ کې هیڅ نه دی لوبېدلی او یواځې لوبغاړو ته اوبه مېدان ته ور وړي. د عمران طاهر دا چاره اوس په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ ډېری بهرنیو مینوالو رااخیستې او په دې اړه یې لیکلي، چې د ۲۰۱۹ د آی پي اېل تر ټولو غوره توپ اچوونکی او د زیاتو … نور ولولئ