اقتصاد

کرنه څه شی دی او ولې خلک کرنه کوي؟

لیکنه: ساحل اسد څومره خلک په نړۍ او په خاصه توګه په افغانستان کې په کرنه بوخت دي؟ کرنه چې د زراعت او بزګرۍ په نامه هم يادېږي. ټول هغه اقتصادي فعاليتونه چې د څارويو بوټو او نورو ژونديو موجوداتو د روزنې څخه د غذا, فايبر, درملو او داسې نورو محصولاتو د لاسته راوړلو څخه عبارت ده. چې انسان ته د ژوندي پاتې کېدو او ژوند تېرولو لپاره اړين بلل کېږي. نن سبا د نړۍ … نور ولولئ
ژوند بڼه

وفاداره مېرمن او بې ژمنې خاوند

لیکنه: عبید افغان افغانه مېرمن چې د تاریخ په اوږدو کې خپل ځان لکه یو مړ وجود او خپل روح زندۍ ګڼي، داسې فکر کوي چې نوموړې پر ټولنې بار او یوه بې پریکړې محدود خوځنده موجود دی. یعنې فقط ساه اخلي بس خلاص؛ هغه څه چې سړي یې ورکوي مکلفه/مجبوره ده چې په پټو سترګو یې ومني. مثلاً د زده کړو حق یې د سړیو سره دی، د نکاح حق یې د سړیو سره … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ورزش له ګټو ځان خبر کړئ

لیکنه: ساحل اسد که غواړئ چې له خوشاليو ډک صحتمند او نېکمرغه ژوند ولرئ؛ نو ورزش په ګټو ځان پوه کړئ تر څو بريالي اوسئ. اوریدلي به مو وي، چې سالم عقل په سالم بدن کي وي؛ هو دا خبره ريښتیا ده، که ورزش وکړئ؛ نو سالم بدن به مو په برخه وي او د سالم بدن په شتون کې سالم عقل حتمي دي. غواړم دلته د ورزش یو شمېر هغه ګټې دروپېژنم، چې ستاسې … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

ماشومانو ته مو د تربګنیت احساس مه ورکوئ

لیکنه: زکریا غورځنګ د پښتنو په ګڼو سیمو کې د تربور او تربګنیت ذهنیت له ډېر پخوا رغول شوی، تربور پردی کس نه دی، د ماشوم د پلار د وروڼو او ترونو سلسله تر تربور رسیږي، چې تر منځ یې پر کورنیو مسایلو، ځمکو او رغونو شخړې ددې لامل شؤي دي چې د ژوند ټول ښه او بد د دوی پر خلاف او له قصده تر سره کړي؛ آن که په ډانګ پېیلې ووایو، چې … نور ولولئ
خواړه

خوړو سره د کوچنیانو یادښت او هوش پياوړی کړئ

ژباړه: حماد هلال که فکر کوئ، عضوي خواړه ستاسو په رژیم کې مهم رول لري، تېروتنه نکوئ. یوه نوې څېړنه ښايي، چې په کوچنیوالي کې د عضوي خوړو استعمال په ادارکي وده اغېز لري. هغه څېړنه چې د څېړوونکو لخوا د بارسلونا نړۍ وال  څېړنیز انسټیټوت مرکز و ویرجلي روغتیا څېړنیز مرکز کې ترسره او د چاپيریال ککړتیا ژورنال کې د  ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاست کې خپره شوه، دې څېړنه کې ۱۲۹۸ جوړې هغه … نور ولولئ
روانې سلامتي

د حافظې زوال ۵ نښې

ژباړه: حماد هلال د حافظې زوال تر ټولو څرګنده  نښانه دورځينو کارونو ترسره کولو او بشپړولو وړتیا له لاسه ورکول دي. امکان لري، هغه کس چې د حافظې په زوال اخته وي، عقل یې د خپل ورځني مسیر په پيداکولو کې پاتې راشي یا د خپلې خوښې لوبې څرنګوالی هېر کړي. څرنګه چې نورې ناروغۍ ادارکي فعالیت اغېزمن کوي، د حافظې زوال هم ورته یو عمجن وضعیت دی. د حافظې زوال: ذهني وړتیا کمېدلو لپاره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښکلولو «مچې کولو» په اړه هغه مالومات، چې تراوسه به مو نه وي اوریدلي !

د حماد هلال ژباړه ښکول د احساساتو څرګندلو او ښودولو غوره لار او یو ټولنیز چلند دی. سربېره پردې ښکلول د انسان په بدني روغتیا ځانګړي اغېز لري. ایا پوهېږئ همدا ساده ښکلول ډېرې زیاتې ګټې لري، چې موږ ډېری هغو ته پاملرنه نکوو؟ ښکلول د ځان سره ډېرې زیاتې پټې ګټې لري، چې موږ ترې بې خبر یؤ. په دې لیکنه کې به تاسو د مچکې له ګټو خبر شئ. د ښکلولو په اړه … نور ولولئ
خواړه

د غذا خوړولو وروسته له دې ۷ ناسالمو عادتونو ځان وساتئ

ژباړه: حماد هلال ځيني کسان له ډوډۍ خوړولو وروسته چای څښل، لنډ خوب، مېوه خوړل او داسې نور عادتونه لري، دوی باور لري، چې دا کارونه د خوړو هضم کېدو کې مرسته  کوي. په دې لیکنه کې ۷ هغه تېروتنې راوړل شوي، چې د ډوډۍ خوړولو وروسته باید ورڅخه ځان وساتو. ورزش: د ډوډۍ خوړولو وروسته سم دلاسه ورزش مکوئ، لږ تر لږه دوه ساعت وخت ورکړئ. د ورزشي حرکاتو ترسره کول، په ډکې معدې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ماشومان مو د رټلو پر ځای وهڅوئ

لیکنه: زکریا غورځنګ نه جاپانيان نابغه ګان دي او نه موږ کند ذهنه يو؛ يواځې فرق زموږ او د دوی تر منځ دا دى، چې هغوی ماتې خوړلى کس هڅؤي، تر څو بیا پورته او بريالى شي، خو موږ بيا د بريالي کس پر وړاندې جنګېږو، ترڅو مات شي. موږ د ماتې خوړلي کس لوېدل شرم، عیب او نیمګړنه ګڼو، خو هیڅکله مو د بیا ځلې پورته کېدو ذهنیت ورنکړ، چې دا نیمګړنه زموږ ټولنه … نور ولولئ
پوهنه

ماشومان مو په دې وپوهوئ چې تاسو ولې ښوونځي ته ځئ؟

لیکنه: زکریا غورځنګ ماشومان/ې مو پدې وپوهوئ چې تاسو ولې ښوونځي ته ځئ؟ د ښوونځي پر دېوالونو مو د هڅونې تابلوګانې وځړوئ، دا چاره به ستاسې زده کوونکي/ې پدې وپوهوي چې دوی ولې ښوونځي ته راځي. ډیری زده کوونکي/ې لا پدې نه پوهېږي چې موږ ولې ښوونځي ته ځو؟ یوازې سهار د کتابونو بکس تر ملا تړي، غرمه پنډ او تړلي کتابونه کور ته وړي او خپل ورځینی عادت ادا کوي. والدین او د کورنیو … نور ولولئ