پوهنه

د امام قتیبه رحمه الله پېژندګلوي او کارنامې

قتیبه بن سعید بن جمیل بن طریف بن عبدالله الثقفي، ابو رجاء البلخي البغلاني؛ چې په بلخ کې زېږېدلی دی. د شېخ الاسلام امام قتیبه صاحب له شاګردانو څخه، چې احمد بن سیار مروزي نومېږي، وايي: ما خپله د امام قتیبه(رح) څخه اوردېدلي و چې ویل یې، (وَلَدَتُ سَنَهَٔ خَمسِینَ ومائهٔ) یعنې، په یو سلو پنځوس(۱۵۰) هجري کال کې زېږېدلی یم. د امام قتیبه رحمه الله په پېژندګلوي کې د (الثقفي) کلمه ځکه یاده شوې، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که د بریا په لټه کې یئ؛ ژوند ته مسکا وکړئ!

ژباړه: فاطمه صالحي هېڅ یو شی د يوه انسان غوره او خوشحاله ژوند دومره نه ضايع کوي لکه څومره چې يې بدبيني ضايع کوي، هېڅ يو شی انسان دومره له خلکو سره د اړيکو رامنځته کولو او د خپلو هيلو او برياليتوب په طرف نه روانوي لکه څومره چې يې پر شونډو يوه مسکا کوي. ژوند ته مسکا کونکي او خندېدونکي خلک يوازې د خپل ځان لپاره نېکبخته نه وي؛ بلکې دوی په يوه کار … نور ولولئ
پوهنه

د جرم په اثبات کې د يوې قرينې رول

ليکوال: ولي الله حنيفي د قرينې تعريف: قرينه يو عربي مونث لفظ دی، په پښتو کې هم په همدې نوم باندې پېژندل کېږي، په لغت علامې، نښې او يا هغه څه چې انسان ته د پوهېدلو لپاره دليل وي په معناوو باندې استعمالېږي. قرينه په اصطلاح کې د هغه سبب په اساس چې د دوو واقعو په منځ کې ارتباط رامنځته کړي، يا د هغې واقعې استنباط او راويستل دي چې ثابته نه وي له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کم اصل انسان پر کم اصله لاره پرېږدئ!

وايي: «ځينې خلک داسې دي، لکه کم اصل/بې کيفيته توکي، ډېر ژر خپل خوند او رنګ بدلوي.» که دغسي بې کيفيته، کم اصل، بې ننګه، بې ايمانه، څو مخي، څو ژبي او د لستوڼو ماران له ژونده وباسو او له ذهنه یې ليرې کړو؛ باور وکړئ، ژوند به مو خوند او رنګ پيدا کړي. روحاً او جسماً به هوسا شو. ځينې په نوم اخيستلو څه چې، په دې هم نه ارزي، چي نوم یې واورو. … نور ولولئ
ژوند بڼه

اوښکې څه شی دی؟

اوښکې يوازې رڼې اوبه نه دي، چې له سترګو راوبهېږي او په ګرېوان کې ورکې شي. اوښکې عواطف او احساسات دي. ځينې وختونه يوازې دوې اوښکې هم ډېرې خبرې کوي او ډېر څه ښيي. ځينې اوښکې په زړونو کي له ځوانيمرګو ارمانونو غږېږي. ځينې وختونه اوښکې هغه خبرې وي، چې په خوله نه کېږي. ځينې اوښکې د زړونو وينې، د زړونو اه او فرياد وي. ځينې اوښکې مجبوري بيانوي. ځينې اوښکې د خپلې بېوسۍ زړه … نور ولولئ
ادبیات

ناسم ویل شوي سروکي

لیکنه: ماهر احسانزی سروکي د لنډیو په څېر د ولسي ادب ښکلې برخه ده، چې د ښکلا معیار ته یې د لنډیو په عینکو کتل په کار دي، خو چې لیکلي نه، ګړني ادب پورې اړه لري، نه يې ښکلا اندازه شوه او نه یې تر اخره لومړنۍ بڼې پاتې شوې.. ډېر شمېر سروکي که په لومړنۍ بڼې را پاتې ندي خو دوهمه یا نوې بڼه یې هم کومه معنوي ستونزه لري لکه : پاس … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

حوصله دنګه وساتئ او زړه لوی کړئ!

هـر انسان غـواړي، چي پـه خپلو چارو کي بريالی وي او پرمختګ پکي وکړي. هر څوک د پرمختګ کوښښ کوي او دا ئې هيله وي، ورځ تر بلي ښه شي. موږ بايد دا زده کړو، چي څومره پر خپل پرمختګ خوشحالېږو، هغومره د نورو  پرمختګ ته هم خوشحاله شو. د هيچا پرمختګ زموږ د پرمختګ  خنډ نه دی. که مو د بل پر برياليتوب او پرمختګ زړه خوړ، موږ هم مخته نشو تلای. که مو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ځينې وعدې پټې دوکې وي

پر هېچا/هېڅ شي دومره باور مه کوئ، چې ټول عمر به زموږ وي او ټول ژوند به له موږ سره کوي. ځينې داسې دي، چې لږ/ډېر وخت وروسته که موږ غواړو يا نه غواړو، له ژونده/ له لاسه مو ځي او د يوازېتوب دنيا ته مو سپاري. په حقيقت کې هغوی د نورو وو او دي. له اوله نه زموږ وو او نه یې له موږ سره د پاتېدلو اراده وه. له موږ سره يوازې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

موږ بايد حد او اندازه وپېژنو

موږ بايد هر څه په حد کي وپالو/وساتو. په دوستۍ او دښمنۍ کي هم حد ولرو. حتا که  مينه هم تر حد واوړي؛ نور نو لېونتوب دی. ځيني وختونه له حده زياته مينه، په وينه بدله شوې ده. موږ بايد حد او اندازه وپېژنو. هيڅکله چا ته دومره زړه نژدې نه کړو، چي بيا ئې په ليري کولو ستړي شو. هيڅوک دومره زړه ته تېر نه کړو، چي بيا بغير له هغه ژوند راته ګران … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا د ژوند اصل دی!

دا ياد لرئ! دا د ژوند اصل دی. که يوه لار بنده شي، نوري لاري هم شته. که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه خلاصېږي. زموږ ستونزه دا ده، چي يوه لار بنده شي، بله لار  نه لټوو. که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه نه وينو.  بندو  لارو او تړلو دروازو ته ولاړ يو. کله چي له يوې لاري هدف ته ونه رسېدې، بله لار پيدا کړه، له بلي لاري راشه، کېدای شي تر … نور ولولئ