خوندیتوب

مور او پلار باید د ماشوم د غوښتنو پر وړاندې ډېر حساس وي او مینه ورکړي

ليکنه: شپنه سلګۍ محبت د ماشوم او هغه چا ترمنځ چې ورڅخه ساتنه کوي د ارتباط يوه ګټوره وسيله ده او د ماشوم لپاره يو باارزښته رواني او ټولنيز فکټور دی. د يوه بنيادي اعتماد د لرلو لپاره د خوندي، ډاډمن ارتباط موجوديت، محبت او مهرباني ډېر ضروري دي. په لومړيو کې ماشوم دوه ډوله رفتار کوي، تمايل او رغبت له هغه چا سره چې ورسره نږدې دي او يا چې له هماغه شخص څخه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ښوونکي بايد د زده‌کوونکو د پرمختګ لپاره ځواب‌ورکوونکي وي

ليکنه: شپنه سلګۍ ښوونکي د زده‌کوونکو په پرمختګ کې د يو ټاکونکي باکيفيته عامل په توګه ګڼل کېږي. د يوه ښوونکي تعليم، توانايي او تجربې نسبت نورو ټولو عواملو ته د زده‌کوونکو د پرمختګ عامل شمېرل کېږي. څېړنو ښودلې ده چې د زده‌کوونکو د ازموينو په نومرو کې له 40 څخه تر 90 سلنه تفاوت د ښوونکو په کيفيت او وړتيا پورې تړلى دى. نو اصلاً د موضوع درک، پر دې خبره پوهېدل دي چې … نور ولولئ
پوهنه

قرنطین پر زده‌کوونکو منفي اغېز کړی

ليکنه: شپنه سلګۍ د پوهنې وزارت د پرېکړې پر اساس د ښوونيزو مرکرکزونو رخصتي د دریو مياشتو لپاره نوره هم وغځېده، څومره چې ما ته ثابتېږي د ښوونځيو اوږدمهاله رخصتۍ د ښارونو په پرتله د ولسواليو او کليو زده‌کوونکي له يو لړ ستونزو سره مخ کړي، چې په دې ليکنه کې د موضوع اړوند له څو تنه زده‌کوونکو سره غږېدلې يم. د شفا په نامه د اتم ټولګي يوه زده‌کوونکي وايي: “ښوونځي ته چې به … نور ولولئ
خوندیتوب

هغه څه چې بايد د مخ پر پوستکې ونه وهل شي

ژباړه: شپنه سلګۍ په مخ د دانو، خارښت، یا الرجیک عکس العملونو څخه د مخنیوي لپاره هېڅکله لاندې محصولات په خپل ښکلي مخ مه کاروئ. ۱ـ د غاښونو کریم د غاښونو کریم د پوستکي د تخريش سبب ګرځي او همدارنګه که په دانو استعمال شي، نو ممکن د ځوانی دانو د لکو یا داغونو د زیاتوالی سبب ګرځي. د لیمو اوبه (جوس)‌ د لیمو په څېر، سیترس لرونکي مېوه کولی شي پوټکي تخریش او د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ښوونکي بايد دا تېروتنې ونه کړي

ليکنه: شپنه سلګۍ ښونکی هغه څوک دی چې د پوهې په ګاڼه سمبال دی. ښوونکی دی چې ټولنې ته سالم او پوه شخصيتونه وړاندې کوي. ښوونکی دی چې په تياره ذهنونو د د نور پلوشې شيندي. ښوونکی دی چې د بشريت ګمراهي له منځه وړي. پوه او پر ځان‌باوري ښوونکی تل هڅه کوي چې په دنده کې خپله رښتنولي ثابته او خپلې نيمګړتياوې اصلاح کړي. په دې ليکنه کې مو ځينو هغو تېروتنو ته ګوتنيونه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

سيتا قاسمي ښوونځی جوړوي

لیکنه: شپنه سلګۍ د افغانستان مشهوره سندرغاړې سیتا قاسمي د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د نجونو د زده‌کړو لپاره یو ښوونځی جوړوي سیتا قاسمی د دغه ښوونځي د جوړولو تړون د زمري ۱۲مه د پوهنې له وزیر میرویس بلخي سره لاسلیک کړ. سیتا قاسمي د دغه تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، دا ښوونځی به په یوه محرومه سیمه کې له ښوونځي څخه لرې او بې برخې ماشومانو لپاره جوړ کړي. پر دغه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

واده او ځوانکۍ (دانې)

لیکنه: شپنه سلګۍ  د هغو ناسمو باورنو څخه، چې زموږ په ټولنه کې شته، یو هم د واده په کولو سره د ځوانو دانو له منځه وړل دي. د ځینو کورنيو مشران هغو ځوانانو ته چې ځوانې دانې لري د واده سپارښتنه کوي چې دا کاملاً ناسم باور دی، ځکه چې ځوانې دانې د عمر له نظره په ښځينه جنس کې ډېری د لس او دولس کلنۍ حتا په يو تعداد نجونو کې په اته … نور ولولئ
پوهنه

د افغانستان په کليو کې اختريز مراسم

ليکنه: شپنه سلګۍ د نړۍ او هيواد خلک تل خپل کلتور او دودونو ته په درنه سترګه ګوري او خپل کلتوري او مذهبي مراسم په معتبره او ښه توګه لمانځي. زمونږ دغه دودونه او کلتور ډير اوږد تاريخ لري،په دې ليکنه کې مو ځينو هغو اختريزو مراسمو ته لنډه کتنه کړې چې په کليو او بانډو کې پالل کيږي. اختريز مراسم اخترونه زمونږ د خلکو د مذهبي خوښيو ورځي دي،په دغه ورځو کې خلک خپلې … نور ولولئ
پوهنه

د لمر وړانګې او په انساني ژوند يې اغېز

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ دویمه برخه دغه کروموزومونه په يوه ژونکه کې ۲۳ جوړې وي او قطر يې ۱۰ مايکرو متر دی چې د دغه کروموزوم ميخانيکت په ۱۹۵۳ کې وپيژندل شو. آیونایزکونکې وړانګې څنګه ډي ان اې زیانمنولای شي؟ که چیرې آیونایزکونکې وړانګې یو الکترون له ډي ان اې او یا هم د هغې له ګاونډ مالیکول څخه وباسي، نو دې ته د وړانګو مستقیم عمل وايي. دا عمل ډېر چټک او د … نور ولولئ
خوندیتوب

د لمر وړانګې او پر انساني ژوند یې اغېز

ليکنه او راټولنه: شپنه سلګۍ لومړۍ برخه د لمر د وړانګو له چینې سره په ډېر کم وخت تېرولو، واټن ساتلو او پوښښ سره کېدای شي چې د وړانګو زیانونه تر ډېره حده کم کړای شي. له فزیکي اړخه د انسان بدن یو تولید کوونکی خو مصرفي ماشین دی. ټول ماشینونه کار کوي او کار هلته ترسره کېدای شي چې انرژي موجوده وي، ځکه خو انرژۍ ته د کار کولو وړتیا وايي. په طبعیت کې … نور ولولئ