بریا او پرمختګ

د ټولنې په جوړولو کې د ښځې ونډه

لیکنه: شپنه سلګۍ نارينه او ښځي د ژوند ستنې او د بشري تاريخ مصدرونه دي. د ښځې پرمختګ د ټولنې په پرمختګ پورې تړلى دى. ښځه مور ده چې د عمر ډېره برخه د خپل ماشوم په روزنه او پالنه کې تېروي. ښځه د ټولنې په رغون کې مهم رول لري او ډېره مهمه وسله يعنې د مورولۍ غريزه ورسره ده. مور ماشوم روزي، يوه کورنۍ جوړوي ماشومان چې لويان شي د ټولنې په مختلفو … نور ولولئ
افغانستان

ایا جنرال دوستم د مارشالۍ رتبې مستحق دی؟

لیکنه : نقیب‌الله مشفق، د ملي دفاع پوهنتون استاد خپرونکي : هشت صبح ورځپاڼه ژباړه: شپنه سلګۍ د هېواد تر ټولو خبر جوړونکی جنرال د مارشالۍ د ترلاسه کولو همیشني خوب ته د رسیدو په درشل کې دی. د ګډ حکومت طرحه چې ، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې لخوا رسنیو ته لیک شوې ، جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو ژمنه کوي. جنرال عبدالرشید دوستم چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښځه او په میراث کې یې حق

ليکنه: شپنه سلګۍ په لرې پرتو سیمو کې اوس هم دا دود له منځه نه دی تللی، چې نجونې، خصوصاً کونډې ښځې په ميراث کې پاتې مال او جايداد ګڼي. کونډې ته واک ورکول خپل سپکاوی او بې عزتي ګڼي. او د يوه مستقل انسان غوندې د هغې فردي او شرعي آزادۍ ته ارزښت نه ورکوي. په دې معنی که يوه ښځه کونډه شي (مېړه يې مړ شي) د مړ شوي کس ورورنه، ترونه، تره … نور ولولئ
خوندیتوب

په روژه کې د خولې بد بوی، عوامل او درملنه یې!

ژباړه: شپنه سلګۍ په روژه کې د خولې بوی زيات وي، ځکه چې د وجود مايعات کم وي، خوله وچه وي او په خوله کې لاړې کمې وي، اکثره خلکو ته د خپل ځان معلومات نه کېږي، چې له خولې يې بوی ځي او که نه خو هغه کسان چې ورسره سر وکار لري، هغوی يې حس کوي، ممکن هغوی يې د نزاکت او شرم له وجې څه ورته ونه وايي.  د خولې د بدبويي … نور ولولئ
خواړه

هغه خوراکونه چې په روژه کې مو د پوستکي ښکلا ساتي

راټولونه: شپنه سلګۍ ډېرې پېغلې او ځوانان د پوستکي ښکلا ته پام کوي، چې خراب نه شي، خو د روژې په میاشت کې ورته ډېر اندېښمن وي، داسې فکر کوي چې د لوږې، تندې سربېره، د اوړي ګرمي به یې د پوټکي ښکلا له منځه یوسي او د اختر په ورځو کې به بدرنګ ښکاري. تاسې به خبر یاست چې مخ ته د زړه هنداره هم ویل کېږي، که چېرته د مخ پوستکی مړاوې، ګونځې … نور ولولئ
خواړه

په روژه‌ماتي کې دسترخوان داسې تنظیم کړئ

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ د دسترخوان د هوارولو څرنګوالی هم د اشتها په تحريک کې مهم رول لري، زموږ د سر رشتې او سلقې نماينده‌ګي کوي. نو په دې ډول بايد دې برخې ته ډير پام وکړو، په دې ليکنه کې مو ځينو هغو ټکو ته اشاره کړې چې د دسترخوان او خوړو په تنظيمولو کې مهم رول لري. ۱- دسترخوان بايد داسې هوار شي، چې کله مېلمانه يا کوربانه د هغې شاوخوا راټولېږي … نور ولولئ
پوهنه

قرنطين او د مطالعې په فرهنګ يې اغېزې

ليکنه: شپنه سلګۍ ثابته خبره ده چې د کتابتونو او کتابپلورنځيو تړل کېدل په لوستوالو او د مطالعې پر فرهنګ ناوړه اغېزه کوي. دا چې په نوره نړۍ کې هم د کرونا وايروس د خپرېدو له امله کتابتونونه تړل شوي، خو دلته ستونزه د نورې نړۍ سره فرق لري. په نوره نړۍ کې د کتابتونو په تړل کېدو سره د محصلينو درسونه انلاين شوي، محصلين يې انټرنيټ ته پوره لاسرسی لري، خو په افغانستان کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ګډ ژوند؛ مسووليت پېژندنه ستونزې هواروي

ليکنه: شپنه سلګۍ د يوه نېکمرغه ژوند په خاطر ښځه او خاوند بايد خپلو مسووليتونو ته په پاملرنې سره ژوند مخ ته بوځي، د ښځې او خاوند د اړيکو د ټينګښت او د يوه ښه ژوند د دوام لپاره دواړه يو د بل درناوی او متقابل احترام باید مرعات کړي، چې په ژوند کې خوشحاله او سوکاله اووسي. په دې ليکنه کې مو ځينو هغو ټکو ته اشاره کړې چې د خاوند مسوليتونه د ښځې … نور ولولئ
پوهنه

د ننګرهار د پوهنې ریاست زده کونکو ته تلویزوني تدریس پیل کړ

ليکنه: شپنه سلګۍ شرق راډیو – تلویزیون د زده‌کوونکو لپاره د تدریس لړۍ پیل کړه! له څلورم څخه تر نهم ټولګي پورې د زده‌کوونکو لپاره د شرق راډیو تلویزیون له لارې د درسونو لړۍ پیل شوه. شرق راډیو تلویزیون د یونسیف په تخنیکي مرسته زده‌کوونکو ته په وړیا توګه تدریس کوي. د ننګرهار د پوهنې رییس حسيب الله شينواري د شرق راډیو تلویزیون له مشرتابه مننه وکړه چې د کرونا په دې حساس وخت کې، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د زياتو نجونو په زيږېدنه ښځې مه ملامتوئ

ليکنه: شپنه سلګۍ قران کریم په دې ګواهي ورکوي چې د عربانو به لوڼه پیدا شوې، مخونه به یې له غوسې تک تور شو، دا به یې د ځان لپاره شرم ګاڼه، له خلکو به پټېدل، دا دود نه یوازې په عربانو کې و، بلکې ټوله نړۍ کې همدا حال و، د اسلام په راتګ دا دود په ځينو ځایونو کې له منځه ولاړ او په ځینو ځایونو کې کمرنګه شو. په افغاني ټولنه کې … نور ولولئ