کلتور او هنر

هندوستان: سبا پاډماوتي خپریږي؛ لاریونونه شیبه په شیبه زور اخلي

د پاډماوتي فلم معتریضین، بیګاه د احمداباد لارو کوڅو ته راوتي، مرکزي مارکیټ کې يې ځینې دوکانونه، موټرې او موټرسایکلې سوځولي او سیمه کې ځینې لویې او کوچنې سینماګانې زیانمنې کړې هم دي. ګجرات کې د پولیسو مشر د مظاهرچیانو د تیت و پرک کولو او په سیمه کې د وضعیت د کنټرول لپاره د پولیس شمیر زیات کړی. د معلوماتو له مخې، د تیرې شپې په لاریونونو کې تر ۱۵۰ ډيرې موټرې او موټرسایکلې … نور ولولئ
کلتور او هنر

"غله انډیا" فلم د هند په تعلیمي سیستم کې د فساد کیسې راسپړي

د هندي سینما نوموتی ستوری عمران هاشمي دا ځل هندوستان په ښوونیز سیستم کې د فساد په موضوع فلم جوړوي. د هندوستان ټایمز په حواله، دا فلم چې غله انډیا یا Cheat India نومیږي، د هندوستان د تعلیمي سیستم په داخل کې د رشوت، جنسي زورونې او د فساد اړوند ټولې معاملې تصویروي. عمران هاشمي چيټ انډیا فلم د خپل سینمايي فعالیت په برخه کې تر ټولو نوی او په زړه پورې بولي. هغه زیاتوي، … نور ولولئ
کلتور او هنر

له عامرخان سره بدنامې جلۍ ته بالیووډ کې څوک کار نه ورکوي

خبري سرچینې وايي، چې د دنګل فلم وتلې اداکارې فاطمه ثنا شیخ ته بالیووډ کې څوک ځکه کار نه ورکوي، چې د عامرخان سره نږدې اړیکې لري. فاطمه ثنا شیخ د عامرخان سره په دنګل فلم کې لوبیدلې. دنګل فلم د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې خپور شو، چې د بالیووډ ریکارډ جوړونکی فلم و. بالیووډ کې ځینې باوري سرچینې وايي، چې د عامرخان او ثنا شیخ خوږه انډیوالي ددې لامل شوې، چې په بالیووډ … نور ولولئ
په زړه پورې

پاکستانۍ اداکاره سبا قمر: پاکستان ترهګرو ته ځای ورکوي؛ نوم يې زموږ بد کړی

پاکستانۍ اداکاره سبا قمر وايي، چې په نړۍ کې د پاکستان نوم دومره بدنام دی، چې آن زور يې دوی ته رسي. اغلې قمر چې تازه هندي سینما ته راغلې او د عرفان خان سره يې تیر کال لومړی فلم (هندي میډم) هم خپور کړ، اوس یو مشهور نوم دی. میرمن سبا ویلي، چې د یوې پاکستانۍ په توګه دا تل په نړیوالو میدانونو کې له کلکې تالاشۍ او پوښتنو ګروېګنو تیریږي. نوموړې په یوه … نور ولولئ
کلتور او هنر

په پښتنې ملالې د هندي سینما فلم؛ "ګل مکۍ"

د هندي سینما ځوانې اداکارې ریم شیخ، د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ژوند د فلم جوړولو چارې پیل کړي. ملاله یوسفزۍ چې د پاکستان اړوند سوات کې زیږیدلې، د نجونو د تعلیم په په برخه کې يې هلې ځلې کوي. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د وسله والو طالبانو اړوند کسانو له لورې تر برید لاندې راغله او په سر يې مرمۍ وخوړه، خو ژوندۍ پاتې شوه. د ملالې یوسفزۍ په ژوند جوړیدونکی … نور ولولئ
کلتور او هنر

"زیات فلمونه مې ځکه پریښودل، چې له سړیو يې کمه ګڼلم"

د بالیووډ وتلې ستورې سونم کپور ادعا کړې، چې په بالیووډ کې د فلم هلک ته د فلم د نجلۍ په نسبت ډيرې پیسې ورکول کیږي. نوموړې زیاتوي، دا څه اوسنۍ خبره نه ده؛ دا کیسه په بالیووډ کې د کلونو راهیسې روانه ده. سونم ویلي، چې دې خپله ګڼ فلمونه ددې لپاره پریښي، چې د فلم د نارینه اداکار او ددې د پيسو ترمینځ يې انډول نه و ساتلی. نوموړې زیاتوي: “دا اوس اوس … نور ولولئ
په زړه پورې

ویدیا بالن د اندرا ګاندي په رول کې راڅرګندیږي

د بالیوډ وتلې ستورې ویدیا بالن به ډیر زر په یو سخت رول کې راڅرګنده شي، او دا د هندوستان د یوې پخوانۍ خو نامتو لومړۍ وزیرې اندراګاندي رول دي. د هندې سینما ددې ستورې لپاره به دا لومړی ځل وي چې د یوې سیاستوالې رول لوبوي او هغه هم د هندوستان د یوازینۍ ښځینه صدراعظمې اندراګاندي رول. د ویدیا بالن دا نوې فلم د نامتو لیکوالې او ژورنالیستې سګاریکا ګاس پر هغه کتاب جوړیږي … نور ولولئ
کلتور او هنر

د هندي سینما اکټر سلمان خان د وسلوال برید هڅه شوې

د هندي سینما دا ستورې په نوي میلادي کال د پیل سره سم، دا ځل په نورو ستونزو سربیره له وسلوال ګواښ سره مخ شوی دی. راپورونه وايي، سلمان خان چې د ” ریس ۳ “ فلم په جوړولو بوخت دی، په ممبيي کې ددې فلم د یوې برخې د ثبت پر مهال هغه ځای ته وسلوال کسان ورننوتي چیرې چې سلمان خان او ټیم یې د ” ریس ۳ “ لپاره په شوټینګ بوخت … نور ولولئ
کلتور او هنر

خانان ترې خپه دي؛ خو دا ورسره د فلم جوړول غواړي

د بالیووډ مغروره او سپین ګويه جینۍ کنګنا راناوټ غواړي، چې د بالیووډ د باچا شارخ خان او سوپرسټار سلمان خان سره فلمونه جوړ کړي. دې چې یو وخت به يې ویل، د خپلې کامیابۍ لپاره خانانو ته اړتیا نه لري؛ اوس د پرله پسې ناکامیو وروسته غواړي د سلمان خان او شارخ خان سره ګډ کار وکړي. کنګنا راناوټ چې په بالیووډ کې يې په هیچا کې هم زړه روغ نه دی پریښی، اوس … نور ولولئ
کلتور او هنر

ټاپسي پانو: د کرکټ د لوبغاړي او سوداګر سره واده نه کوم

د بالیووډ ۳۰ کلنه اداکاره ټاپسي پانو وايي، چې د انوشکا شرما په څير د کرکټ د لوبغاړي او یا هم کوم شتمن تاجر سره واده نه کوي. اغلې پانو وايي، چې واده به يې د نورو هندیانو په څیر ساده او غریبانه وي. ددې په وینا، چې آن هندي رسنۍ به هم پرې د خبر جوړولو لپاره زړه ښه نه کړي. کله چې د تیر ډیسمبر په ۱۱ مه د هندي سینما ښکلې ادکارې … نور ولولئ