ټولنیز ژوند

جنسي اړیکه کالري سوزوي او ایا دا اړیکه ښه ورزش کیدای شي؟

ژباړه :شمیم اتل په هغو فعالیتونو کې چې ستاسې د خوله توییدو سبب کیږي، تر ټولو جالب یي ښایي جنسي اړیکه وي. له دې سره دا پوښتنه ولاړیږي، چې دا فعالیت د څومره کالرۍ د سوزیدو سبب ګرځي؟ د څېړنو له مخې په دغه اړیکه کې د نارینه وو ۱۰۰ کالري سوزي. په یوه څېړنه کې د جنسي اړیکې پرمهال د کالري سوزیدو پرتلنه د منډې وهلو له کالري سوزیدو سره پرتله شوې ده. د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نېمې شپې بې خوبي؛ لاملونه او درملنه یې!

ژباړه : شمیم اتل بې خوبي هر وخت؛ په خاص ډول په نېمه شپه کې لوی سرخوږی دی. تاسې هم کیدای شي له دې سرخوږي سره مخ یئ، یا مخ شوي به یاست، یا ممکن مخ شئ. د دې سرخوږي په عواملو او مخنیوي درته دا مطلب چمتو شوی، راځئ ویې لولئ: بې خوبي څه ده؟ بې خوبي په عام ډول دا ګڼل کیږي، چې یو چا ته د شپې خوب ورنه شي. خو بې … نور ولولئ
خوندیتوب

څنګه پوهیدای شو چې په ډیپریشن ( ژور خپګان ) اخته یوو، او چاره یې څه ده؟

لېکوال: ډاکټر نریش، ودالاماني- روانشناس ژباړه: شمیم اتل د ژوند په اوږدو کې موږ ټول د ځینو عواملو له کبله لکه د یو نژدې کس مړینه، په مینه کې ماتې، مالي تاوان، او نور شخصي ناورینونو له کبله له خپګان او خواشینۍ سره مخ کیږو. او ښايي د ډیپریشن احساس وکړو. ډیر خلک کولی شي چې د خپګان له دا ډول عواملو او د خواشینۍ له دا ډول څپو سره مقاومت وکړي. د څو ورځو … نور ولولئ
خواړه

د زیتون غوړي؛ اصلي او بدل یې داسې وپيژنئ

د زیتونو غوړي د زیتونو په شان زیاتې ګټې لري. دا غوړي د سرطان ضد خواص لري او د زیاتو ناروغیو د مخنیوي او د وجود د دفاعي سیستم له پياوړتیا سره مرسته کوي. که اقتصاد مو مناسب وي او وس یې لرئ، له نورو ټولو غوړیو تېر او په دېګ و پخلي کې هم د زیتون له غوړیو ګټه واخلئ. دې ته په کتو سره، چې ټګ ماري ورځ تربلې په دنیا کې زیاتیږي … نور ولولئ
روغه سټه

کله ناکله ولې سترګې بې واکه رپیږي؟ څو علتونه او د ارامیدو لارې یې

د سترګو رپیدل د کوم بد خبر خبرداری نه دی. بلکې په غیرې ارادي توګه د سترګو د شا او خوا عضلاتو انقباض دی چې ګڼ سببونه لري. دا رپیدل کله کم خو کله دومره ډير وي چې ځورونکي شي. د سترګو ستړیا، کم خوبي، د سترګو خشکي، کافي او انرژي لرونکي څښاک له حد نه زیات کارول، د وجود د اوبو کمیدل، او یا د الکولو کارول یې سبب کیږي. خو د سترګو د … نور ولولئ
روغه سټه

نهه خوراکي توکي چې د ويښتو له سلامتۍ او ودې سره مرسته کوي

• لیکواله: ډاکتره ګیتانجلي – د تغذیې متخصصه • ژباړه : شمیم اتل د ویښتو توییدو ته ښځې او سړي یو ډول خپه کیږي، ځکه پر نورو روغتیايي ګټو سربیره د دواړو ډلو د ظاهري بڼې او څیرې لپاره مهم دي. هر څوک هېله لري چې روغ ، ډک او ښکلي ويښته ولري. دا سمه ده چې په بازار کې تاسو د ويښتو د ښو ساتلو لپاره بیلابیل تیل، کریمونه، شامپوګانې او نورو تولیدات موندلی … نور ولولئ
خوندیتوب

څه وکړو چې ګرمۍ او توده هوا کې ارام خوب وکړی شو؟

سږنی اوړی نه یوازې په افغانستان بلکې د اروپا او نړۍ په نورو هیوادونو کې هم تر پخوانیو هغو ډیر ګرم دی. د ورځې خو بیا هم یو چاره کیږي خو د شپې له خوا کله چې سړی خوب ته اړتیا لري ، ګرمي او لوړه تودخه خوب ګډوډوي او که ماشې هم ورسره مله شي نو بیا خو د سړي ټوله شپه په ویښه تیریږي . دلته ځینې په تجربو ثابتې شوې سپارښتنې درسره … نور ولولئ
خواړه

د څښاک دا پنځه شیان مو په ګرمۍ کې ذهناً او جسماً روغ ساتي

هغه سیمې چې د اوړې په موسم کې يې هوا ګرميږي، ددې ترڅنګ چې خلک په کې په جسمي او ذهني ډول د ګرمۍ احساس کوي، روغتیايي څېړنې وايي چې ځينې روغتیایي ستونزې هم له ځان سره راوړي. د بېلګې په ډول د خوب په نظام کې ستونزې رامنځ ته کیږي، د فکر کولو ځواک زیانمنوي او ځينې نورې ستونزې هم زېږوي. روغتیا پالان وايي، اړینه ده چې د ګرمۍ په موسم کې داسې غذاګانې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

په اینټرنیټ کې د خپلې ناروغۍ د نښو لټون خپله یو ډول ناروغي ده

سایبر کوندریا (Cyberchondria ) یا اینټرنیټ کې د خپلې ناروغۍ د نښو د لټون څخه پیدا شوی اضطراب او اندېښنه، د تشویش او انګیزایټۍ یوه نوې بڼه ده چې په وروستیو لسیزو کې د انیټرنیټ په راتګ په خلکو کې زیاته شوې. په نړۍ کې ګڼ روغتونونه وايي، د دوی ډیر وخت هغه ناروغان نیسي چې په اینټرنیټ کې د خپلې روغتیا او خپلې ناروغۍ د نښو لټون په سخت تشویش کې اچولي او پر … نور ولولئ
خواړه

ډیره مالګه او غوښه خوړل د زړه او شکر په ناروغیو د مړینو سببونه دي

په زیاته اندازه د سرو شویو او پروسیس شویو غوښو او ډیرې مالګې خوراک او په کمه اندازه د وچې میوې/ تخمونو خوراک د هغو کسانو ترمنځ له عامو عادتونو څخه دی چې د زړه د ناروغۍ، سکتې او یا شکرې په ناروغۍ مري. دا خبره په هغه  څیړنه کې شوې ده چې په یو امریکايي طبي ژورنال کې خپره شوې. څیړونکو په دې څیړنه کې لس ډوله خواړه او د زړه د حملې، سکتې … نور ولولئ