کورنی ژوند

ولې ځینې حقیقتونه نه شو ویلی؟

موږ په پښتو کې یو متل لرو، چې وايي: ریښتیا ویل ترخه دي. د ځینې حقیقتونو ویل ترخه وي او یو کس یې نه شي ویلی، ځکه له ویلو څخه یې ویره لري، دا چې ولې د ځینې حقیقتونو له ویلو څخه ویره لرو او د دې ویرې لاملونه څه دي او ایا ټول حقیقتونه باید وویل شي او که نه؟ په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي. ځینې وختونه داسې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کلي نجونې او میرمنې ولې د ښار د مېرمنو په پرتله تیز رنګ جامې او سینګار خوښوي؟

په کلیو کې مېرمنې او ښځې تل تیز او روښانه رنګ جامې اغوندي او تیز رنګ سینګار کوي او تیز رنګونه خوښوي، خو د دې خلاف په ښارونو کې بیا نجونې او مېرمنې تیز رنګونه نه خوښوي او هڅه کوي، چې پیکه او ساده رنګ جامې او سینګار وکړي. دا چې ولې د کلي مېرمنې تیز رنګونه خوښوي او ښاریان بیا پیکه او ساده رنګونه خوښوي په دې لیکنه کې مو بېلا بېل نظرونه را … نور ولولئ
کلتور او هنر

شعر الهام دی که ریاضت؛  له ځوان شاعر هارون حکیمي سره مرکه

مرکیاله: شبانه پوپلزۍ  مرکه کیدونکی: هارون حکیمي هارون حکیمي د پښتو ژبې له تکړه شاعرانو څخه دی، چې شعر یې ډېر مینوال لري او لوستونکي یې له شعر څخه خوند او پیغام اخلي. حکیمي له ژوند سره تړلې شاعري کوي او د هیواد اوسنی حالت د شعر په ژبه بیانوي. دا چې ښاغلي حکیمي شاعري څه وخت او څنګه پیل کړې د ده د شاعرۍ په اړه یې له ده څخه په دې مرکه کې … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

د ټولنې هغه کړنې چې په ماشومانو ناوړه اغېزه کوي

د لویانو تر څنګ زموږ په ټولنه کې کوچنیان هم له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، زموږ کوچنیان د کوچنیوالي له حقوقو څخه بې برخې دي؛ دوی وهل کېږي، ډبول کېږي، سخت او شاقه کارونه پرې کېږي. له زده کړو بې برخې کېږي، له مینې بې برخې پاتې کېږي او ځورول کېږي. دا چې دا حالت په راتلونکي کې پر ماشومانو کومې ناوړه اغېزې لري او دا ماشومان څه ډول لویږي په … نور ولولئ
ژوند بڼه

«نه» ویل زده کړئ

ډېری کسان به مو لیدلي وي، چې نه ویل یې په خوله کې نه وي او نه شي کولای، چې چاته نه و وایی. دا چې ولې ځینې کسان ( نه) نه شي ویلای لاملونه یې څه دي او څه باید وکړو چې نه ویل زده کړو په دې اړه په دې لیکنه کې معلومات تر لاسه کړئ. ( نه ) ویل هغه څه دي، چې ځینې وختونه په ځینې موضوعاتو کې ورته اړتیا پیدا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

لیکوالي په ټولنه کې څه ارزښت لري؟

لیکوال د یوې ټولنې له پاره څه ارزښت لري او زموږ لیکوالانو تر کومه حده خپله دنده اجرا کړې؟ لیکوال هغه څوک دی، چې د یوې ټولنې د بدلون لامل ګرځي. لیکوال د خپل قلم په واسطه د یوې ټولنې ناخوالې نیمګړتیاوې، حقیقتونه، ضرورتونه، دودونه، هنرونه، تجربې او هر هغه څه چې زموږ په ورځنیو چارو کې را منځته کېږي وړاندې کوي. لیکوال دی، چې په یوه ټولنه کې د ټولنې د وګړو افکارو ته … نور ولولئ
روغه سټه

د هډوکو د کمزورۍ لاملونه، نښې او درملنه یې

د هډوکو کمزوري یا Osteporosis څه شی دی او څنګه پیدا کېږي؟ ځینې کسان به مو لیدلي وي، چې په ډېر کم عمر کې هم د هډوکو له درده ځوریږي او کړیږي او یا یې هم په کوچنۍ ضربې سره هډوکي ماتېږي دا چې یو انسان کله او ولې له دا ډول ستونزو سره مخ کېږي لاملونه یې څه دي په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي. دا ناروغي په دې … نور ولولئ
روغه سټه

د ویښتو له پاره د الویرا ګټې

ډېری کسان د ویښتو له بېلا بېلو ستونزو سره مخ وي، چې د ځینو سر بخار لري، ځینې بیا د ویښتو له ډېر غوړوالي او ځینې نور بیا د ویښتو له تویدو او کمزورتیا څخه ځوریږي. تر ډېره ځوانان له دې ستونزو سره لاس او ګریوان وي او له دې ستونزو څخه ځوریږي. دا چې څه ډول باید له دې ستونزو څخه ځان و ژغور، چې سر مو بخار و نه کړي او ښکلي ویښته … نور ولولئ
خوندیتوب

که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ

ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې داسې ډېر ځوان خلک هم شته، چې د حافظې له کمزورتیا سره مخ دي او ژر یې هر څه له یاده وځي، دا چې د دې ستونزې لاملونه څه او څه باید وکړو چې په دې ستونزه اخته نه شو … نور ولولئ
اقتصاد

افغان ښځې: د لاسي صنایعو جوړولو له بازاره ناخوښه یوو

ځینې افغان میرمنې وایي، په لاسي کارونو کې ښه وړتیا لري، خو د دوی تولیدات په بازارونو کې خرڅلاو نه لري! افغان ځوریدلې او خواري کښه میرمنې، چې له بېلا بېلو وړتیاوو څخه برخمنې دي. د کور د کارونو، زده کړو، دندو او نورو فعالیتونو تر څنګ په لاسي کارونو کې هم له خورا زیاتو وړتیاوو څخه برخمنې دي. لاسي کارونه لکه: خامک دوزي، ګلدوزي، اوبدنه او خیاطي غالۍ اوبدنه او … د افغان میرمنو … نور ولولئ