ځوانان او زده کړې

ماشوم او محرومیت؛ مور او پلار باید کوم ټکي په پام کې ونیسي!؟

  داسې ډېری کورنیو کې ماشومان شته چې د کمۍ او محرومیت احساس کوي، دا احساس هم خپل دلایل لري. هر مور او پلار ته دا اړینه خبر ده چې د خپلو ماشومانو ترمنځ توپیر ونه کړي، ځکه همدا توپیر ماشوم ته د کمۍ احساس پیدا کوي. هر ماشوم ته مور او پلار باید ارزښت ورکړي ترڅو یې پر ځان اعتماد او باور لوړ شي، که ماشوم ته ارزښت ورنه کړو راتلونکې کې د ډېرو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کله چې مو لور پیدا شي؛ یوه پاکه اراده، احساس او اقدام 

کله چې راتلونکې کې مې لور پیدا شي د نورو په شان یې نه پټوم، د وۍ په ویلو سره یې نه غواړم ژوند پیل کړم. کله چې مې لور پیدا شي، د ماشومتوب نه دومره په غېږه کې نیسم ترڅو هیڅکله اړه نشي چې د نورو غېږه ته لاړه شي. زه نه غواړم یوازې د مور په حیث ورسره اوسم غواړم ملګرې یې اوسم کله چې کومه ستونزه ولري د دې پر ځای چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه کولی شو له اندېښنو ځان خلاص کړو؟

داسې ډېر وګړي شته چې وایي، لۀ اندېښنو ځان نشم خلاصولای، تل اندېښمن یم، نور نو تر پوزې راغلی یم او نور… خو نه! داسې نده د نړۍ پۀ کچه داسې هېڅ څۀ نشته چې شوني نۀ وي، ځکه هر څه خپل درملنه لري او د اروایي ستونزو درملنه بیا لۀ درملو ورهاخوا پۀ خبرو او اروا درملنه باندې کیږي. په نړۍ کې د ناشوني پۀ نوم کوم څۀ شتون نۀ لري د بېلګې پۀ … نور ولولئ
روانې سلامتي

له خوب وړاندې دا فکرونه له ذهن وباسئ او ارام خوب ولرئ

  کله چې د شپې ویده کېږئ، نو لومړۍ خپل منفي فکرونه له ځانه لرې کړئ، ځکه کله چې ذهن کې مو هر ډول فکرونه وي هېڅکله تاسې نه پرېږدي چې ارامه ویده شئ. ـ هره شپه له خوب نه مخکې مو که هر څومره فکر کړئ وي، خو سر له نن شپه یې پیل کړئ نور خپل د تېر وخت غلطيو په هکله فکر مه کوئ، ځان مه ځوروئ، که هر څومره بل څوک … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه عذر غوښتنه چې موخه یې پښېماني نه وي

  باید دا زده کړو چې څنګه له کوم چا څخه بښنه وغواړو، ځکه دا مهمه ده چې باور بېرته ترلاسه کړو. خپله بښنه یوه پروسه ده چې سړی بل ته د زیان رسولو مسوولیت مني، پښېماني څرګندوي. ځینې انسانان خپل منځو کې ستونزې پیدا کوي یا کومه غلطي کوي، خو وروسته بیرته بښنه یا عذر غواړي، خو دا بښنه غوښتل یې له زړه څخه نه وي فقد په خوله وایي دا چې موږ په … نور ولولئ
ژوند بڼه

د نجلۍ ودودلو پر مهال دا لارښونې باید په پام کې ونیول شي!

  کله چې غواړو یوه نجلۍ واده کړو، که هغه مو خور وي یا لور ځینې اړینې خبرې دي چې باید ورته وویل شي. ـ تر ټولو اړینه مسئله داده لومړی، هېڅکله باید خپل خور یا لور په کم سن کې واده نه کړو؛ ځکه راتلونکې کې ډېرې ستونزې سره مخ کېږي حتا د مرګ لامل یې هم کېدای شي. ـ د واده نه مخکې باید له نجلۍ څخه وپوښتل شي چې ایا اوس واده … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ماشوم ذهني وروسته والی څه دی؟

صدیقه پوپلزۍ اراواپوه عبدالجلیل امرخېل لۀ کور څخه مې د دندې پۀ لور حرکت وکړ، هوډ مې کړی وو چې نن به پیاده او پۀ قدم وهلو تر کار ځایه پورې ځان رسوم، مزل مې پیل کړ نیمې لارې ته به نۀ وم رسېدلې چې یوۀ جالب ماشوم ته کې پام شوم، چې پۀ پوره ډول یې د نورو ملاتړ ته اړتیا لرله، بایسکلک کې ناست وو لۀ خولې یې لاړې راتللې خلاصه ډېر مې … نور ولولئ
ژوند بڼه

درناوی د ګډ ژوند اړین اصل دی

  د ژوند په هره برخه کې درناوی ډېر مهم وي ځکه کومې کورنۍ کې چې درناوی او صمیمت نه وي مینه هم شتون نه لري، درناوی او مینه د یوې اړیکې اساس او تهداب جوړوي، چې دواړو لورو ته اړینه ده. درناوی په مینه او محبت کې زیاتوالی راولي، هېڅکله نه پرېږدي اړیکه خرابه یا له منځه لاړه شي. درناوی زموږ اروایي روغتیا ته ګټه رسوي، روح او روان مو ښه ساتي، د ګډ … نور ولولئ
ژوند بڼه

د اولادونو ترمنځ ولې توپیر کوو؟ یو لامل ارواِيي او عاطفي ستونزه ده!

  داسې ډېرې کورنۍ شته چې د اولادونو ترمنځ توپیر کوي یو نسبت بل ته برتري ورکوي چې دا خبره د کور منځ کې ستونزه پیدا کوي او نفاق جلاوالی منځ ته راولي، خو دا چې ولې مور او پلار توپیر کوي خپلو ماشومانو منځ کې ځینې دلیلونه لري. ـ یوه لویه ستونزه ښایي دا وي چې د کورنۍ ځینې غړې اروایي او عاطفي ستونزې لري، له همدې کبله نشي کولی د دې خبرې ستونزه … نور ولولئ
ژوند بڼه

کله چې خاوند حساس شي څه وکړو؟

د خاوند حساسیت، غوصه کېدل، ژر ژر قهر او تاوتریخوالی ګڼ شمېر لاملونه لري. کۀ یوازې پۀ حساسیت خبرې وکړو نو څو شیان ښایي ددې مسئلې لامل شي، یاني دا ستونزه خپل لاملونه لري چې کۀ یې لاملونه وسپړو او تر کنټرول لاندې یې راولو نو مسئله به هم حل شي. لومړی لامل یې ښایي لۀ کورنۍ سره ستاسو حساسیت وي، یاني مېرمن به لۀ خواښې، خسر، لېورونو او نورو خپلوانو سره حساسیت لري همدا … نور ولولئ