ټولنیز ژوند

څنګه ځان خوښ ساتلى شو؟ ۸ خبرې

د ځان د خوشحاله ساتلو لپاره ځینې لارې چارې دي چې دلته یې درته وایو: ۱: د امریکا د یېل پوهنتون د دماغي زده کړو او روانپوهنې پروفیسوره لوری سانتوس وایي: خوشحالي داسې څه نه ده چې پخپله کېږي، بلکې که موږ یې تمرین وکړو، نو دایې ښه لاره ده. دا وایي: ساینس ثابته کړې چې د ځان خوشحالول یو ډول خوارۍ ته اړتیا لري دا اسانه کار نه دی، وخت غواړي نو غوړه لاره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې د نورو عیبونه پلټو؟

د عیبونو پلټل یو له اخلاقي ناروغیو څخه ده چې له هر ډول فکرونو څخه پیدا کېږي، دلته یې څو ډولونو ته اشاره کوو: ۱- د کمترۍ احساس کول: د عیب لټولو یو لامل د کمترۍ احساس کول دي، هغه څوک چې هر ډول عیبونه لري او د کمۍ احساس کوي، نو غواړي چې د نورو خلکو عیبونه فاش کړي او د هغه په وسیله خپل عیب پټ کړي. مثلاً یو زده‌کوونکی د دې لپاره … نور ولولئ
خواړه

قهوه دا څو مهمې ګټې هم لري

له اوبو څخه وروسته دویم د څښلو څیز قهوه ده، د قهوې ښایسته بوی له ترخه خوند سره د دې سبب شوی چې ټول یې وڅښي، شنه قهوه او همداسې هر ډول قهوې ډېرې ګټې لري، سربېره پر دې چې د خوب په لمنځه وړلو کې ګټه د بدن لپاره نورې روغتیایي ګټې هم لري. ۱: قهوه مو ذهني ځواک لوړولای شي. قهوه د دې سبب کېږي چې انسان د ستړیا لږ احساس وکړي، ځکه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بريا پر دغو معنوي قوانينو باید پوه اوسو

هره ننګونه خپل له ځانه یو حکمت لري او د بریا او پرمختګ لپاره یو فرصت دی. ستاسو دباندې نړۍ ستاسو دننه ښکاروندويي کوي هر هغه څه چې دباندې نړۍ کې تجربه کوئ، ستاسو خپل د باورونو او افکارو نتیجه ده. که خپل منفي افکارو ته دوام ورکړئ یا هم تل منفي فکرونه وکړئ، نو هېڅکله به مو ژوند له اوس مهال څخه ښه نه شي او نه به خپل ژوند کې پرمختګ وکړئ. تر … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د نورو پر وړاندې څنګه په جرئت خبرې وکړو؟

له دې وجې چې د ټولو مخکې خبرې وکړم، وېرېږم؛ ځینې وخت حتا داسې فکر کوم چې په ستوني کې مې کوم څه بند دي چې زما د خبرو خنډ ګرځي؛ بڼه مې بدلون کوي؛ داسې احساس کوم چې رنګ مې سور شوی؛ خولې کېږم؛ پښې او لاسونه مې رېږدي؛ ډېر پښېمانه کېږم چې ولې مې خبرې وکړې؟ د دغو ټولو د حل لاره څه ده؟ تر ټولو لوی ارواه پوه حضرت علی رض فرمایي: … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د انقره علي شير نوايي جومات.

ليکنه: صديقه پوپلزۍ په شبرغان ولایت کې په ترکي جوړښت انقره علي شیر نوایي په نامه جومات جوړ شو. دا ډېر یو لوی او ښایسته جومات دی، د لومړي ځل لپاره دومره لوی جومات په شبرغان کې جوړ شوی چې ټول وګړي یې د لمانځه لپاره ورځي، حتا ځینې کسان یې له بهره هم د لیدلو لپاره ورځي. د کریم رسول شرکت جوړولو مسوول انجینیر محمد صابر عارفي وایي: “چې دا مسجد په پینځه جریبه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه لارې چارې چې د زده کړو او ښه درس ویلو کې مو له ستړیا ژغوري

پوهېږو چې هر څوک د درس ویلو لپاره ځانګړې طریقه لري، خو دلته ځینې هغو ټکو ته اشاره کوو، چې که عملي یې کړو، نو نه به ستړي شو او نه به مو لوستی درس له ذهنه ووځي. که د درس ویلو پر مهال ستړیا احساسوئ: — که غواړئ چې د درس ویلو پر وخت ستړي نه شئ، نو باید چې په یوه آرامه کوټه کې کېنئ او له کوم استرس (فشار) پرته درس ویل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له مور سره د ماشوم عادت (وابسته) کېدل – له ارواپوه سره د یاران مرکه

دا په ماشومانو کې یو داسې عاطفي تړاو دی چې ډېری میندې و پلرونه یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، دا چې ماشومان ولې په مور و پلار پورې تړل کېږي په همدې اړوند مو له استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې هیله ده تر وروستیو یې راسره ولولئ. پوپلزۍ: استاد له مور سره د ماشوم عادت کېدل په څه مانا دي؟ استاد عظیمي: له مور سره د ماشوم عادت کېدل که څه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څه ډول له ستونزو نه ځان خلاص کړو؟

ليکنه: صديقه پوپلزۍ څه ډول له ستونزو نه ځان خلاص کړو؟ په کومې نړۍ کې چې موږ ژوند کوو په هغه کې زحمتونه او غمونه شته او دا غمونه د ژوند یوه برخه ده. که ددې ستونزو اصلیت هر څه وي خو موږ باید څه ډول غبرګون وښایو او خپل ځان په وړاندې یې وبایلو او یا هم ورسره مبارزه وکړو نو که غواړو چې ددې ټولو ستونزو څخه ځان خلاص کړو یا هم زموږ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د برياليو او ناکامو خلکو ترمنځ توپير

بریالي خلک: ۱ – تل د خپلو په اړه فکر کوي چې څه ډول پلان ورته جوړ کړي او څنګه یې عملي کړي. ۲ – کوم بدلونونه چې یې په ژوند کې راځي، په خوښۍ یې نمانځي او تل خپلې د بریا لپاره مننه کوي. ۳ – کله چې یو کار ترسره کوي، که سخت وي که آسانه هېڅکله د پلمې په لټه کې نه وي، فقد خپل کار په سمه توګه مخ په وړاندې … نور ولولئ