خوندیتوب

په کرونا اخته کسان پړمخې پرېباسي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ دا پخوانۍ تګلاره ده. هغه کسان چې د نفس‌تنګۍ په ناروغۍ اخته دي، مرسته ورسره کوي، چې ښه ساه وکاږي. په بله وینا دا ډول پرېباسل سبب کېږي چې ډېر اکسیجن سږي ته دننه شي. خو دا ډول بیدېدل زیانونه هم لري. مخ په خیټې (پړمخې) بیدېدل له لاتیني کلمې (پرونوس) څخه اخیستل شوې چې مخ په وړاندې ټیټېدلو ته وایي. د څو ساعتونو لپاره ناروغان په خیټې باندې پرېباسي چې کوم … نور ولولئ
ادبیات

د هوس او مینې ښکاره توپیر

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ یو میین هره شپه له سینده تېرېده او د معشوقې دیدار ته به یې ځان رساوه. د دوی له لېونۍ مینې څو میاشتې وروسته یوه شپه چې عاشق او معشوق د څراغ رڼا ته سره ناست وو، عاشق وویل: په کیڼه سترګه کې دې یو داغ وینم! معشوقې ورته وویل: کور ته چې ځې له سینده په لامبو مه تېرېږه، بېړۍ ته ځان ورسوه چې په خیر واوړې! میین ورته … نور ولولئ
پوهنه

بایپولر (bipolar) او نښې یې

مرکه: صدیقه پوپلزۍ کېدای شي په لومړي ځل مو د بایپولر نوم اورېدلی وي، هو دوستانو دا خبره ما ته هم نوې وه، څه موده وړاندې مې له یوې مېرمنې سره وپېژندل، هغې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، لویه دنده یې لرله او له ۱۰۰ ډېر کارکونکي یې تر کنټرول او مشرۍ لاندې وو، سربېره پر دندې یې درس هم وایه، خو ډېره روغه نه راته ښکارېده. پوښتنه مې ترې وکړه چې خپل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر ځان باور داسې ولرئ

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ پر ځان د باور لوړولو لپاره ډېرې لارې شته. پر ځان د باور لوړول داسې څه نه دي چې په یوه شپه کې ممکن شي. د لیدلو او پړېکړي نیولو کې هم نه زیاتېږي، نو په دې برخه کې ځینې یې ځینو لارو ته اشاره کوو:  ځان ساتنه له ځانه ساتنه هغه پایه او اساس دی چې پر اساس یې نورې لارې د ځان باور لوړولو لپاره ټینګې دي. پرته له خوښۍ … نور ولولئ
پوهنه

منار جام

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ منار جام له خښتو جوړ شوی، د نړۍ دویم منار دی، چې د غور په شهرک او ولسوالۍ کې تقریباً له اتو سوو کلنو څخه په برم سره ولاړ دی، چې د ۱۱۶۳ع څخه تر ۱۲۰۲ ع پورې د غوري پاچا «سلطان غیاث الدین غوري» له خوا ودان شو. د منار بېخ دایروي دی چې د یوه مدار تر پوره کېدو وروسته د دويم مدار د بهرنۍ خوا پلنتیا لږ شوې ده. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دارلمان ماڼۍ

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ کله به مې چې د دارلمان ماڼۍ نوم اخیست، نو ذهن ته مې د یو خراپ ځای تصویر راتلی، ځکه ځینې وخت چې تللم هماغسې مې لیدلی وو، خو له نیکه مرغه هغه خراپ شوی ځای اوس جوړ شو. دارلمان ماڼۍ یو له پخوانۍ ماڼیو څخه ده، چې د کابل په چهاردهي حوزه کې یعني دارلمان کې چې مخکې د افشارو تپه نومېدل موقعیت لري. په ۱۹۲۰م کې د امان الله خان … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اضطراب (پټه وېره) پېژنئ؟ په اړه یې دلته ولولئ

مرکه: صدیقه پوپلزۍ موږ ټولو په مکتب او پوهنتون کې ازموينې ورکړې، خو ځينې محصلين د ازموينې پر وخت ډېر ډارېږي چې همدا پټه وېره او اضطراب يې د ناکامۍ سبب کېږي. يو خو عادي وېره ده چې له موږ ټولو سره ده او هغه وېره زموږ په گټه هم ده، خو که دا وېره ډېره شي، نو موږ ته د ژوند په هره برخه کې زيان رسوي.  په ښوونځي کې زموږ يوه ملگرې وه ښه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ناسم باورونه

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ د ناسمو باورونو شمېر بېخي ډېر دی. تاسو هم هغه څه چې مو له مور، پلار، ښوونکي، ملګري او یا د ماشومتوب او ځوانۍ پر مهال زده کړي، ممکن ناسم باورونه وبلل شي. اولاد کله ناکله مستقیماً د پلار او مور ناسم باورونه تعقیبوي، مثلا هغوی درته وایي: (هلکان نه ژاړي) یا (ښې نجونې نه په غوسه کېږي)، خو د موقع پر اساس درباندې پرله‌پسې نیوکې کېږي، چې ناسم باورونه پیدا کوي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که په خپلو عیبونو پوهېدل غواړئ

‌لیکنه: صدیقه پوپلزۍ ځینې خلک داسې عادت لري چې تل په نورو پسې ګوري، مثلاً  پلانکی څه کوي او ولې یې داسې وکړل، تل پر مقابل لوري انتقادونه او نیوکې کوي، خو بیا خپل ځان ور څخه هېر وي. په داسې حال کې چې تر ټولو زیات پخپله په ډېرو روحي او ټولنیزو ناروغیو اخته او له عیبونو ډک وي. د اسلام سپېڅلي دین د نورو مسلمانانو د عیبونو پلټل حرام بللي او د بل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د داسې شخصیتونو په اړه به مو نه وي لوستي؛ دلته ولولئ

راټولونه: صدیقه پوپلزۍ د بشر په تاریخ کې داسې شخصیتونه هم تېر شوي: ۱ـ ناپلئون بناپارت: ـ د لوړ قد خاوند و، بې پروا خو ډېر زړه‌لرونکی (شجاع) انسان و او د هر څه او هر چا درناوی یې کاوه. ۲ـ فیدل کاسترو: ـ وړیا خدمتونه یې کول او له ناروغانو سره یې هم په درملنه او صحي برخه کې مرسته کوله. ـ قوم‌پرسته نه و، ټول خلک ورته یو ډول وو، پوهنتون یې له … نور ولولئ