ادبیات

پښتو ورځ؛ پښتو وایو، پښتو لیکو

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ نن د جوزا ٩ چې د مې میاشتې له ٢٩ سره سمون خوري، د پښتو او مورنیو ژبو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۱۹۹۰ز کې د یونسکو له خوا وړاندیز او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شوه. له ۲۰۰۲م راپدېخوا، دغه ورځ د مورنۍ یا پښتو ورځې د نړیوالې ورځې په نامه نمانځل کېږي. موخه یې دا ده چې د نړۍ ټولې ژبې، چې خلک … نور ولولئ
پوهنه

شيزوفرنيا پېژنئ، په دې مرکه یې در پېژنو

مرکه: صدیقه پوپلزۍ ښایي اورېدلي مو وي چې ځینې کسان وایي ولې یم، پيغمبر یم، ولسمشر یا د فلم ستوری یم او داسې نور، زه چې کله د استاد عظیمي د مشاورې مرکز ته ورځم له یوه نیم داسې ناروغانو سره مخ کېږم. هغه ورځ له یوې مېرمنې سره مخامخ شوم، چې همدا ناروغي یې لرله او په اصطلاح پرته یې ویل، ما ورته وویل، چې دلته د څه لپاره راغلې یې او دا ښځه … نور ولولئ
افغانستان

کرونايي ماحول او اختر؛ د څو ولایتونو له رواجونو مو خبروو

د یوې میاشتې پرهیزګاري، عبادت او د تندي او لوږي ختمېدو سره د بلې ورځې پیل ته اختر وایي، چې اختر د ورور ګلوي نښه ده، د انسانانو جسمي او روحي غوښتنه پوره کوي، د یووالي پیغام راوړونکی دی. لکه څنګه چې سږکال کوچنی اختر د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال راورسېد. او د ویروس له کبله له مخکنیو اخترونو څخه بېل دی او لمانځل یې هم په ولایتونو او هم په کابل کې … نور ولولئ
ادبیات

د افغانستان کلتور/ فرهنګ (تنوع)

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ افغانستان یو غرنۍ او تاریخي هېواد دی، چې مخینه یې د ډېرو حادثاتو او واقعاتو ګواه دی. پوهانو کلتور ته بېلابېل تعریفونه ورکړي. د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، ژبه، موسیقي، کالي، ودانۍ، ادب، ارمانونه، خوبونه، لنډه دا چې د ټولنیز ژوند ټول اړخونه د هغوی کلتور جوړوي. افغانستان یو په زړه‌پورې او د امېل کلتور او فرهنګ درلودونکی دی، چې تر اوسه ډېرو ټکو پکې بدلون موندلی دی، خو له … نور ولولئ
پوهنه

د کرونا له فشار (اسټرس) سره د محصلانو او زده‌کوونکو مقابله

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ د امریکایي ارواپوهانو ټولنه په ټوله نړۍ کې د مکتبونو تړل کېدو سره، زده‌کوونکي د یو ډول بې ساري بدلون سره مخ دي. ستاسې درسي صنفونه هم کېدای شي اوس مهال په انلاین ډول وي، امکان لري شرایط همداسې وي چې تاسې باید کور کې پاتې شئ، کور کې شاید زموږ زړونه د ملګرو پسې تنګ شي او زړه به مو ونه غواړي چې مطالعه وکړو. یا هم داسې ځای کې اوسېدو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له پېښې وروسته سټرس (PTSD) څه دى؟ په دې مرکه پرې غږېدلي یو

نن سبا ډېری افغانان په PTSD اختلال یا اروايي ګډوډۍ اخته دي، چې هم خپله ترې ځورېږي او هم یې کورنیو ته ستونزې پیدا کړي. وړاندې له دې چې قرنټین وضعه شي د استاد عظیمي د اروايي مشورو مرکز ته تللې وم او هلته مې یو کس ولید څلور میاشتې وړاندې غلو تښتولې وه او پيسې ترې لوټ کړې وې. سړی د ۴۰ کلونو مالومېده او دا خبره یې کوله چې، تر اوسه یې هم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د افغانستان ملي موزيم مخينه

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ د مې په اتلسمه، چې د غوايي له ۲۹ مې سره سمون خوري، د موزيم نړيواله ورځ ده، چې په مختلفو هېوادونو کې نمانځل کېږي. افغانستان هم يو له دې هېوادونو څخه دی، چې اړين آثار په خپل زړه کې لري. د افغانستان د ملي موزيم بنسټ په ۱۲۹۷ لمريز کې د کابل په باغ بالا کې کېښودل شو، چې په لومړيو کلنو کې «عجايب خانه» نومېده، يوازې هغه آثار، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سوله؛ هغه څه چې هر انسان یې غوښتونکی دی

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ سوله یوه سپېڅلې کلمه ده او د الله ج د ټولو مخلوقاتو لپاره اړینه او طبیعي غوښتنه ده، انسان تر نورو زیات سولې او آرامي ته اړتیا لري. سوله هغه تړون دی چې جنګ او شخړې پرې ختمېږي، ځکه یې نښه هم کوتره ورته ټاکلې چې آزاده و اوسي او په ازاده هوا کې وزرې ورپوي. سوله د جنګ، جګړو ځای ته ځان ور رسوي او د خلکو د کلونو ویر او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کورنۍ څه ده؟ هغه افراد چې ترمنځ یې مینه، درناوی او عاطفه وي

کورنۍ د یوه ټولنیز ارګان او د ټولنې اساسي واحد دی او د تمدن لومړنۍ نښه ده. د یوه کور له غړو څخه کورنۍ جوړېږي، لکه مور، پلار، خور، ورور او… کورنۍ له هغه ټولنیز واحد څخه عبارت دی چې یو نارینه او ښځینه له واده کولو وروسته رامنځته کېږي او یا هم د هغو وګړو مجموعې ته کورنۍ ویل کېږي چې د یوې ځانګړې موخې لپاره تر یوه چتر لاندې ژوند کوي. او په … نور ولولئ
پوهنه

ټکنالوژي او د انسانانو پر ژوند یې اغېزې

ژباړه او زیاتونه: صدیقه پوپلزۍ ټیکنالوژي د اطلاعاتو، وسایلو او تخنیکونو هغه ټولګه ده، چې د علمي تجربې بڼې څخه سرچینه اخلي، او د عملي تولیداتو، سیسټمونو او هراړخیزو خدمتونو په بڼه ارایه کېږي. د دې تعریف نه دا جوتېږي، چې ټیکنالوژي لومړۍ علمي بڼه لري او وروسته عملي بڼه خپلوي، چې د ژوند هر اړخیزې برخې چاپېره کوي. انسان په لومړیو کې د ارتباط جوړولو لپاره د لمس کولو څخه او د مخ حرکاتو … نور ولولئ