سیاست

فارس خلیج ته برتانوي ځواکونه رسیدلي او له امریکايي عسکرو سره یوځای شوي

پارس خبري اژانس د ناتائید شوو راپورونو په حواله وايي، چې فارس خلیج ته د برتانیا ځانګړي ځواکونه رسیدلي او هلته د ایران ضد امریکايي عسکرو سره یوځای شوي دي. سنډی ایکسپریس وايي، برتانوي ځانګړي ځواکونه به د امریکايي ځواکونو سره په ګډه خلیج کې د هغه تجارتي بیړیو امنیت خوندي کړي، چې د واشنګټن او متحدینو په وینا، د ایران له لورې ورته ګواښ متوجه دی. رپوټ وايي، چې برتانوي ځواکونو همدا اوس د … نور ولولئ
افغانستان

ګانګرس: مودي ناکام دی؛ رسمي پایلې به مو حیران کړي

هندوستان کې پارلماني ټاکنې پرون پای ته ورسیدې. دا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو پراخه ولسواکې ټاکنې وې، چې تر ۹۰۰ میلونه ډیرو خلکو پکې رایه ورکړه. له رایه اچوونې وروسته، د خلکو نظر پوښتنه ښيي، چې د سږکال د ټولټانکو زیاتې رایې یو ځل بیا د لومړي وزیر نریندرا مودي ډلې بي جي پي ګټلي؛ خو کانګرس وايي، دا هسې افواهات دي. ټاکل شوې، چې د ټاکنو رسمي پایلې د مۍ په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نجونو جیګې څپلۍ؛ تاوان يې له ګټې ډیر دی

جیګۍ څپلې یا های هیلز د نجونو د فیشن او لباس اساسي برخه جوړوي. جیګې څپلۍ نجونې ځکه په پښو کوي، چې دنګې او نېغې ښکاره شې؛ سټایلیش او نظر جلبوونکي اوسي. ارواپوهان وايي، نجونې د جیګو څپلیو سره په ځان باوري معلومیږي. خو جیګې څپلې په پښو او ملا کې دردونه پيدا کوي، او ډير کله پلی تګ سختوي. د جیګو څپلیو یا های هیلز عمده زیانونه په دې ډول دي: ۱ـ د پښو … نور ولولئ
په زړه پورې

دا جلۍ څنګه د انسټګرام ملګرو ووژله؟

مالیزیا کې دې ۱۶ کلنې جینۍ وروسته له هغې خپل ځان وواژه، چې په انسټګرام يې ملګرو ورته د ځان وژنې مشوره ورکړه. دیویا ایمیلیا د مالیزیا په سراوک سیمه کې د خپل اپارتمان څخه ځان لاندې غورځولی او وژل شوې. هغې د انستګرام له ملګرو غوښتي وه، چې ددې د ژوند او مرګ په اړه “رایه” ورکړي. د مرګ یا ژوند ترمینځ سروې کې هغې ته ۶۹ سلنه خلکو د مرګ رایه کارولې وه. … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهاروالي: د ولایتي شورا ریس احمد علي حضرت او غړی، اجمل عمر اقتصادي مافیا ده

د ننګرهار والي نن سهار په خپله فیسبوک پاڼه “د اقتصادي خبیثه او انحصاري حلقو افشا” په نوم یوه اوږده مقاله خپره کړې، چې پکې د ننګرهار ولایتي شور ریس احمد علي حضرت او د ولایتي شورا غړی اجمل عمر په اقتصادي انحصار د ولایتي ادارو په کارونو کې په لاس وهنه تورن کړل. والي شامحمود میاخیل وايي، د ولایتي شورا ریس احمدعلي خپل ټول وخت په داخلي او بهرنیو سفرونو او چکرونو تیروي او … نور ولولئ
سیاست

ایران ته د ټرمپ ګواښ: که له امریکا سره ځان وهي، تباه به شي

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران به سخت پيښمانه کړي، که د امریکا د ګټو په ضد اقدام وکړي. ډونالډ ټرمپ چې پرون يې په سپينه ماڼۍ کې خبرې کولې وویل: “موږ به وګورو، چې ایران څه کوي. که يې کوم غلط حرکت وکړ، تېروتنه به وکړي. که يې هر ډول تېروتنه وکړه، سخت به وځوریږي.” ټرمپ د ایران په ضد دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې د یکشنبې په ورځ … نور ولولئ
په زړه پورې

د ګانا لوی مفتي کلیسا ته لاړ او د عیسویانو په مراسمو کې يې ګډون وکړ

په ګانا کې د مسلمانو لګکیو مشر او لوی عالم شیخ عثمان شربتو د عیسوي مذهبو مراسمو کې د ګډون په موخه کلیسا ته تللی او د عیسویانو سره يې د هغوی مذهبي مراسم لمانځلي. نوموړی د ګانا لوی مفتی دی؛ په ګانا کې د مسلمانانو عمومي مشر او د سولي د ملي شورا غړی دی. هغه چې په کلیسا کې د عیسویانو له ځای مشر اندریو کمبیل سره خوا په خوا ناست وه؛ ویلي، … نور ولولئ
سیاست

داعش په هند کې د "هند ولایت" د جوړیدو خبر ورکوي

د رویټرز د خبر په حواله، داعش په لومړي ځل هندوستان کې د (ولایه ی هند) یا د هند ولایت په نوم د یو مرکز د جوړیدو خبر ورکړی. داعش ډلې ته منسوب خبري اژانش، ایماق، د جمعې په ورځ ناوخته په هندوستان کې د ولایت د جوړیدو اعلان وکړ او ويې ویل، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې يې هندي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د داعش له لورې دا اعلامیه … نور ولولئ
افغانستان

د مینې منګل مور: د لور قاتلان يې دوه کاله وړاندې څارنوالۍ د پيسو په مقابل کې خوشې کړل

لیکواله او ژورنالیسته مینه منګل نن سهار د کابل ښار اړوند اتمه حوزه کې ناپيژندو وسله والو په ډزو ووژله. نوموړې د شمشاد او اریانا تلویزون سربیره د هیواد په بېلابېلو رسنیو کې دنده ترسره کړې وه او اوس د ولسي جرګې د کلتوري کمیسون سلاکاره وه. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د مینې منگل د قتل موضوع تر ډیره روښانه ده او عاملین به يې ژر ونیول شي. هغه … نور ولولئ
په زړه پورې

م م: له امریکا پرته، نور ټول هیوادونه غواړي چې پلاستیک بند شي

ملګري ملتونه وايي، د امریکا محتده ایالاتو پرته، تقریباً د نړۍ نور ټول هیوادونه موافق شول، چې د پلاستیکي ګند مخنیوی وکړي. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، پرون د جمعې په ورځ ۱۸۶ هیوادونه هغې موافقې ته ورسیدل، چې له مخې به يې د پلاستیک صادارت او واردات په جدي ډول څارل کیږي، او له پولو (سرحدونو) څخه به د پلاستیکي ګند د اووښتو مخنیوی کیږي. د ملګرو ملتونو د چاپيریال ساتنې د … نور ولولئ