رسنۍ

پاکستاني ټلویزون کې د بحث میلمنو یو بل څملولي

د پاکستان په یو ټلویزوني چینل کې د بحث دوه میلمانه سره ګرم شول، او د خپرونې پرمهال یو بل سره غېږ په غېږ شول. د کراچې په ټلویزوني چینل کې د (افتاب مغیری سره د نیوز لاین) په نوم پروګرام کې د اصف زرداري په نیول کیدو او د فساد په ضد د اوسني حکومت په هڅو بحث روان و. په بحث کې دوه میلمانه، چې يو يې د عمران خان د ګوند (پاکستان … نور ولولئ
په زړه پورې

د یوې نوې څیړنې حیرانوونکې پایلې؛ ولې خلک له پيسو ډکې بټوې بېرته سپاري؟

وايي صداقت تر ټولو غوره پالیسې ده. تازه څیړنې همدا خبره ثابته کړې. دا څیړنه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ساینس په ژورنال کې خپره شوه، پکې له تمې خلاف راغلي، زیات خلک هغه موندل شوې بټوې چې ډیرې پیسې پکې وي، بېرته خاوند ته سپاري. څرګنده ده، چې صداقت او ريښتینولي د ژوند په ټولو برخو کې مهمه ده؛ خو پوښتنه داده، چې ایا خلک موندل شوې بټوې بېرته سپاري؟ ایا په … نور ولولئ
اقتصاد

د ټرمپ لور او زوم تېر کال ۱۳۵ میلونه ډالر ګټه کړې؛ له کومه يې کړې؟!

سپينې ماڼې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لور ایوانکا ټرمپ او زوم جیریډ کیشنر د تېر کال د ګټې وټې راپور خپور کړی او ویلي يې دي، چې یادې جوړې تېر کال ۱۳۵ میلونه عاید درلود. د راپور په اساس، د ټرمپ د لور او زوم د عاید سرچینې، د هغوی شخصي ملکیتونه، کورونه، کمپنۍ او هټۍ دي. د ټرمپ لور یواځې تېر کال څه کم ۴ میلونه ډالره د سپنې ماڼې لاندې کوڅه کې … نور ولولئ
سیاست

اسلام اباد: پولیسو د زرداري په کور چاپه اچولې او هغه یې نیولی دی

د پاکستان د حساب ورکوونکې د ادارې د غړو په ګډون، نن پولیس اسلام اباد کې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري کور ته ننوتل او هغه يې د مالي فساد په تور ونیوه. پولیس یواځې یو ساعت وروسته له هغې د زرداري کور ته ننوتل او هغه يې ونیوه، کله چې د اسلام اباد محکمې د نوموړي د نیولو د ځنډ غوښتنه ونه منله. پولیسو د پاکستان پخوانی ولسمشر زرداري د هغه د بچیانو … نور ولولئ
په زړه پورې

حکومت: ډهلي کې میرمنو ته دولتي ټرانسپورت وړیا شو

ډهلي ایالاتي حکومت په یوه بیساري اقدام کې د هندوستان په ډهلي ښار کې ټول دولتي بسونه او میټروګانې د میرمنو لپاره وړیا اعلان کړې. د ډهلي ایالاتي وزیر ارویند کیجریوال نن دوشنبه رسنیو ته ویلي، چې په ډهلي کې به میرمنې وکولای شي، په دولتي بسونو او میټروګانو کې وړیا سفر وکړي. د معلوماتو په اساس په ډهلي کې تر ۴ میلونو خلکو پورې په دولتي بسونو کې تګ راتګ کوي، چې ۳۰ سلنه … نور ولولئ
په زړه پورې

اسرائیلي عسکر په زور مسجد الاقصی ته ننوتي

د الجزیرې د راپور په حواله، د اسرائیلو عکسر او یهوديان نن په زور مسجد الاقصی ته ننوتي او هلته يې د اسرائیلو د “بیت المقدس” د اشغال ورځ لمانځلې. اسرائیل نن په ختیځ بیت المقدس د اشغال ۵۲ مه کلیزه لمانځي. د پروتوکول له مخې، د روژې په وروستیو کې اجازه نه وه، چې د اسرائیل عسکر او یهودیان دې مسجد الاقصی ته ننوځي او هلته دې د فلسطیني مسلمانانو عبادت ګډوډ کړي؛ خو … نور ولولئ
سیاست

عمران خان سره د مودي د دښمنۍ نوی پړاو؛ د لوړې مراسمو ته يې نه دی بللی

د هندوستان لومړي وزیر د لوړې مراسمو ټول ګاونډیان او د نړۍ د کم شمیر هیوادونو مشران دعوت شوي، خو ګاونډي پاکستان ته يې بلنه نه ده استولې. ټاکل شوې، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي د لوړې مراسم د پنجشنبې په ورځ د مۍ په ۳۰ مه ترسره شي. مراسمو ته له پاکستان پرته، د هندوستان ټول ګاونډي هیوادونه او د نړۍ د ځينو هیوادونو استازي بلل شوي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت … نور ولولئ
سیاست

مودي وايي، هندوستان یو ځل بیا وګټله

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته، په یو ټویټ کې خپلو پلویانو ته د مبارکۍ په پلمه لیکلي، “هندوستان یو ځل بیا وګټله”. د هندوستان د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې نن اعلان شوې. د اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي ګوند، بي جي پي، ۳۴۵ څوکۍ ګټلي. د هندوستان ولسي جرګه یا لوګ سبا ټولټال ۵۴۲ څوکۍ لري، چې پنځوس جمع یو يې ۲۷۲ کیږي. دا د … نور ولولئ
سیاست

سعودي له روژې وروسته، درې مشهور دیني عالمان اعداموي

الجزیره د موثقو راپورونو په حواله وايي، چې د سعودي عربستان حکومت به له روژې وروسته ریاض کې درې مشهور دیني عالمان د ترهګرو د ملاتړ په جرم اعدام کړي. د سعودي حکومت او محکومو کسانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې دا درې دیني عالمان، شیخ سلمان العوده، اواد القرني، او علي العمري نومیږي، او له روژې وروسته به اعدام شي. د سعودي حکومت په رسمي ډول د خبر د رد یا تائید په اړه … نور ولولئ
ژوند بڼه

شریک ژوند او خوب

ویده کیدل د جسمي او رواني روغتیا لپاره خورا ډير اړین دي. کم خوبي یا لږ ویده کیدل د وزن زیاتیدلو، زړه، او شکرې ناروغيو سربیره ګڼ نور رواني او فزیکي ستونزې زیږوي. د شپې ښه او ارام خوب کولی شي، چې په اسانۍ سره ستاسې د ورځې ستړیا او ستوماني لري کړي. یوې تازه څيړنې موندلې چې د ویده کیدو سلوک او طریقه د میرمن او خاوند په ورځني ژوند او اړیکو اغیز کوي. … نور ولولئ