ادبیات

تغزل – مصطفی سالک

تغزل یوه داسې اصطلاح ده چې په ګڼو ژبو کې کارول کیږي، خو ما په دغو ژبو کې ددغه ګډ استعمال ګډه مانا ونه مونده. خو چې د کومې اصطلاح تعریف نه وي هغه ډیر تعریفونه لري، ځکه چې په هر ذهن کې یې یو بیل تصور وي او دا ددې سبب ګرځي چې موږ یو د بل په خبره پوه نه شو، یا ناسم پوه شو او دا هغه اړتیا ده چې موږ د … نور ولولئ
ادبیات

د شعر لپاره ریاضت څنګه کیږي؟ – مصطفی سالک

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چې تنظیمي اندونو خپل اغیز بایللی و، او د کمونست پلوي فکر ځلا تته شوې وه او خپله د طالبانو له شتون سره هم خوښونکې هیلې نه وې تړلې موږ یو شمیر ملګري لکه پیر محمد کاروان، نورالحبیب نثار، بازمحمد عابد، سید شاه سعود، حنیف خلیل، امان الله ساهو او یو شمیر نور سره یوځای شو او ټول فنا فی الادب او فنا فی الشعر شو. خو دا فنا … نور ولولئ
افغانستان

د ګندهارا تاریخي مخینه – مصطفی سالک

ګندهارا د سیمې په تاریخ کې د یوې ټاکلې جغرافیې نوم دی. د موندل شویو اثارو له مخه موږ د لومړي ځل لپاره ګندهارا کلیمه په توري نیم بدلون سره په ویدي سندرو کې وینو. ریګویدا چې د اریایانو د هندي څانګې مذهبي سندرې دي چې د لیکلو زمانه یې له میلاده ۵۰۰ کلونو مخکې څخه واخله ان تر ۱۸۰۰ قبل المیلاد پورې رسیږي. د ګندهارا کلیمه په کې د ګندوهره او ګندهرب په بڼو … نور ولولئ
افغانستان

پښتو د نوح علیه السلام او اریایانو په زمانه کې – د علمي او روایتي تاریخ یو امتزاج

د نړۍ د ټولو انسانانو تاریخ له یوې ورځې پیلیږي ، له هغې ورځې چې حضرت ادم او حوا بي بي له جنته ځمکې ته خپاره شول، هیڅ قام دعوه نشي کولای چې زما د انسانیت تاریخ تر بل هغه لرغونی دی. خو خبره داده چې یو شمیر انسانانو خپل تاریخونه ( تر یوې کچې ) پیدا کړي، او یو شمیر نور په تشو افسانو سره خپل تاریخي ذوقونه خړوبوي ګنې د قامونو او ژبو … نور ولولئ
ادبیات

د لغمان نوم مخینه – مصطفی سالک

ارواښاد عبدالشکور رشاد د سیمو تاریخي جغرافیه کې د لغمان کلیمې د ځیرنې او شننې پر مهال لیکي: «لامک د کلي د ملک او خان معنا لري، دا چې ځینې کسان مهتر لام د حضرت نوح (ع) پلار ګڼي ، دا مسله د تامل وړ ده . زه داسې فکر کوم ،چې لام او لامک د پشه يي ژبې دکلي او د کلي د ملک او مشر معناوې لري.» د رشاد صاحب انګیرنه نیکه او … نور ولولئ
ادبیات

د نورستان حماسي سندرې – مصطفی سالک

اسطوره چې پر طبیعت د بریالیتوب د خوب او خیال د لوړ پوړ په رنګ کې رنګ شوه حماسه یې وزیږوله. بریالي او ستر حماسه سازان هغه ارباب النواع دي چې زموږ په لرغونو ادبیاتو کې د بریښنا په زرګینه بګۍ کې ګرځي او له ځان سره دښمنانو ته تندرونه لري. دا ارباب الانواع دوه ډوله دي ، یا ماورای طبیعت ځواکونه دي، یا هم د طبیعت او ماورا الطبیعت امتزاج ! وروسته یو شمیر … نور ولولئ
ادبیات

د شاعرانو بې لارې کونکي منډپالي!

زموږ د شعر او ادب تاریخ له ډلبازیو ډک دی، روښانیانو که شاعرانه بهیر روان کړ په دغه بهیر کې کوم لوی نا روښاني شاعر سر نه دی پورته کړی. چې داسې ده نو موږ ددې نتیجې اخستلو حق لرو چې له روښاني مشاهیرو یوازې روښانیان راتاو وو او د ولسي ‌ذوق د پاللو بهیر پڅ وو . هغوی که د وحدت الوجود ګردان کاوه خو د پښتو خبره یې هم کوله خو دا چې … نور ولولئ
ادبیات

ټولنپوه خوشحال ( سوات نامه) – مصطفی سالک

ټولنپوهنه د ټولنې پوهه ده ، ټولنه په یوه چاپیریال کې د ګڼو انسانانو ټولګه ده. ټولنپوهنه ددغو انسانانو تر منځ شته اړیکي، ددغو اړیکو چاڼ ، اغیزمنتیا او نه اغیزمنتیا، د ارزښتناکو اړیکو په ګوته کول چې پرمختګ ته لاره پرانیزې، د ټولنو تر منځ اړیکي څیړل او ……… په پای کې د ټولنپوهنې لپاره بنسټونه او اصول جوړول ددغې پوهې په اډانه کې راځي. سوات نامه د خوشحال اثر دی ، سوات ته … نور ولولئ
ادبیات

نوی نوم : اسم شکل او اسم شکل فعل – مصطفی سالک

له پښتو پرته د سیمې ګڼې ژبې تقریبآ سره ورته ګرامر ( صرف او نحو ) لري که د عربي، فارسي، اردو، هندي او نورو ژبو ګرامرونه ولولو ګڼ مشترکات لري، پښتنو هم هغه د یو شمیر لیکوالو خبره  د ( ۵ ) ستوروتر زمانې دغه ګرامري قواعد پلي کول. خو چې کله پښتنو په لویدیځ کې زده کړې وکړې نو له ټولو ژبو یې زموږ لاره بیله کړه او ثابته یې کړه چې د … نور ولولئ
ادبیات

د حمزه په شاعرۍ کې د عرفان او تصوف رنګونه – مصطفی سالک

د حمزه په شاعرۍ کې د عرفان او تصوف رنګونه! ځان په منزل د عاشقۍ چې ستړی نه کړې چرې زړه د خدای کور دی عشق په خپله دې مکان ته راځي کله کله په تصور کې تعلي وکړم چې حمزه پیژندونکی یم، خو اوس حقیقت دادی چې ددې موضوع پر اړه لیکل ګران دي، له ماشومتوبه له تصوف سره بلد یم، خو دا د حال میدان دی د قال میدان نه دی، زما د … نور ولولئ