کلتور او هنر

رومانټسیزم او غني خان – مصطفی سالک

رومانویت،رومانتیزم، او رومانټسیزم د لویدیځ د ادبیاتو يو مشهور مکتب دی چې دګڼو کره کتونکوپه باور یې سرنامه د ژان ژاک روسو هغه انقلابي ناره ده چې چیغه یې کړه( بیرته د طبیعت لور ته ورشئ)په دې جملې سره روسو د عقل او فکر ټولو زیرمو ته اور واچو او ښکاره یې وویل چې ساینس او ورسره اړوند پرمختګونه د انسانیت دښمنان دي، انسانان باید خپل تیر مهال ته ستانه شي،او بله دا چې پر … نور ولولئ
افغانستان

د کندهار نارنج ماڼۍ

د یو شمیر لرغونپوهانو په وینا نارنج ماڼۍ ۲۳۴۱ کلونه مخکې د مقدوني سکندر د امپراطورۍ پر مهال ودانه شوې وه چې هغه مهال یوه پوځي اډه وه، ویل کیږي کله چې سکندر له یونانه راغی په ټول هیواد کې یې ۱۲ دا ډول ماڼۍ جوړې کړې چې د ( سکندریه ماڼیو)  په نوم یادیدلې چې اوس یې ۱۱ ماڼۍ بیخي له منځه تللي خو نارنج ماڼۍ د خاورو د یوې غونډۍ په بڼه پاتې … نور ولولئ
ادبیات

په شاعرۍ کې ښځینه احساسات – مصطفی سالک

یو شمیر شاعر ډولو ښځو کله کله داسې شعرونه ولیکل،چې خپل ځان يې پټ وساته ،هغه تصورات او خیالات یې بیان نه کړل چې د ښځې له وجود سره تړلي دي، نو دوی څه کول د نارینه خیالات یې بیانول یا یې خپلو ښځینه احساساتو ته د نارینه وو د احساساتو رنګ ورکاوه. دې ټکي ته چې د یو شمیر لیکوالو پام واوښت ، د ښځینه احساساتو بیل تعبیرونه مخې ته راغلل، او داسې و … نور ولولئ
ادبیات

د پښتو موسیقۍ سبکونه مخ په ورکیدو دي

لیکنه: مصطفی سالک د جګړې تر کلونو مخکې افغانستان د نګه پښتو  موسیقۍ څلور مشهور سبکونه لرل چې د لوی ننګرهار، لوګر، لویې پکتیا اولوی کندهار سبکونه وو، سره له دې چې ددې سبکونو الې شریکې وې، خو ځینې الې ددغو سبکونو پورې ځانګړې وې د کندهار سبک چمبه او بینجو (جاپانۍ) درلوده پکتیا ډول درلود نورو سبکونو هم ځانګړې الې لرلې خو که شریکي الې یې هم لرلې سندرو او د الو غږولو طرز … نور ولولئ
ادبیات

د حمزه په شاعرۍ کې د مینې نفسیات

لیکنه: مصطفی سالک ما شاوخوا ۱۵ کلونه مخکې پر دې اړه یوه بله مقاله هم لیکلی خو هغه د یوه بل کتاب برخه ده دلته یوازې د حمزه بابا یو شمیر هغه شعرونه تر خپله وسه راسپړم چې دغه ارزښت په کې راغلی، ځکه که شعرونه تجزیه نه کړو پر دې مضمون پوهیدل به یو څه ستونزمن وي. مینه خپل نفسیات لري ، او دا نفسیات بیا دوه برخې لري یوه برخه نړیواله وي ځکه … نور ولولئ
افغانستان

(د کوشانیانو ( هزاره ګانو) ژبه (کوشاني – تخاري) 

لیکنه: مصطفی سالک په یوه تیره مقاله کې مو هزاره ګان ګوشانیان بللي وو ، د نورو دلیلونو تر څنګه مو دا هم ویلي وو، چې کوشانیانو د بامیانو لوی بتان په خپلو څیرو یانې د هزاره ګانو په شکل جوړ کړي وو، په افغان مقاله کې نور داسې دلیلونه مخې ته راغلل چې زموږ ددغه نظر پخلی یې وکړ. نن د کوشانیانو د تاریخ پر اړه ځینې لنډې څرګندونې لرو او ژبې ته یې … نور ولولئ
ادبیات

یوه ټپه (لنډۍ) او د جمالیاتو درې نظریې!

لیکنه: مصطفی سالک جمالیات لوستل زما د زلمیتوب یوه رنګینه مشغولا وه، ځکه دا موضوع راته زړه ښکاري،خو بیا هم لیکلو ته اړ شوم، سبب یې دا و چې پر یوې لنډۍ مې غور کولو او د غور په وخت راته ښکاره شوه چې په دې لنډۍ کې د جمالیاتو ددریو مشهورو نظریو څرک لګي، ښايي څوک ووايي چې د لنډۍ پیغله او د فلسفې درانه بارونه؟ رښتیا هم په لنډیو کې مرزا يي او … نور ولولئ
افغانستان

په ننګرهار کې موزیم جوړیږي

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو یاران ته ویلي چې ددغه ولایت په سراج العمارت ودانۍ کې د لرغونو نښو نښانو د ساتلو او خوندي کولو په موخه موزیم جوړوي. د سراج العمارت تاریخي ودانۍ چې په ورستیو لسیزو کې ویجاړه شوې وه، اوس یې د بیارغونې لپاره اطلاعات او کلتور وزارت ۵۶،۷ میلونه افغانۍ ځانګړې کړې دي، اړوند چارواکي وايي چې ددغې تاریخي ودانۍ د بیا رغونې ۷۵ سلنه چارې بشپړې … نور ولولئ
ادبیات

د شاعر همزولې ښاپیرۍ – مصطفی سالک

همزولې ښاپیرۍ په افسانو کې راغلي ما بس پري په ښاپیرۍ اړولې چې د هر انسان له تولد سره،د هغه همزولې ښاپیرۍ یا پیرۍ هم جهان ته راځي چې یو شمیر یې د جنس پر اړه اختلاف لري، همزولې ښاپیرۍ انسان ته ورته وي او هم مهاله ورسره وده او رشد کوي دغه باطني همرنګه ټول عمر له انسان سره وي او متقابل چلند ورسره کوي، په اردو او فارسي ادب کې دغې همزولې ښاپیرۍ … نور ولولئ
افغانستان

د ګردیز بالاحصار د ړنګیدو په حال کې دی

راپور: مصطفی سالک د پکتیا په مرکز ګردیز کې په لوړه غونډۍ پروت هسک بالا حصار له خپل تاریخي برمه په لویدو دی، له بهره ښه ښکاري خو دننه ویجاړ شوی دی. صلاح الدین سلیس چې نوی، نوی د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور د رییس په توګه ټاکل شوی وايي دوه ځله یې بالا حصار کتلی، د نوموړي په وینا د بالاحصار حالت داسې دی که هر فرهنګي یې وګوري له زړه به یې … نور ولولئ