کلتور او هنر

پښتنه نجلۍ – د یوې پیړۍ یو پخواني عکس

دا تصویر د ۱۹۰۰ او ۱۹۱۰ تر منځ واخیستل شو. د آر-بي هومز له خوا په تصویر کې یوه ماشومه (پیغلوټې) سپینه بورقه په سر ولاړه ښکاري. ښایی دا د پیښور په عکاس خانه کې اخیستل شوې وي. د شلمې میلادي پېړۍ په سر کې د هند خلک فلمونو او عکسونو سره دومره لیوالتیا ښودله چې هر ښار کې عکاس خانې جوړې شوې. په داسې ځایونو کې به انځوریز تختې وې چې یوه به يې … نور ولولئ
سیاست

په کابل کې د بریتانیا سفارت له کله راهېسې

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمایی برطانیې په افغانستان کې د خپلو استاځو په ساتلو لاس پورې کړو. په ۱۸۵۵ م کې د امیردوست محمد خان ورور سردارغلام حیدرپه پیښور کې د هند ګورنرجنرل جان لارنس سره یوه معاهده وکړه. ددې د ۷ مادې تر مخه په پیښور کې به د انګریزانو یو استاځې(ایجنټ) ساتل کېدو. لومړی ایجنټ، نواب فوجدارخان د ملتان سدوزی و چې د ۱۸۵۶ م نه تر ۱۸۵۹ په پیښور کې کار … نور ولولئ
رسنۍ

کریم لالا؛ د ممبيي کونړی ډان او د ځنجیر، خدا ګوا او نورو هندي فلمونو الهام

د بالیوډ مشهور فلمونو “خدا ګواه، انګار، زنجیر او هتهیار مرکزی کردارونه د بمبۍ د پښتنو “ډان” کریم لالا د ژوند نه په الهام جوړ شول. دده پوره نوم عبد الکریم شیرخان و او په ۱۹۱۱ م کې د کونړ په شیګل درې کې وزیږېدو. د ۱۹۳۰ په لسیزه کې پیښور او بیا بمبۍ ته لاړو چې په بندرګاه مزدوری وکړي. ده د ځان په شان څو پښتانه راټول کړل چې “لالا” به يې ورته … نور ولولئ