ادبیات

د شاعرۍ ګټې؛ ولې باید شاعري ولولو؟

شاعري له ترټولو زیاتو خوښونکو هنرونکو څخه دی. دغه هنر په نړیواله کچه عام او ډېر مینه وال لري. د شعر په اړه وایي، چې د انسان له روان سره یې سروکار وي او نه بیانیدونکی خوند پکې نغښتی. خو دا هنر ولې دومره مینه وال لري؟ ولې شاعري زموږ پر احساساتو اغېز کوي؟ ولې د شاعرۍ د لوستو زیاتې سپارښتنې راته کیږي؟ او ولې شاعران د خلکو په فرهنګ او بارونو کې له لوړ … نور ولولئ
ژوند بڼه

خوشاله جوړه داسې ګډ ژوند کوي

ځینو نه به اورئ، چې ګډ ژوند او پکې خوشاله اوسیدل اسانه کار نه دی. خو دا خبره سمه نه ده؛ هغوی چې داسې وایي خپله شخصي ستونزه لري او د هغو ستونزو له وجې د ګډ ژوند له ملګري / ملګرې سره سمه ګوزاره نه شي کولای. دلته به د خوشاله ګډ ژوند ځینې هغه ځانګړنې شریکې شي، چې خوشاله خلک یې لري. هیله ده ستاسې د ګډ ژوند په ښه کولو کې مرسته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پلار که مور؛ د ماشوم څېره چا ته ډېره ورته وي؟

د ډېرو میندو او پلرونو هیله ده، چې د ماشومانو څېرې یې په خاص ډول دوی ته ورته وي. تاسې به ډېرخلک لیدلي وي، چې څېرې یې یا مور یا پلار ته شوي وي. د دې کار دلیل څه دی او د دې بحث نورې خواوې کومې دي؟ دلته به همدې موضوع ته نظر واچوو. لامل څه دی؟ د پلار و مور څېرو ته د ماشوم د څېرې ورته والی ډېر ژنټیکي دلیل لري. د … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ مشهور سیاستوال له سهاره تر بېګا څه خوري او څښي؟

ګیډه ځوان، زوړ، سیاستوال، مزدورکار او بل نه پېژني؛ دا له هرچا سره شته او ترې تمه لري، چې څه ور ولیږي څو فعاله وي او دا ورسره ژوندی او ګړندی پاتې شي. خلکو ته به دا جالبه وي، چې پوه شئ د نړۍ مشهور مشران او سیاستوال له سهاره تر ماښام څه خوري؟ دلته به د ځینو مشهورو دغو څېرو د خوراک په اړه معلومات درکړو. ډونالډ ټرمپ ټرمپ په ۲۰۱۶ کې د امریکا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نجونو ته! په دې خبرو جنسي غوښتنې رد او ځان وژغورئ

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق جنسي اړیکې د دې ترڅنګ، چې تحمیلي اړخ لري؛ عاطفي اړخ هم لري. ډېرې هغه نجونې، چې په زوره، رضا یا غولول شوې بڼه د جنسي اړیکو قرباني شوي، عجیب و غریبې کیسې لري. څېړنې څه وایي؟ څېړنې ښيي، چې د دوی یو نه ویل او یا د نه ویلو د جرئت لرل سبب شوي، چې له دوی ناوړه استفاده وشي او ژوند یې تباه شي. د څېړنو په حواله … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د انګلیسي زده کړه؛ غوره لارې چارې یې دا دي

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق د انګلیسي ژبې زده کړه هم یوه جدي اړتیا ده او هم ځینو ته یوه لویه ستونزه ښکاري. د بهرنۍ ژبې زده کول طبیعي ده، چې اسانه نه ده او ستونزې لري. دلته به هغه لارې چارې درسره شریکې کړو، چې د انګلیسي ژبې په اسانه زده کړه کې درته ګټور تمامیږي. د انګلیسي ژبې پياوړتیا هره ورځ د ډېر لږ وخت لپاره هم چې وي، په انګلیسي ژبه وغږیږئ. … نور ولولئ
په زړه پورې

پاکستان: هومره ښځې مو چین ته د فحشا لپاره نه وې قاچاق کړې، څومره یې چې شمېر زیات ښودل شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مني، چې چین ته یې هېواد نه ښځې د فحشا لپاره قاچاق شوي، خو وایي دا شمېر هغومره لوړ نه و، څومره یې چې ادعا او یادونه شوې ده. قریشي د یوه بهرني سفر پرمهال په دې اړه د خبرو پر وخت ویلي، چې ځینو رسنیو په دې برخه کې له مبالغو ډک راپورونه خپاره کړي. د اړیکو خړیدو هڅه پاکستاني وزیر شاه محمود قریشي، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د واده د مراسمو لارښو؛ دا اوږد مطلب مو د واده تنظیمات اسانوي

د واده په اړه پښتو او نورو ژبو کې ګڼ متلونه، کیسې او روایتونه شته. په ټوله کې باور دا دی، چې واده سخت او ستونزمن کار دی. دا سختي هم د دغه کار له مراسمو سره تړلې ده او هم یې له راتلونکي سره. ګڼ پښتانه، چې د چا له زیاتو فرمایشاتو تنګ شي، په یوه جمله کې ورته وایي: یو واده هم درته ونه کړم! خو واده که سخت دی، که اسانه؛ باید … نور ولولئ
اقتصاد

د شاتو مچۍ؛ اقتصاد پوهان یې څومره ځانته مات کړي؟

جیمز مید(انګریز اقتصاد پوه) مخکې له دې چې د نوبل جایزه وګټي، د یوه سخت اقتصادي مفهوم د اسانولو په لټه کې و. هغه په دې لړ کې د شاتو له مچیو الهام واخیست او ویې ویل، چې اقتصاد پوهان باید له دغو مچیو ډېر څه زده کړي. د دې ترڅنګ د برتانیې د اقتصاد پوهانو ټولنې لوګو هم د شاتو یوه مچۍ ده. هالینډي اقتصاد پوه برنارد ماندویل هم پخپل اثر( د شاتو مچیو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د روغو خلکو ځانګړنې؛ دا ډول خلک ډاکټر ته هیڅ اړتیا نه لري

اوسنۍ نړۍ له ناروغیو ډکه ده؛ ډېر خلک یو څه چې په یوه وخت مختلفې ناروغۍ لري. له دې سره داسې خلک به هم وي، چې هیڅ ناروغي نه لري او هیڅ یې ډاکټر ته اړتیا نه پیدا کیږي. دا خلک څوک دي، څه ځانګړنې لري او ډاکټر ته یې د اړتیا نه پیدا کیدو دلایل څه دي؟ دلته به په همدې اړه وپوهیږئ. ـ هغه ښځینه تر ډېره ډاکټر ته د تګ اړتیا نه … نور ولولئ