ټولنیز ژوند

دا عادتونه مو په سرطان مرض له اخته کیدو ساتي

عام ګومان دا دی، چې یوازې عمر خوړلي یا تر ۵۰ کلنۍ وراخوا خلک به د سرطان په خطرناکې ناروغۍ اخته کیږي. خو داسې نه ده؛ په وروستیو کې مو ممکن پخپله شاوخوا کې هم زیات لږ عمره خلک لیدلي وي، چې سرطان نیولي او له پښو غورځولي. د دې وضعیت یو لوی دلیل دا دی، چې ځوانان د سرطان ناروغۍ په اړه نه غواړي ځانونه سم پوه کړي. دلته غواړو، چې پر دې ناروغۍ … نور ولولئ
په زړه پورې

منځنۍ اسیا؛ د ځانوژنې ۶۰ سلنه نړیوالې پېښې ولې دلته رامنځته کیږي؟

یوه تازه څېړنه ښيي، چې د نړۍ په کچه د ځانوژنې تر ۶۰ سلنې پېښې په منځنۍ اسیا کې رامنځته کیږي. دا څېړنه د تاجیکستان د یوه پوهنتون څېړونکو تازه کړې ده. د څېړنې په حواله په نړۍ کې هرکال تر یونیم میلیونو پورې کسان ځانوژنه کوي، چې ۶۰ سلنه یې د منځنۍ اسیا په اړوندو هېوادونو کې دي. نور جزیات دا څېړنه د اسیا ټایمز په نوم خپرونې خپره کړې او ویلي، چې د … نور ولولئ
په زړه پورې

حج مراسمو ته تلونکي دې دا مشورې په پام کې وساتي

حج د اسلام له پینځو لویو فرایضو څخه یوه فریضه ده. دا اوس هم د نړۍ له مختلفو سیمو میلیونونه خلک سعودي عربستان ته تلي څو دغه مبارکه فریضه ترسره کړي. حج د نړۍ په کچه ترټولو ستر مذهبي مراسم دي، چې په یوه خای کې ترسره کیږي او ترټولو زیات خلک پکې را ټولیږي. دلته به هغو کسانو ته چې هلته ورځي، یو شمېر مهمې مشورې وړاندې کړو. که ستاسې خپل ـ خپلوان د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د اس نال؛ ولې او کله نه د نېک شګون په حیث کاریږي؟

د اس د پښو نال له پخوا زمانو څخه د نېکمرغۍ د شګون په توګه کارول کیږي. اوس په افغانستان کې دا رواج کم شوی، خو لا هم یوه برخه خلک باوري دي چې دغه نال د نظر ماتي، نیکمرغۍ او خوشالۍ لپاره ضرور دی. په ډېرو سیمو کې به مو لیدلي وي، چې خلکو د کورونو پر دروازو، د کاروبار په دوکانونو او دېرو کې دغه نالونه په لوړ ځای ټک وهلي. ولې نېک … نور ولولئ
خواړه

که د مېرمنې پخلی خوند نه درکوي داسې وکړئ

د مېرمنې د لاس له پخلي خوند نه اخیستل نه یوازې په افغانستان؛ بلکې هرځای کې یوه عامه ستونزه حسابیږي. د کورنیو ستونزو یو لوی دلیل تر ډېره دا وي، چې نارینه د خپلو مېرمنو له پخلي او د کور سمبالولو له کاره راضي نه وي. زموږ په وطن کې خو عامه خبره ده، چې که کومه نجلۍ د کور په چارو لکه:پخلي او نورو کې لایقه نه وي، مرکچیان او غوښتونکي یې لا کم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د سترګو ستړیا؛ په دې ډول یې مخنیوی وکړئ

د انسان د وجود ټول غړي ارزښتناک دي، خو سترګې له ترټولو ارزښتناکو غړو ګڼل کیږي. د وجود دا غړي لکه د نورو غړو د پرله پسې او زیات فعالیت له کبله ستړي کیږي. څنګه چې دماغ، پښې، لاسونه او د وجود نور غړي ستړي کیږي او ارام ته ضرورت لري، سترګې هم همداسې درواخلئ. سترګو ته زیات خطرونه شته؛ ناپاکه هوا، د ټېکنالوژۍ وده او له کمپیوټر او موبایل سره د انسان زیات سروکار … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ویې لولئ، ویې کاروئ؛ دا جادویي جملې مو ژوند بدلوي

پښتو متل دی: خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا ده! دلته به داسې جملو سره بلد شئ، چې جادویي دي، خلک متاثروي او ستاسې پر ژوند او اړیکو خورا مثبت اغېز لري. راځئ دا جملې وپېژنئ، وکاروئ او له ګټو یې برخمن شئ. د (نه شم کولای) پر ځای( نه خورم) ځینې خلک روغتیایي ستونزې او ممانعتونه لري. مثلاً: دوی له خوږو، ترخو یا بل داسې څه نه پرهیز وي او غذایي رژیم لري. … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ژوند له قهرجن ملګري سره به څنګه ګوزاره کوو؟

په افغانستان کې دا ستونزه بیخي جدي ده؛ دلته هغه ترټولو آرام او کرار نارینه هم د ښځو پر وړاندې بد ګوزارې ګڼل کیږي. دلته به له خویندو سره په دې اړه مشورې شریکې کړو، چې د ژوند داسې ملګرو سره څنګه ګوزاره وکړي، یا یې د سمولو کوشش وکړي؟ ولې بد ګوزارې دي؟ د ژوند د ملګرو (نارینه وو) د بد خویۍ ګڼ لاملونه دي. دا لاملونه هم ارثي کیدای شي، هم رواني، هم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ګرمي او خوله کیدل؛ ګټه او تاوان یې څه دی، څه ورسره وکړو؟

خوله کیدل د انسان یوه همېشنۍ ځانګړنه ده، خو په ګرمۍ یا اوړي کې دا ځانګړنه بیخي زیاتیږي. خاصتاً که د جلال اباد یا داسې نورو تودو سیمو اوسیدونکي وئ او لمر سره مو مخه وي نو د وجود په خولو به مو هره ورځ څو ځله ولمبیږئ. دلته به ولولئ، چې په ګرمۍ کې لمر ته د وجود له سپارلو مخکې باید څه وکړئ او د لمر د تودوخې له کبله پیدا کیدونکې خوله … نور ولولئ
روغه سټه

ولې سپورې شونډې؛ لاملونه او حل لارې یې ولولئ

پښتو کې د سپورو شونډو، وچو شونډو، چاودو شونډو او نورو په نومونو به مو زیات اصطلاحات اوریدلي وي. دلته یې په نورو اړخونو نه غږیږو؛ له طبي اړخه ورته ګورو او خبروو مو چې ولې مو شونډې وچیږي. هماغه وچوالی، چې څوک یې سپوروالی، څوک د شونډو چاود او څوک څه ـ څه ګڼي. راځئ دا مطلب راسره ولولئ، له دې ستونزې به مو خلاص کړي. عمومي حالت د شونډو وچوالی تر ډېره په … نور ولولئ