ټولنیز ژوند

څنګه روژې سره خپل وجود عیار کړو؟

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق لکه څنګه چې ځمکه له یوه کرل کیدونکي تخم سره په اسانه او زر تطابق نه شي کولای او په کار ده چې وار د مخه ځینې امادګۍ د دغه تطابق لپاره ونیول شي؛ د انسان وجود هم له ځینو بدلونونو او له هغې ډلې روژې سره د توافق او عیاریدو په برخه کې عیناً ستونزه لري. تاسې خپله به د یوه روژتي په حیث پخپل وجود کې د دغه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نوې څېړنه: د اونۍ په اخر کې زیات خوب عمر لنډوي

د افغانانو د ژوند د نورو زیاتو برخو ترڅنګ د دوی خوب هم خورا بې نظمه دی؛ اکثره خلک ډېرې شپې په شوګیر، بنډار او نورو سرګرمیو تېروي، خو د اونۍ اخره ورځ یا د رخصت شپه یا ورځ یې مسلسل خوب ته ځانګړې کړې وي. البته ځینو بیا دا شپه یوازې شوګیر ته ځانګړې کړې وي، چې په دواړو حالاتو کې خپل صحت ته تاوان پېښوي. دلته به د اونۍ په پای کې د … نور ولولئ
نړۍ

د پاکستان د روغتیايي سکتور اصلي څېره؛ یوه ډاکټر یې لسګونه تنو ته ایډز ویروس لېږدولی

د پاکستان د روغتیایي سکتور په اړه به مو ډېرې نورې نادودې اوریدلې وي، نن مو له یوې بلې خبروو! ایډز خورونکی ډاکټر د پاکستان حکومت ویلي، چې یو ډاکټر یې لسګونه کسانو ته د ایډز ویروس د لېږدونې په تور نیولی. د پاکستان د عامې روغتیا وزارت د دغه ډاکټر نوم او د دندې ځای نه دی مشخص کړی، خو ویلي چې دا کس د ۶۷ ماشومانو په ګډون ۹۳ تنو ته د ایډز … نور ولولئ
په زړه پورې

جاپان سګرټ څښوونکي په استادۍ نه نیسي؛ موږ به نصواریانو سره څه کوو؟

په جاپان کې حکومت د ۲۰۲۰ نړیوالو المپیک سیالیو لپاره د توکیو ښار د چمتو کولو هڅې پیل کړي. له دې سره په هم مهاله توګه پوهنتونونو د جاپانیانو د ډېر با فرهنګه ښودلو د عملي ګامونو لپاره اعلان کړی، چې سګریټ څښونکي کسان به نور د استادۍ لپاره نه نیسي. لومړنی اعلان د دغه شرط د اعلانولو نوښت د «ناگازاکی» په نوم یوه مشهور پوهنتون کړی. پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي،چې هر هغه … نور ولولئ
په زړه پورې

د عربي نړۍ د ښکلا سیالۍ؛ کوموهېوادونو ډېرې ښکلې نجونې لرلې؟

د الجزایر یوه ښکلې نجلۍ (امیره سماره یحیی) د عربي نړۍ د ۲۰۱۹ کال د ښایست ملکه ټاکل شوې ده. هغه په داسې حال کې دغه مقام ته رسیدلې ده، چې هېواد یې له سختو سیاسي کشمکشونو سره لاس و ګرېوان دی. د سیالیو ګټونکې امیره ته کوم فرد دا امتیاز نه دی ورکړی؛ هغې د ښکلا په کلنۍ سیالۍ کې برخه اخیستې او خپل ښایست یې ورته دا مقام ګټلی. هغه له دې وروسته، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په ۳۰ ورځو کې غوره مدیرشئ؛ دا یې لارې چارې دي

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق مدیریت کومه معجزه نه ده، یو علم دی، چې هم اوږدمهاله زده کړې او تجربې ورته موجودې دي او هم لنډ مهاله. دلته به هغه لارې چارې درسره شریکې شي، چې په یوه میاشت کې یو نوی مدیر په غوره او تجربه کار مدیر بدلولی شي: اوله ورځ: غټې مه وایئ د مدیریت د اولې ورځې په اړه مو مشوره دا ده، چې ځان پکې ډېر غټ مه ګڼئ . … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بې خپګانه خلکو ځانګړنې؛ ویې لولئ او هماغو غوندې شئ

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق خپګان، ذهني فشار، رواني نارامي یا دې ته ورته اصطلاحات تر ډېره له یو بل سره ورته دي او نیږدې اړیکې لري. دا که نورې نړۍ ته نا اشنا موضوعات وي؛ وي به، خو افغانانو ته نه دي. دلته هرکال سروې ګانې ښيي، چې یوه لویه برخه خلک د فیصدۍ له توپير سره په دغو جنجالونو اخته دي. برعکس؛ نوره نړۍ کې ډېر خلک له دغو شیانو سره یوازې د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کنډوم استعمال؛ غوره ډولونه یې کوم دي، څنګه یې وپېرو؟

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق په افغانستان کې یې ممکن ډېر خلک په نوم اخیستو وشرمیږي؛ خو کنډوم له ګډ ژوند سره تړلی یو مهم بحث دی. دا یو ډول پلاستیکي پوښونه دي، چې د جنسي اړیکو پر وخت د ماشوم زېږولو د مخنیوي او هم له جنسي ناروغیو د خوندیتوب لپاره کارول کیږي. په افغانستان کې یې ډېر خلک ممکن د پلورلو پر وخت درمل پلورونکي ته په نوم اخیستو لا وشرمیږي؛ دا خو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د اریانا سعید تازه جنجال؛ د حجاب او افغاني ښځو په اړه خبرو یې خلک غوسه کړي

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او ښځینه فعالې اریانا سعید د حجاب او افغاني ښځو د ژوند په اړه پارونکې خبرې کړي، چې توند غبرګونونه یې پارولي. څه یې ویلي؟ اریانا سعید پرخپل فیسبوک پاڼې په خپره کړې یوه ویډیو کې د افغان ښځو د ژوند په اړه خپلې تبصرې کړي. هغې د دوی حجاب اغوستل رد کړي او ویلي، یوازې حجاب اغوستل د اسلامي اصولو رعایت نه دی. اریانا ادعا کوي، چې ډېرې افغانې ښځې … نور ولولئ
په زړه پورې

دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري

ژباړه: صادق طارق د نړۍ مشهورې څېرې د نورو خاصو امکاناتو ترڅنګ له شخصي جیټ الوتکو هم برخمن دي. دلته به هغه مشهورې څېرې درمعرفي شي، چې دغه الوتکې لري او په ډاډه زړه د نړۍ له یوې څنډې بلې ته پکې تګ راتګ کولای شي. دواین جانسون دواین جانسون د هالیووډ مشهوره څېره ده. هغه د نور هوسا ژوند ترڅنګ شخصي جیټ الوتکه لري او کولای شي لکه موټر له یوې سیمې پکې بلې … نور ولولئ