رسنۍ

ځوانان او ټولنیزې شبکې؛ ولې یې ډېر کاروي؟

د نننۍ نړۍ لږ خلک به وي، چې د ورځیني ژوند یوه د پام وړ برخه یې له انټرنیټ او ټولنیزو شبکو سره مصروفه نه وي. ټولنیزې شبکې په همدې ټولنیزې ګڼل کیږي، چې د ورځیني ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلې؛ غم، ښادۍ او نورې اړیکې پکې پالل کیږي او له دوی پرته نننی ژوند بې رنګه کیږي. د نړۍ په کچه نوي ځوانان د دغو شبکو اوله او ترټولو لوړه درجه کاروونکي ګڼل کیږي. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که په چا مېن یاست داسې یې ځانته جذب کړئ

د اړیکو ټینګښت او څرنګوالی په اوسنۍ نړۍ کې یو مهم بحث دی. اړیکې اوس که په عام ډول اسانه شوي، خو په خاص ډول یانې له خاصو خلکو سره د خاصو اړیکو لرل لا هم خپلې ستونزې او ننګونې لري. مثلاً: رسمیات یوې خوا ته پریږدئ، پر یوه چا/ یوې چا مېنیږئ، څنګه به یې خپلوئ؟ که داسې پوښتنې رامخته کیږي، ډېر خلک به یې په ځوابولو کې عاجزه شي. دلته به د همدغې … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه ستوري چې انسټګرام یې تر ټولو زیات تبلیغات لري

انسټګرام یوازې د عکس خپرولو ټولنیزه شبکه نه ده؛ بلکې د زیاتو کاروونکو د لرلو له وجې پریمانه تبلیغات هم پکې کیږي. په دغه شبکه کې ګڼ هنري ستوري هم فعال دي. دلته یې ۱۰ هغه کسان در معرفي کوو، چې د انسټګرام تر ټولو پرمخاطبه کسان دي او زیات تبلیغات یې له صحفو کیږي. له شک پرته، چې دغه تبلیغات دوی ته ښه عواید هم په لاس ورکوي. کندال جنر کندال جنر دمګړۍ د … نور ولولئ
روغه سټه

ډېر ډنګروالی دا زیانونه لري

وایي هرڅه چې له حده ووځي، خرابی کوي. د وزن موضوع هم همداسې درواخلئ؛ که زیات چاغ وئ، هم درته ښه نه ده او که زیات ډنګر، دا هم درته تاوان لري. دلته به د ډنګروالي په اړه درته ووایو، چې زیات ډنګرتوب څه زیانونه لري او ولې باید ځان ترې وساتئ؟ خو ولې ډنګروالی؟ ځینې خلک د دې باوجود چې زیات چاغونکي خوراکونه کوي، خو بیا هم نه چاغیږي او تر حد زیات ډنګر … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!

تر یوې پېړۍ زیات ژوند کول عجیب و غریب دي، خو نا ممکن نه دي. دلته به هغه فلمي او هنري ستوري وپېژنئ،چې له یوې پېړۍ څخه یې زیات عمر کړی. په دوی کې ځینې یې ژوندي هم دي. راځئ ورسره اشنا شئ: اولیویا دی هاویلند؛ ۱۰۲ کاله دا برتانوۍ ـ امریکایي هنري څېره د هالیووډ د کلاسیکې سېنما له وروسته پاتو او اخرنیو څېرو څخه ګڼل کیږي، چې ژوندۍ پاتې ده. هغه ترټولو زړه هنري څېره … نور ولولئ
په زړه پورې

تاریخي لیدنه؛ یوه مېن ۷۵ کاله پس خپله معشوقه ومونده

مینه، درد یې، بېلتون او د له مېن او مېنې سره د بیا لیدو هیله د ټولو انسانانو ترمنځ مشترک او یو ډول دي. هماغه د رحمت شاه سائل د بیت کیسه ده: ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې یو دی د مېنانو کیسه هم ورته بوله. هغه درد که په ختیځ کې یو مېن یا مېنه لري، هماغه بېلتون هماغسې د لویدیځ او بلې سیمې … نور ولولئ
اقتصاد

هند د زړښت پر لور روان دی

د نړۍ په ترټولو دویمه درجه نفوس لرونکي هېواد(هندوستان) کې د زړښت د کچې د لوړیدو وړاندوینه شوې ده. یوه تازه څېړنه څرګندوي، چې هلته د زړو او په کور ناستو خلکو شمېر ورځ تربلې په زیاتیدو دی. څېړنه څه وایي؟ د ډیلي صباح ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې راغلي، چې نوې څېړنه تر ۲۰۴۱ میلادي کال پورې په هندوستان کې د هغو خلکو شمېر ۲۳۹ میلیونه اټکل کړی، چې عمرونه به یې له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هلک که نجلۍ؛ د کوم یوه روزنه ستونزمنه ده؟

دا پوښتنه تل یوه سخته پوښتنه ګڼل شوې، چې مور و پلار ته د زوی که د لور روزنه ستونزمنه ده. په افغانستان کې هم خلک دغې پوښتنې ته خلک مختلف ځوابونه لري؛ په عام ډول د زوی لرلو ته ډېر خلک لېواله دي. دوی دلیل دا ګڼي، چې د زوی روزنه هم اسانه ده او که یې سمه روزنه هم ونه شي، هغومره بدې پایلې به ورته ونه لري، لکه د لور له بدې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هالیووډ دا لوبغاړي له یو بل څخه کرکه لري

ژباړه: صادق طارق فلمي لوبغاړي به درته یو بل سره ډېر صمیمي ښکاري، خو داسې نه ده. دوی هم انسانان دي، هغه نفرت او یو بل نه کرکه، چې نور یې له یو بله لري، د دوی ترمنځ هم شته او لا ډېر به وي، ځکه د دوی سیالي او شریکي تر عادي انسانانو له یو بل سره بیخي زیاته ده. دلته د هالیووډ سېنما هغه لوبغاړي درمعرفي کوو، چې له یو بل څخه زیاته … نور ولولئ
ژوند بڼه

د نړۍ تر ټولو ښایسته سترګې؛ نښې یې دا دي

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق د ښکلا په اړه نظریات او تصورات بېلاـ بېل دي. له همدې کبله د ښکلو سترګو په اړه هم نظریات بېلا ـ بېل دي. په ټوله کې زیات خلک موافق دي، چې سترګې د انسان د ظاهري ښکلا یوه له ټولو نه مهمه برخه ده. پښتو ادبیات، شاعري او مختلف ولسي ژانرونه خو د سترګو له تعریفه بیخي ډک دي: سترګې خو تا ورکړي خدایه! کاږه باڼه یې په زرګر … نور ولولئ