سیاست

د دوست و دښمن ورکې کرښې؛ پاکستان سره څه وکړو؟

پر غزني ښار د وسله والو طالبانو وروستي برید ته د کوزې پښتونخوا مشهور ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک پر افغان خاورې د جلال اباد له جګړې وروسته د پاکستان د دویم ناکام برید نوم ورکړ . ښاغلي خټک پرخپلې ټویټر پاڼې ولیکل، چې پاکستان له دې جګړې څخه د خپلو لسګونه وژل شویو سرتېرو جسدونه بیرته ستانه کړي. نوموړي له پاکستانه وغوښتل، چې د افغانستان پر وړاندې له داسې سیاسته لاس په سر او هم … نور ولولئ
سیاست

د غزني قتل عام؛ طالبه ځواب یې لرې ؟

پر غزني د وسله والو طالبانو فاجعه زیږونکی برید، چې د ځینو شواهدو له مخې پاکستاني پوځ مستقیمه همکاري پکې لرله، له پینځه ورځیني دوام، ښار سوزولو او درنو ملکي ـ امنیتي تلفاتو وروسته پای ته ورسېد. په دې برید کې سلګونه بریدګرو وسله والو ته هم د زیان اوښتو خبر ورکړل شوی او ویل شوي، چې یوه لویه برخه یې پاکستاني پوځیان وو. د برید په اړه یو مهم تحلیل دا دی، چې له … نور ولولئ
کلتور او هنر

د سري دیوي لور یو ځل بیا د خپلې مور یادونه راتازه کړل

د هندۍ سینما د نه هېرېدونکې اداکارې سري دېوي د کلیزې په ورځ د هغې لور د هغې تېر یادونه تازه کړل او یوځل بیا هغه مینوالو ته وریاده کړه چې د یو څه مودې لپاره تېرې هېره شوې وه. سري دېوي د بالیوډ هغه افسانوي اداکاره وه چې په ډېرو ښو فلمونو کې يې کامیاب رول لوبولی او د خپل هنر په کمال یې د ډېرو خلکو په زړونو کې ځانته ځای موندلی و. … نور ولولئ
سیاست

وروستی پارلماني نوملړ؛ عدالت که بې عدالتي شوې ده ؟

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو کمیسون د خپل کاري طرزالعمل خلاف پرته له دې، چې لومړی یې د ټاکنو خپلواک كمیسون ته وسپاري، د راتلونکو پارلماني ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ اعلان کړی. په دغه نوملړ کې د ولسي جرګې د یو شمېر برحالو غړو په ګډون پينځه دېرش نوماندان حذف شوي. یاد شوي کمیسون د حذف شویو نوماندانو د حذف دلیل نه دی ښودلی، خو یو شمېر نوماندان وار د مخه د ځمکو په … نور ولولئ
سیاست

پر نوي پارلمان جنجال؛ حکومت او ګوندونه ولې وران دي؟

په وروستیو کې د افغان حکومت او سیاسي ګوندونو اړیکې په بېساري ډول د راتلونکو پارلماني ټاکنو پر سر ترینګلي شوي دي. د طالبانو د حکومت له سقوط څخه وروسته ممکن دا لومړی ځل وي، چې مقتدرې سیاسي ډلې تر یوه چتر لاندې د یوې مهمې سیاسي پروسې په اړه یوه خوله کیږي او پکې د جدي بدلون غږ کوي. په دې لړ کې حکومت د موجوده ټاکنیز نظام د مدافع او سیاسي ګوندونه یې … نور ولولئ
سیاست

د امنیتي بحران پراختیا؛ زموږ مسولیتونه څه دي؟

د افغانستان د خبرونو سرټکي نیږدې هره ورځ تر ډېره د امنیتي بحران پر محور را څرخي، داسې ورځ نه وي چې د یوه ولایت او ولسوالۍ خلک د خپلې سیمې د ژغورلو لپاره غونډه، لاریون یا د چارواکو خلاف موضع ګیري ونه لري. د افغان حکومت په وینا د نړۍ تر شلو پورې ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې په فعالیت مصروفه او د خلکو په وژلو بوخت دي. د دې فعالیتونو په پایله … نور ولولئ
اقتصاد

تدارکاتي هڅې؛ بریاوې که نېمګړتیاوې یې ډېرې دي ؟

د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله د تدارکاتو په ملي کنفرانس کې ویلي، چې د تدارکاتو ملي ادارې په نیږدې څلورو کلونو کې نیږدې درې زره تړونونه څېړلي او پنځوس میلیارده افغانۍ یې ترې سپما کړي. ښاغلي عبدالله ویلي، چې مخکې په تدارکاتي برخو کې فساد او سو استفادې زیاتې وې، خو د ملي یووالي حکومت په هڅه په دې برخه کې د فساد ضد هڅو د مهار لپاره بنسټیز کار شوی. د تدارکاتو ملي … نور ولولئ
سیاست

ولسمشر او مخالف سیاستوال؛ پخلاینه یې ضرور او ممکنه ده ؟

ارګ په وروستیو کې د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر غني د جلاـ جلا لیدنو تصویرونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې ولسمشر ورسره د سولې او اوربند په ګډون پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث و مشورې كړي دي. دې تصویرونو حکومت پلوو ته د دې خبرو موقع ورکړه، چې ولسمشر آخر هم خپل سیاسي منتقدین خپل حضور ته په ورتلو مجبور کړل، خو حکومت ضدو بیا … نور ولولئ
سیاست

طالب سره سوله؛ سیمه که امریکا لوبه ګټي؟

د وسله والو طالبانو ترڅنګ د امریکا او افغانستان حکومتونو دواړو منلې، چې د وسله والو طالبانو او امریکا استازو په وروستیو کې له یو بل سره لیدلي او د سولې په اړه یې خبرې کړي. د دې خبرو جزیات که څه هم په سم ډول څرګند شوي نه دي، خو په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر دا مستقیمې خبرې د افغان حکومت د مشروعیت لپاره ښه نه دي ګڼلي. کرارکر ویلي، … نور ولولئ
سیاست

د پاکستان مالي مجازات؛ متحده ایالات نور څه باید وکړي ؟

د امریکا متحده ایالاتو کانګریس د دغه هېواد نوې دفاعي بودیجه تصویب کړې، چې له پاکستان سره مرسته پکې تر ټولو لږې کچې ته ښکته شوې. ویل شوي، چې له ۲۰۰۱ څخه دغه هېواد پاکستان ته د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره پراخې مرستې کولې. دا کلنۍ مرستې له ۷۵۰ میلیونه ډالرو څخه پيل شوې او ان تر یو میلیارده رسیدلې وې. امریکا د خپل دې مالي فشار دلیل د حقاني شبکې او لشکر طیبه … نور ولولئ