سیاست

سوله او راتلونکې ټاکنې؛ د سولې ملي مشورتي بورډ به ګټور وي؟

ارشاد رغاند ولسمشرغني د یوه ویډیویي کنفرانس پرمهال د ټولو ولایتونو له دیني عالمانو او نورو مخورو غوښتي، چې د سولې ملي مشورتي بورډ د جوړیدو لپاره خپل استازي ور وپېژني. د دغه بورډ څرنګوالی او اړتیا په ډاګه شوې نه ده، خو د دغه بورډ د جوړیدو پلان د سولې د وروستیو جدي شویو هڅو ترڅنګ له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره بې تړاوه نه دی. وروستي پرمختګونه د افغان سولې قضیه لیدل کیږي، چې … نور ولولئ
سیاست

د رازق شهادت او د برادر خلاصون؛ پاکستان څه لوبه کوي؟

ارشاد رغاند پاکستان بالاخره له څو کلنې نن – سبا ویلو وروسته د وسله والو طالبانو یو مهم مشر ملاعبدالغني برادر له خپل یوه زندان څخه خوشې کړ. ملا برادر څو کاله مخکې پاکستاني پولیسو ترهغې وروسته ونیوه، چې وېل کیږي د حامد کرزي حکومت سره یې د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې وه. د ښاغلي کرزي حکومت سولې ته د برادر د همدې لېوالتیا له کبله د پاکستان له حکومت څخه بیا- بیا د … نور ولولئ
سیاست

د عبدالله د وضاحت اړتیا؛ غني د کومو پارلماني نوماندانو ملاتړ کړی؟

د ملي یووالي حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله د پارلماني ټاکنو له ترسره کیدو وروسته د وزیرانو شورا په لومړنۍ غونډه کې له څرګندې اشارې پرته د حکومت نېمایي ونډه وال( ارګ) د یو شمېر پارلماني نوماندانو په ملاتړ تورن کړ. ښاغلي عبدالله د پارلماني ټاکنو د مثبت ارزولو ترڅنګ په ټاکنو کې د پراخ ګډون له کبله د خلکو او د ښه امنیتي چاپېریال د رامنځته کولو له کبله د افغان ځواکونو سرښندنه وستایله. … نور ولولئ
سیاست

د جنرال رازق د مرګ معما؛ امریکا که پاکستان شهید کړ؟

ارشاد رغاند د جنرال رازق پر شهادت چې څومره زیاتې ورځې تېریږي، هغومره یې د مرګ د عاملینو په اړه ادعاوې او تورونه زیاتیږي. رازق څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت ودانۍ کې تر یوې غونډې وروسته په ډزو شهید شو. ځایي چارواکو رسنیو ته وویل، چې پر هغه او له غونډې پر راوتیو نورو یو شمېر کسانو د کندهار د والي یوه نوي ساتونکي ډزې وکړې. پر دغو ډزو د جنرال رازق ترڅنګ د … نور ولولئ
سیاست

حکمت خلیل او استعفا یې؛ دلایل یې څومره منطقي دي؟

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی حکمت خلیل کرزي پرون له خپلې دندې استعفا وکړه. ښاغلي کرزي پخپله استعفا پاڼه کې ویلي، چې د استعفا لوی دلیل یې د بهرني سیاست د بریالیتوب په برخه کې د حکومت د رهبرۍ ترمنځ ژور اختلافات او د ده د کاري زمینې محدودیت و. د حکمت خلیل استعفا د خلکو او سیاسي فعالانو مختلف غبرګونونه پارولي. د پلویانو دریځ … نور ولولئ
سیاست

نننۍ ټاکنې، مثبت او منفي خواوې یې کومې وې؟

د افغانستان ۳۲ ولایتونو نن د پارلماني ټاکنو یو مهم پړاو(رایه اچونه) ترسره کړه. دا ټاکنې د ټولو هغو اندیښنو او بې باوریو خلاف ترسره شوې، چې د دغو ټاکنو د پرخپل وخت نه ترسره کیدو په اړه موجود وو. پر دغو ټاکنو دقیق بحث به سرله اوسه ممکن نه وي، خو دلته یې په عمومي ډول مثبتو او منفي ټکو ته کتنه کوو. لوی مثبت ټکي د افغانستان نننۍ پارلماني ټاکنې په داسې حساس … نور ولولئ
سیاست

سولې هڅې او بریدونه؛ جنرال رازق ولې نښه شو؟

ارشاد رغاند د سویل ختیځ زون ترټولو مقتدر پوځي او سیاسي څېره جنرال رازق نه یوازې د حکومت وسله والو مخالفینو؛ بلکې حکومت او سیاسي ډلو ته هم په ځینو برخو کې لوی حریف او سرخوږی و. کندهار ته د ناټو د عمومي قومندان د سفر پرمهال هغه برید، چې مسولیت یې وسله والو طالبانو پرغاړه واخیست، له ظاهري اړخونو وراخوا نورې خواوې هم لري. د هغو ټولو خواوو بحثول کافي اسنادو ته اړتیا لري، … نور ولولئ
سیاست

غني او د ملت دسترخوان؛ حکومت ولې د فقر بحث نه وېریږي؟

ارشاد رغاند د ولسمشرغني د هغې ژمنې خلاف، چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې ملت ته د دوی د سترخوان بدلولو او پراخولو وعده ورکړې وه، د وروستیو ارقامو له مخې لږ ترلږه ۳ میلیونه افغانان د فقر په ترټولو لوړه مرحله کې ایسار دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي توبي لانزر د فرانسې خبري اژانس ته په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان د وچکالۍ له ترټولو بد وضعیت سره … نور ولولئ
سیاست

سوله او سیاسي بهیرونه؛ د سولې شورا پرونۍ غونډې څه را برسېره کړل؟

د سولې شورا پرون په لومړي ځل، د مختلفو سیاسي ډلو استازي په یوه لویه مشورتي غونډه کې را ټول او د سولې بهیر په اړه یې ورسره ازاد بحث وکړ. دا غونډه، ظاهراً کابل ته د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي سلاکار زلمي خلیلزاد د فشار پایله وه. ښاغلي خلیلزاد، په دغه سفر کې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د سولې مذاکراتو لپاره یو هر اړخیز … نور ولولئ
سیاست

افغان سوله او خلیلزاد؛ امریکا که روسیه د سولې برخلیک ټاکي؟

  د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار زلمی خلیلزاد په داسې مهال سیمې او کابل ته په یوه اوږده سفر راوتی، چې افغان سوله او جګړه دواړه د امریکا او روسیې په مشرۍ د دوو لویو بلاکونو په منګولو کې دي. خلیلزاد کابل او اسلام اباد ته د سفرونو پرمهال د ملي یووالي حکومت له شریکانو او ځینو مطرحو سیاستوالو سره لیدلي. دا چې دا سفرونه به څومره عملي پایلې … نور ولولئ