سیاست

پوځ خنډونه جوړوي؛ د پښتون ژغورنې د غورځنګ زرګونه ملاتړي سوات ته روان دي

که څه هم پاکستاني پوځیانو او پولیسو سوات د تګ راتګ په لارو ګڼ خنډونه رامنځ ته کړي او هڅه کوي چې دغلته د یکشنبې په ورځ جوړیدونکې د پښتون ژغورنې د غورځنګ غونډه ناکامه کړي، خو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو تصویرونو ښکاري چې د کوزې پښتونخوا له بیلابیلو سیمو څخه د پښتون ژغورنې د غورځنګ په زرګونو ملاتړي په وړو او لویو ډلو او کاروانونو کې سوات ته روان دي. @Aliwazirna41 … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د بیل ګیټس د ژوند ځینې عجیب اړخونه

د هارورډ کې د پوهنتون له پرېښودلو، د مایکروسافټ تر میلیاردرۍ او بیا په نړیواله کچه تر بشردوستانه کارونو پورې بیل ګیټس له لوړو ژورو ډک ژوند درلود. هغه د یو سخت سري مدیر، وتلي مفکر او د یو داسې چا په توګه مشهور دی چې په ډیره ساده ګۍ د لوښو له وینځلو خوند اخلي. دلته درسره د بیل ګیټس د ژوند ځینې داسې څو کیسې شریکوو چې ښايي ډیرو ته نوې وي. دا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره تړلي پنځه نښې چې په پښتنو ځوانانو کې بدلون ښيي

د ضیا الرحمن لیکنه، سما ټي وي له اردو ژباړه: بهرام خیل لومړی ؛ په عامه توګه په پاکستان او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې چې کله دا ډول سترې غونډې او مظاهرې جوړیږي، نو سیاسي ګوندونه عموما د ځايي خانانانو، جاګیردارانو او ټیکه دارانو پر وسایلو او سرچینو تکیه کوي. د غونډو لپاره له کلیو او بانډو خلکو راوستل کیږي او هغوی ته ترانسپورت هم برابریږي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که هندوستان ته د درملنې لپاره ځئ، نو لومړی دا ولولئ

ژوند تل یو ډول نه وي او وخت ناوخت بیلابیلې ناروغۍ ددې سبب کیږي چې یو څوک باید ډاکتر ته ولاړ شي. ګڼ افغانان په افغانستان کې د طبابت په برخه کې د ښو ډیرو ستونزو، دولتي بې پرواییو، او د طبابت په برخه کې د شته درغلیو او خپلسریو له کبله هند او پاکستان ته د درملنې لپاره مخه کوي. د پاکستان د درملنې موضوع به یو بل بحث ته پریږدو. دلته د هند … نور ولولئ
ادبیات

یو بختاني او خدمتګار استاد له نړۍ سره مخه ښه وکړه

نامتو افغان لیکوال، څیړونکي او ژورنالیست عبدالله بختاني خدمتګار له اوږدې ناروغۍ وروسته نن په کابل کې له نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد بختانی د یو ژورنالیست، څیړونکي، شاعر او لیکوال په توګه اوږده کلونو د پښتو ژبې خدمت کړی. نوموړي په بېلابېلو برخو کې گڼې څېړنې ترسره کړي. همداشان يې د افغانستان په رسمي ادارو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي. او د خپل ژوند په اوږدو کې سلګونه کتابونه لیکلي دي. استاد بختانی د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اته کارونه هر څوک یې باید د سهار تر اتو بجو مخکې وکړي

لیکوال: بینیامین پي هارډلي ژباړه: بهرام خیل ژوند ستونزمن دی. او په ستونزمنو شرایطو کې د خپلو خوبونو او هدفونو د پوره کولو خوا ته حرکت ستونزمن دی. څنګه مخ ته ولاړ شئ؟ که تاسو په عمدي ډول د خپلې ودې او پرمختګ لپاره وخت ونه تراشئ نو دې کې هیڅ شک نه شته چې د ورځني ژوند بوختیاوو او منډو ترړو کې به مو ژوند ورک شي. کله مو چې پام کیږي نو زاړه … نور ولولئ
سیاست

هغه څه چې تر اوسه پرې په اسلام اباد کې د پښتون اعتراض په اړه پوهیږو

۱– دا د افغانستان د جهاد د پیل راوروسته په تیرو څه باندې څلويښت کلونو کې لومړۍ ځل دی چې په کوزه پښتونخوا کې پښتانه د سیاسي او مذهبي ګوندونو د مشرتابه پرته په ولسي توګه د خپلو حقونو لپاره د اعتراض غږ پورته کوي. له هغې وروسته چې پاکستاني چارواکو څو لسیزې مخکې د باچا خان په مشرۍ د پښتنو ولسي اعتراضونه خواره واره کړل، بیا دغلته پښتنو د خپلو روا حقونو لپاره داسې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه د تښتونو او نورو بهرنیو خطرونو څخه خپل ماشومان خوندي کولی شو؟

موږ د ماشومانو په زیږون کې تکړه، خو په ساتنه او پالنه کې یې ډیره ناغیړي او تمبلي کوو، او په دې برخه کې هغوی ته پېښ ډیر څرګند خطرونه له پامه غورځوو. دا د مور او پلار مسولیت دی چې د خپلو ماشومانو خوندیتوب یقیني کړي. او په اوسنیو خطرناکو شرایطو کې چې د ماشومانو د تښتونې، برمتې، پرې د جنسي تیریو پېښې او ترافیکي پېښې زیاتې دي، دا تر بل هر وخت ډیره … نور ولولئ
ادبیات

د نړۍ لس هغه ژبې چې ډیر خلک پرې خبرې کوي

  دا چې په نړۍ کې پر کومو ژبو څومره خلک خبرې کوي؟ هم د ژبپوهنې او هم د ټولنپوهنې له کبله یې معلومول ګران کار دی. په لویو ژبو کې موجودې لهجې او د لهجو د توپیر څومره والي دا چاره نوره هم ستونزمنه کړې. خو د ژبو په اړه وروستۍ خپاره شوي معلومات د نړۍ (۱۰ ) هغه ژبې چې تر ډیر خلک پرې خبرې کوي داسې لیست کړې دي. البته دا لیست … نور ولولئ
سیاست

جعلي خبر به څنګه پیژنو ؟

دا یوازې افغانستان نه دی چې د سینا وردګ په نوم یو جعلي شخصیت او په اړه یې جعلي خبرونو د ډیرو یادو لیکوالو، مدني فعالانو او ژورنالیستان ټولنیز باور زیانمن کړ، بلکې په نوره نړۍ کې هم د ټولنیزو رسنیو په پراختیا په دې ټولنیزو شبکو کې د خبرونو کره کول او د هغوی سرچینې موندل په یو ستونزمن کار بدل شوی او له همدې کبله د جعلي خبرونو خپراوي زور اخیستی. په ځانګړې … نور ولولئ