د ماشوم نړۍ

ماشومانو کې د ژور خفګان نښې نښانې

د لویانو په څېر، ژورخفګان په ماشومانو کې بېلابېلې نښې لري او د کوچنیانو د ژوند په ټولو برخو او ودې، له دې ډلې احساسي وده، شناختي، ټولنیز او زده کړیز وضعیت کې اغېزناک دی. نښې نښانې یې په لاندې ډول دي: – د نارامۍ احساس، ناهيلي، ستړیا، بې میلي. – له لوبو او ساعتېرۍ خوند نه اخیستل. – پلمې لټول، غوسه، ژړا. – ګوښه توب، پالنې یا کورنۍ پورې له حد زیات تړل کېدل. … نور ولولئ
افغانستان

ګوترش؛ طا لبان که په رسمیت پېژندل غواړي، نو د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي

انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، وايي که طالبان غواړي چې د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژدل شي او بهرنۍ مرستې ترلاسه کړي، باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو او په ټوله کې بشري حقونو ته دې درناوی ولري. ښاغلي ګوترش تېره جمعه د دلو لومړۍ – نیویارک کې د یوې ناستې پر مهال خبرو کې وویل، د ښځو د حقونو او په مجموع کې ټول بشري حقونه هغه موارد … نور ولولئ
ادبیات

پټ استعداد مو وغوړوﺉ؟

انتوني برجس څلوېښت کلن و، چې روغتیاپالانو ورته وویل یو کال نور ژوند کوي، ځکه په خپل مغز کې تومور لري. هغه له ځان څخه زیات خپلې مېرمنې ته اندېښمن و، چې وروسته له ده ورته هېڅ نه پاتې کېږي. انتوني وړاندې تر دې تکړه لیکوال نه و، خو په باطن کې یې داستان لیکلو ته لېوالتیا لرله او پوهېده چې بالقوه وړتیا په وجود کې لري. نو له همدې امله یې خپلې مېرمنې ته … نور ولولئ
خوندیتوب

له زېږون وروسته ژور خفګان

له زېږون وروسته ژور خفګان، د زېږون څخه وروسته دورې ته ویل کېږي، چې مور  پکې بېلابېل احساسات، ګډوډيو او یا  دماشوم پر وړاندې بې میلي تجربه کوي. ډېری وختونه د ځان رټلو په حس بدلېږي او مور تل د ګناه احساس ته وړي او د ماشوم له راوړلو پښېمانه کوي. له زېږون وروسته ژور خفګان لاندې نښې لري: ١ – د ګناه احساس ٢ – د ماشوم له زېږولو پښېمانتیا ٣ – ماشوم ته … نور ولولئ
ادبیات

د چرسي زوی!

لیکنه: عبدالوهاب مومند ما غوښتل یوازې په دې ناول باندې سرسري کتنه وکړم، وخت راسره کم و، د یو پراګراف لوست څخه وروسته په دې ناول کې تلوسه دومره زیاته وه چې ځان ته مې ددې اجازه ور نه کړه چې خپل نورو کارونه ته ورسېږم، همدا اندېښنه راسره وه چې وروسته به څه کېږي؟! د ناول همدا خوندوره تلوسه او خواږه کلیوالي الفاظ و، چې په کم وخت کې مې د یاد ناول داستان … نور ولولئ
افغانستان

نۍ: افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د رسنیو څخه د ملاتړ ازاد بنسټ، نۍ د رسنیو د تړل کېدل او د لسګونه خبریالانو وزګارېدل، د اندېښنې وړ بللې ده. د جدي/ مرغومې ٢٧ د دغه بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې، د لسګونه رسنیو دروازې تړل شوي او ډېر شمېر کارکوونکي وزګار شوي دي. نۍ ټینګار کړی چې د ډېری رسنیو تړل کېدل او د خبریالانو بې کاره … نور ولولئ
خوندیتوب

ولې ښځینه د تخمدانونو په سنډروم اخته او میاشتنی عادت یې ستونزو سره مخ کېږي؟

تخمدانونه کوچنۍ کڅوړې لري چې له مایع ډکې شوي، دا کڅوړې د فولیکل په نامه یادېږي. کله چې تخمه وده کوي، نو فولیکل چوي، تخمه ازادېږي او د تخمدان د ټیوب او رحم په لوري حرکت کوي. دا چاره د تخمې تولید نومېږي. د تخمدانونو په سنډروم اخته مېرمنو ”پولې سیسټیک“ تخمدانونه د تخمې د ودې لپاره د اړتیا وړ هورمونونه نه افرازوي. فولیکل وده کوي او مایع تولیدوي، خو تخمه نه پخېږي. په بدل … نور ولولئ
افغانستان

امیر خان متقي او احمد مسعود په تهران کې سره کتلي دي

جهادي مشر اسماعیل خان او احمد مسعود د مقاومت د جبهې رهبر،  د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست  وزیر امیر خان متقي، سره په تهران کې کتلي دي. امیر خان متقي هم دا لیدنه تایید کړې ده. ښاغلي متقي خبریالانو ته وویل: ”د قوماندان اسماعیل خان او هم احمد مسعود سره مو په ایران کې ولیدل. د نورو افغانانو سره مو هم لیدنه درلوده او له هغوی مو وغوښتل چې هېواد ته ستانه شي، … نور ولولئ
افغانستان

سیګار: د کابل سقوط د طالبانو له راتګ وړاندې پلان شوی و

د دغه راپور پر بنسټ، متحده ایالاتو د شلو کلونو په جریان کې، ١٤٦ میليارده ډالر د افغانستان د بیا رغونې په خاطر او ٨٩ میلیارده ډالر د ښوونیز نظام او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د پياوړتیا لپاره لګولي دي. د افغانستان د بیا رغونې- سیګار  لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي، اعلان کړې چې د افغانستان حګومت د امریکا د پالیسو په پای کې نه، بلکې د هغو ناسمو پرېکړو له امله چې … نور ولولئ
سیاست

قزاقستان کې د لاریونونو له امله اوختي زیانونه

کار ګمارونکو په قزاقستان کې د لاریونونو له امله زیانونه ٩٢ میلیونه ډالر اټکل کړي دي. د اسپوتنیک د راپور پر اساس، د قزاقستان د کار ګمارونکو ابتدایه خونې د محاسبو پر بنسټ، ټولټال اوختی زیان څلوېښت میلیاره ټنګه” شاوخوا ٩٢ میلیونه ډالر“ ښودلي دي. د دې بیانې پر اساس، دغه زیانونه کې د استوګنې کورونه، ګرانبیه ماشینونو چور، تجهیزات او د کالیو انبارونه شامل دي. د ویلو وړ ده، چې په قزاقستان کې د … نور ولولئ