بریا او پرمختګ

د بریالیو انسانانو څلوېښت عادتونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ فرصتونه ویني او پیدا کوي یې، چې نور یې نه ویني. ۲ ـــ له ستونزو څخه درس اخلي، په داسې حال کې، چې نور یوازې ستونزې ویني. ۳ ـــ د حل په لارو باندې تمرکز کوي. ۴ ـــ په ډېرې هوښیارۍ او ځیرکۍ سره خپله بریا جوړوي، په داسې حال کې، چې نور هیله لري، بریا دوی ته راشي. ۵ ـــ د نورو په څېر وېرې لري، خو اجازه … نور ولولئ
روغه سټه

د نه ناروغه کېدو ۷ پټ رازونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل پرته له شکه تاسو په خپله شاوخوا کې لږ تر لږه داسې یو کس پېژنئ، چې ډېر کم ناروغېږي، حتا که شاوخوا خلک یې په ساري ناروغۍ هم اخته وي. ښایي له ځان سره فکر وکړئ، چې دا کسان د نورو په پرتله ذاتي جنیتیکي او د خوندیتوب ښېګڼې لري، په داسې حال کې، چې داسې نه ده. دا ډله کسان ځینې ټکي مراعاتوي، که تاسو هم هغو ته پام وکړئ، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

زوی ته د مور نصیحت (له پنده ډکه کیسه)

ژباړه: عطا محمد میاخېل یوې مور خپل زوی ته مخ ور واړاوه او هغه ته یې نصیحت وکړ: زویه! یوه ورځ به ما بوډۍ او کمزورې ووینې او په خپلو کارونو کې غیر منطقي، هغه مهال ماته لږ وخت راکړه او صبر وکړه، ترڅو ما وپوهوې. کله چې لاسونه مې رېږدي او خواړه مې په جامو تویېږي؛ کله چې خپلې جامې نه شم اغوستلی، نو زغم ولره او هغه کلونه در په یاد کړه، کوم … نور ولولئ
روغه سټه

خپلې مقاربت اړیکې ته په دې کارونو سره ښه والی وروبښئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل یو له هغو لاملونو څخه، چې واده ته پایښت او دوام ورکوي، د واده اړیکه ده، د واده اړیکه نه یوازې ستاسو په بدن، بلکې ستاسو په روحیه او په یوه ډول په عاطفي اړیکه باندې مو هم مثبته اغېزه ښندي، خو طبیعي ده، چې له څو کلونو تېرېدو وروسته، دې اړیکې ته ستاسو لېوالتیا کمه او لاپسې کمېږي، په دې شرایطو کې څه باید وکړئ؟ که چېرې داسې احساس کوئ، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د جک کنفلیډ شل انګېزه بښونکې خبرې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ انسان هماغسې کېږي، چې په اړه یې فکر کوي. له خپلو نا غوښتلو شویو څیزونو سره مه جنګېږه، ځکه چې ځواکمن او سترېږي، په دې کار سره خپل ټول تمرکز په هغو څیزونو باندې کوې، چې نه یې غواړې او نا غوښتل شوي څیزونه د ځان په لور را جذبوې. ۲ ـــ که غواړئ، چې د ژوند د غوره څیزونو د موندنې وړ واوسئ، نو باید په دې چاره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د حافظې او ذهن پیاوړي کولو لپاره ۵ غوره تمرینونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل ډېری کسان ورزش او بدني تمرینونو ته ارزښت ورکوي او معمولاً په خپل ژوند کې د فزیکي تمریناتو لپاره یو ځانګړی پروګرام مشخصوي، خو دا ټکی هېروی، چې باید خپل ذهن ته هم تمرین ورکړي، د روزنې او پیاوړتیا لپاره یې باید پروګرام جوړ کړي. که چېرې هوډ لرئ، چې خپل تمرکز پیاوړی او نوي مفاهیم درک کړئ، نو باید د هغو تګلارو په لټه کې شئ، چې په مرسته یې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د زده کوونکو له والدینو سره د یوه ښوونکي خبرې

ژباړه: عطا محمد میاخېل که وپوهېږئ، چې ستاسو د ماشوم د ښوونکي په ذهن کې څه تېرېږي، هم په ښه توګه کولای شئ، چې د ښوونکي د تدریس په پروګرام باندې پوه شئ او هم کولای شئ، خپل ماشوم ته لارښوونه وکړئ، ترڅو غوره کړنې ولري. زموږ دنده خوندوره نه ده که چېرې کوچنیو ماشومانو ته درس ورکوو، فکر مه کوئ، چې زموږ دنده ډېره خوندوره او بوختونکې ده او موږ ته مه وایئ، کاشکې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه کسان، چې سټرس نه لري، دا ځانګړنې لري

ژباړه: عطا محمد میاخېل د اروایي فشار له پلوه هېڅوک بېوزله نه دی، اروایي فشار زموږ د ژوند یوه طبیعي برخه ده، چې کولای شي زموږ په ذهن او بدن باندې ډېرې زیاتې منفي اغېزې وښندي، خو له هغه سره د مقابلې لپاره څه باید وکړو؟ که ستاسو هم خوښېږي، چې آرامه ژوند ولرئ او له اروایي فشار (سټرس) څخه د امکان تر بریده لرې واوسئ، نو هغو تګلارو ته د عمل جامه ور واغوندئ، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

وزرونه د الوتلو لپاره؛ له پنده ډکه کیسه

ژباړه: عطا محمد میاخېل یوه پاچا دوه شاهینه د ډالۍ په توګه تر لاسه کړل، هغه یې د دربار د الوتونکو روزونکي ته وسپارل، ترڅو یې د ښکار د مراسمو له پاره وروزي. یوه میاشت وروسته روزنکی پاچا ته راغی او ورته وې ویل: یو له شاهینونو څخه روزل شوی او د ښکار له پاره چمتو دی، خو نه پوهېږم، چې په هغه بل شاهین باندې څه شوي دي، چې له همغې لومړۍ ورځې څخه … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ښوونکی او استاد د نړیوالو پوهانو له نظره

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل ـــ ښوونکي دروازه پرانیزي، خو دا ته یې، چې باید ورننوځي. (ګالیله) ـــ په یوه کار کې استاد اوسېدل، له دې څخه ډېر غوره دي، چې یو څوک په سلو کارونو کې ځان ښکېل کړي او په یوه باندې یې هم په سمه توګه پوه نه شي. (فارسي متل) ـــ د استاد په ارزښت باندې پوهېدل، هنر نه دی، بلکې اړتیا او دنده ده. (ستر اُرد) ـــ یو ښوونکی … نور ولولئ