افغانستان

یو اګست او درې ملي ورځې/ خپلواکۍ

په ۱۴ یې پاکستانیان د آزادۍ دعوه کوي چې مونږ آزادي اخیستې. کومه آزادي؟ د څه آزادي؟ او له چا نه آزادي؟ پاکستان آزاد شوی نه دی بلکې یو انګرېز تاسیس کړی؛ د دوه سره لرونکي چاړه یو سر یې د افغانستان په ټټر دننه کړ او بل سر یې د هندوستان په ټټر، د همدې چړې په ملا اوس پاکستانیان ژوند کوي چې هر وخت یې د لوېدو امکان شته او د تجزیه کېدو … نور ولولئ
ادبیات

معلومې څېرې، دروغي شخصیتونه او جعلي اکاونټونه

د مهرتاج لیکنه متعلمه وم؛ مکتب ته به چې تللم، د يوه محلي راډیو تلویزيون ژورنالیست به په لاره کې راته درېده. ترڅنګ به یې چې تېرېدم یو څه به یې ویل، دقیقه نه پوهېدم چې څه وايي خو نمبر نمبر به یې ویل (شاید هدف به یې د موبایل نمبر و. متعلمینو پنځه شپږ کاله وړاندې موبايلونه نه درلودل، نه هم ورسره پرېښودل کېدل). لکه د اوس غوندې که زړوره وای نو هرومرو به … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ژوند درک کړئ او د کولو هنر یې زده کړئ!

د مهر تاج لیکنه مرګ حقیقت دی او ژوند راترغاړې دی؛ تر څو چې ساه اخلو پالو به یې. هغه څه (غمونه، نا امنۍ او مرګونه) چې زمونږ له توانه پورته دي، په یادولو او غندلو یې زمونږ نېمه پیړۍ ستړې شوه، نه مو یې مخه ونیولای شوه او نه مو ژوند ښکلی شو. د کايناتو د ستر حاکم له لوري مونږ ته دوه سترې د خوښۍ و لمانځلو ورځې راکړل شوي دي: کوچنۍ اختر … نور ولولئ
رسنۍ

د ژوند د ملګري/ ملګرې د انتخاب معیار؛ مینه که جوړښت

لېکواله: مهر تاج آیا د واده لپاره مئینتوب غوره معيار دی او که دوه اړخيز توافق يا جوړښت!؟ اکثریت خلک د واده لپاره مینه معیار ګني او د کم تعداد خلکو معیار بیا توافق يا جوړښت دی. اول ډول، مئین اشخاص چې د ژوند ملګری/ ملګرې د مئینتوب له مخې انتخابوي: دوی احساساتي اشخاص دي، پر خپل نفس و فکر تسلط نه لري، له شعوره کار نه اخلي، د چا نظر و مشوره نه مني، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څو خاطرې: د ښو به ښۀ یاد کړو، د بدو به څه یاد کړو!؟

د ژوندي زړه درلودونکي، وېښ وجدان لرونکي، با احساسه او مسوول والدین: سهار چې به پوهنتون ته تللم، کله به چې ځنګل باغ (پول سرخ اب/ ننګرهار کابل عمومي سړک “درونټه”) ته ورسیدو د سړک تر غاړې به مې یو غرېبکاره پلار لیده، چې د خپلې پیغلئ “محصلې” لور د خوندي توب و ملتیا لپاره تر سړک رارسولې سرویس ته منتظر ناست و په داسې ضعیف وجود چې ډنګر زنګنونه به یې له کړوپو ولیو … نور ولولئ
ادبیات

څرنګه کولای شو چې مطالعه راباندې ونه غمېږي!؟

ناول بايد کوم وخت کې ولوستل شي!؟ لېکواله: مهرتاج  کوچنیانو ته انځوریز کتابونه د کیسو په شکل ځکه وړاندې کوو ترڅو له کتاب سره یې مینه پیدا او ورسره آشنا شي. کله چې ستر شي او املاء و انشاء زده کړي (تنکۍ ځوانۍ مرحله کې) بیا هم د ناول لوستلو مشوره ورکوو. د ناول لوستل له مطالعې سره د مینې پیدا کېدو یا پرې روږدي کېدو یو منل شوی اصل او میتود دی. یوازې د … نور ولولئ
روغه سټه

ولې کله ناکله بې سببه د زړه تنګۍ او خفګان احساس کوو!؟

داسې هېڅ زړه تنګون یا خفګان وجود نه لري چې علت او سبب ونه لري؛ دا انسان دی چې د اظهارولو/ ښکاره کولو جرات یې نه لري. کله چې د درد څپه پرې زور شي بیا ووایي، هسې بې مورده مې زړه خفه دی، هېڅ بې هېڅه مې زړه تنګ دی. ـ نه، دوی هسې وايي، بې مورده زړه تنګي نه پېښيږي. دا یو روحي یا رواني تکلیف دی، چې مونږ ټول ورسره مخ کیږو … نور ولولئ
ادبیات

د دانش خوږه شاعري او د اورولو ځانګړی انداز

دا لور دې سکول ته بوځه ښه، په لور دې سبق ووایه په دې کې غیرت مه ګوره غیرت ته بلا لارې دي په کوزه پښتونخوا کې زما د خوښې شاعرانو له ډلې يو هم پروفیسور “بخت زاده دانش” صیب دی. دانش صیب د ډېرو داسې صفاتو څښتن دی، چې زه نه یوازې ترې متاثره یم بلکې کله کله مې رخه وشي، چې ولې داسې صفتونه زه نه لرم. یو صفت یې د شعر د … نور ولولئ
خواړه

له خوب مخکې د دې شیانو له خوړلو او څښلو څخه ډډه وکړئ

ژباړه او راټولونه د طبي ماهرینو په وینا د خوب څخه دوه ساعته مخکې باید څه ونه خوړل شي څو پر هضمې سیسټم یا بل کوم جسمانې سیسټم باندې منفي اغیزې ونه کړي. که څه هم له دې څخه انکار نشو کولی چې د ماسوختن له خوا له ویده کیدو مخکې اکثره خلک د یو څه خوړلو عادت وي، دا چې څوک څه ډول خواړه خوښوي دا بیا د هر فرد جدا غوښتنه ده. خو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د وریژو تر دانې هم کوچنی کمپيوټر!

ژباړه او راټولونه: مهرتاج امريکايي ساينس پوهانو د نړۍ د تر ټولو کوچني کمپيوټر د جوړولو دعوه کړې. دا کمپيوټر يوازې ۰.۳ ميلي متره دی او څېړونکي په دې نظر دي چې د سرطان ناروغۍ په درملنه او د سرطان په ناروغۍ د اخته کسانو پر حالت نظر ساتلو کې به ترې ګټه واخيستل شي. د ميشيګن پوهنتون څېړونکو دا کوچنی کمپيوټر د سرطان ناروغۍ له درملنې سربېره د خامو تېلو د ذخايرو د څار، … نور ولولئ