په زړه پورې

د نوي کورونا وایروس د خپریدو مخنیوی ولې ستونزمن دی؟

ژباړه: مهرتاج ۲۰۱۹ ناول کورونا وایرس له یو شخص څخه بل ته هغه مهال هم لیږدول کېږي چې په اخته ناروغ کې یې هېڅ نښې ښکاره موجودي نه وي. دا خبره د چین حکومت تیره اونۍ کړې وه، چې ساینسپوهانو په جرمني کې د یوې تازه پېښې رامنځته کیدو په مرسته اوس ومنله. یوه طبي جریده ” ډی نیو انګلینډ آف میډیسین ” د یو ۳۳ کلن شخص په حواله لیکي چې، نوموړی شخص روغ … نور ولولئ
په زړه پورې

د بل ګیټس لور د مصر مسلمان زلمي سره کوژده وکړه

ژباړه: مهرتاج په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ دویم شتمنۍ لرونکی، تقریباً د ۱۳۰ کهرب روپو مالک د “بل ګیټس” ۲۳ کلنې لور خپل نږدې ملګري چې د مصري نژادي مسلمان ځوان دی کوژده وکړه. ټولې نړۍ ته د کمپیوټر سافټ ویئر اسانتیا وړاندې کوونکي “مائیکرو سافټ کمپنۍ ” تاسیس کوونکي بل ګیټس ۲۳ کلنې لور “جینیفر ګیټس ” او د  ۲۸ کلن مصري نژاد لرونکي ځوان ”  نائل نصر ” تر منځ ۴ کاله … نور ولولئ
په زړه پورې

دغه فلم کې ۹ کاله مخکې د کرونا وایروس وړاندوینه شوې وه

ژباړه: مهرتاج عامه ذهنيت دا دی چې انسان یوازې د ستونزو د هېرولو یا فکر بدلولو په موخه فلمونه ګوري، مګر ډېر ځله معامله برعکس هم کېدای شي. کله به مو داسې نه وي اوريدلي چې ۹ کاله وړاندې جوړ شوی یو فلم دې په ټوله نړۍ کې حقیقتاً خپور شي بلکې په شپږو ممالکو کې دې فلم عملي هم شي؟! هو، داسې وشول، هغه هم له چین څخه د ټولې نړۍ بیلابیلو هېوادونو ته … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا وایرس څه ډول خپور شو؟ دلته یې په اړه له نویو موندونو خبر شئ

ژباړه: مهرتاج د غذايي مارکیټ یو حیوان د کرونا وایروس د خپرېدو لامل شوی. څېړنه: په چین کې د ۲۰۱۹ کال ناول کرونا یا کورونا نومی وایروس اوس د نړۍ مختلفو هېوادونو ته رسېدلی دی. ساینسپوهانو په ډېرې چټکۍ هڅې روانې کړي چې معلومه کړي آخر یاد وایرس څنګه انسانانو ورسېد؟ اوس یوې نوې څېړنې د دې وایرس سرچينې ته په اشاره ویلي چې له “ښاپېرک” يا (خُفاش) نومي مارغه څخه خپور شوی او دې … نور ولولئ
ادبیات

نزار قباني، هغه شاعر چې د شرق بندیوانې ښځې ته یې شعر کې ازادي لټوله

لېکواله: مهر تاج  نزار قباني د ۱۹۲۳ میلادي کال د مارچ په ۲۱مه نېټه د سوریې په دمشق کې زېږېدلی دی. نزار ثانوي زده کړې په دمشق کې پای ته ورسولې. د زده کړې په بهیر کې له خپل شاعر استاد “خلیل مردم بک” نه متاثره شو. نزار د هغه یو له ممتازو شاګردانو څخه و، له ادب او شعر سره يې بې کچې مېنه وه، لوړې زده کړې يې د دمشق په پوهنتون د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د هغې نجلۍ ملګری شه چې کتاب لولي – مهر تاج

ـ فليپينۍ ليکواله، روزماری اورکویکو ژباړنه: مهر تاج د هغې نجلۍ ملګرتيا وکړه چې خپلې روپۍ د جامو پر ځای پر کتاب لګوي. هغه نجلۍ چې د جامو المارۍ يې د ډېرو جامو پر ځای د ډېرو کتابونو په وجه تنګه وي. هغه نجلۍ چې د خپلې خوښې وړ کتابونو اوږد لست یې برابر کړی وي. هغه نجلۍ چې د خپل ماشومتوب د مهال د کتابونو کارت اوس هم له ځانه سره لري. هغه نجلۍ … نور ولولئ
خواړه

ښځې ولې خوراک کې زیات سابه (سبزیجات) خوښوي!؟

لیکنه: مهر تاج دا موضوع په څېړنه ارزي چې “ښځې ولې خوراک کې زیات سابه (سبزیجات) خوښوي!؟” څو میاشتې مخکې کلي ته تللې وم، مازدیګر مهال له پېغلو سره دېرې ته ښکته شوم، په شنو پولو وګرځېدو. کاکا ناوې مې د شفتلو په کوړه کې شنه شفتله راوکړه. له مالګې سره مو د شنو شفتلو په خوړلو بنډار وکړ خو چې شپه شوه، تر سهاره مې د معدې له درده سترګه پټه نه کړای شوه. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ستاسې د لیکنې سبک ستاسې په اړه څه وايي؟ تر شاه یې پټ رازونه

لیکنه: مهر تاج دنيا کې د هر چا د ليکنې سبک او انداز له نورو سره مختلف وي خو آيا کله مو فکر کړی چې ستاسې د ليکنې سبک ستاسې په اړه ډېر څه وايي؟ آيا غواړئ پوه شئ چې ستاسې د ليکنې خپل سبک ستاسې په اړه څه وايي؟ راځئ، موږ به درته ووايو چې د ليکنې د سبک تر شا کوم رازونه پټ دي. د الفاظو ترمنځ فاصله يا خاليګاه: د ليکلو پر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ټولنیزې رسنۍ او ترې د عشق و محبت په نوم ناوړه استفاده

لیکنه: مهر تاج لکه څرنګه چې سایبرنیټ، سوشل میډیاوې، ټیکنالوژۍ وغیره ګڼې ښیګڼې لري تر څرنګ یې یو لړ تاوانونه هم لري او زیاتو جرایمو ته زمینه سازي هم کوي. د نیمګړتیاوو/ زیانونو له ډلې یې یو هم د عشق، محبت/ مینې موضوع ده؛ نن سبا دې مشکل سره ۷۰ فيصده ځوانان مخ دي چې وجه یې “سوشل میډیا” ده. سوشل ميډيا په انسان کې تنده پيدا کوي. وجه یې اندرونې تنهایي یا ځانته والی … نور ولولئ
پوهنه

انتقادي تفکر او استدلال

لیکواله: مهر تاج  انتقادي تفکر څه ته وایې، کله رامنځته کېږي او چې رامنځته شي، استدلال باید څنګه وشي!؟ تر هر څه مخکې لومړی د، « انتقادي تفکر» تعریف ته راځو: « انتقادي تفکر» تعریف یو ګران کار دی، پوهانو ښایي مختلف تعریفونه کړي وي، ما په یو کتاب کې د انتقادي تفکر تعریف داسې لوستی او همدا تعریف مې راخیستی دی چې : « د خپل ځان، یا نورو د تفکر ژوره مطالعه ،ارزونه او … نور ولولئ