ژوند بڼه

زه یو مېړه یم – مهر تاج

زه د خوب په بستره (ځای، تخت) کې د موبایل د استعمال څخه ډډه کوم، خو که چیرته اړتیا پیدا شي بیا یې رڼا کموم، تر څو مې د مېرمنې خوب خراب (مزاحمت)  ورته ونشي. ـ په خوړو کې د مالګې، مرچ په ډېر و کم باندې مې مېرمن هېڅکله نده رټلې، ځکه په دومره کوچنۍ خبره مې د ژوند ملګرې څنګه ذلیله کولای شم!؟ ـ زه د کور په کارونو کې د خپلې مېرمنې … نور ولولئ
ژوند بڼه

۴مه برخه؛ «یو څوک باید ولرې»

یو څوک باید ولرې؛ چې پدې ټیکنالوژيکه زمانه کې، ستا لپاره؛ قلم و کاغذ کاروي. څو د مینې جملې درته له زړه لیکي، تر څو د نښې په توګه یې درسره وساتي، میاشتې، کلونه وروسته یې له صندوقچې راواخلي او د مینې خاطرې دې پرې تازه کړې. یو څوک باید ولرې؛ چې ستا په نامه کور کې وړه کتابخانه ولري، د المارۍ هر کتاب په پاڼو کې یې د سترګو ځل او ګوتو نښې پاتې … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې د چارواکو پر ښو کارونو سربیره څو نیوکې

زمونږ د ننګرهار ولایت والي ډېر  ښه روان دی، خو ولې ښه نه دی روان. ورځې وړاندې یې ډېر ښه ټویټ کړی و، وايي: افغانستان کې ۹۵ سلنه ولس مشاورین دي او ۵ سلنه کار کوي. نوره دنیا کې ۵ سلنه مشاورین او ۹۵ سلنه کار او عمل کوي. ما ویل هسې هم مشاورین یو، د والي صیب د کارنامو، ویاړونو او خدمتونو ته به یوه لنډه کتنه وکړم، الته زه یې مثبتو یادونه نه کوم، … نور ولولئ
په زړه پورې

ډاکټرنانشن: ښايي د روانې میاشتې تر پایه د کرونا مخنیوي په اړه د ډیر پرمختګ شاهدان اوسو

کرونا وایرس یا هم کووېډ ۱۹ به د آپریل میاشتې تر پایه خپل غملړلی ټغر د ځمکې له مخ نه ټول کړي. د کرونا وایروس په اړه د چین د روغتیا ملي کمیسیون مشر ډاکټر “ژونګ نانشن ” ادعا کوي، چې امکان شته چې د آپریل تر پایه په نړیواله کچه د کرونا ویروس په اړه د ډیر پرمختک شاهدان اوسو. د ډاکټر “ژونګ نانشن” یوه ويډیو چې د “شېژین” تلویزیوني چینل له خوا خپره … نور ولولئ
خوندیتوب

د کورونا رخصتیو پرمهال له رواني ستونزو د ځان ساتلو لارې چارې

ارواپوه: “فرحان ‘ظفر ‘  ژباړنه: مهر تاج په کور کې  مسلسل قرنطین او د کورونا وایرس ترهیدلي خبرونو لیدل او اورېدل لویانو او ماشومانو د مختلفو رواني/ ذهني ستونزو سره مخ کولای شي. ډیپریشن یا ژور خفګان: ذهني او جسماني اذیت لرونکي اندېښنو ته ډیپریشن ویل کېږي چې د انسان ذهني توازن له لاسه ورکول، په تصمیم نیولو کې ستونزه لرل، طبعیت یې ستړی، د پښیمانۍ او مجبورۍ احساس، مایوسي، بې خوبي، کنجکاوې، د خوښې … نور ولولئ
روغه سټه

ایا د ویني ګروپ د کوویډ ۱۹ ناروغی په زیاتوالي رول لري؟

د نوې نوول کورونا وایرس ټوله نړۍ کې دومره په تېزۍ سره خپریدل د ساینس پوهانو د اټکل څخه هم پورته دی. ساینس پوهان اوس په دې هڅه کې دي څو پوه شي چې کوم داسې عناصر دي چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ په شمېر کې دومره په چټکۍ سره ډېروالی راولي. تیر کال دسمبر د چین په ووهان ښار کې  راپیدا شوي یاد وایرس په ټوله نړۍ د ویر ټغر خپور کړی دی، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

والدین باید د قرنطین او رخصتیو پر وخت څه وکړي؟

ژباړه او راټولوونه: مهر تاج مورې، مونږ په کور کې ولې ایسار یو؟ کورونا څه شی دی؟ ماشومان هم پرې اخته کېږي؟ پلار جانه مونږ پارک ته ولې نه بوځئ؟ مونږ خپلو ملګرو سره د لوبېدو لپاره ولې نه پریږدئ؟ مونږ فلان ځای ته ځو او مونږ بوځه بس! نن سبا دا او دیته ورته ګڼې نورې پوښتنې په هر کور کې د ماشومانو له لوري مطرح کېږي. د کورونا وایرس د ناروغانو او مړینو … نور ولولئ
ژوند بڼه

دریمه برخه؛ (څوک باید ولري )

یو څوک باید ولرې: چې بدرنګۍ ته دې نه تعریف شوې بې مثاله شاعرانه تعریف ورکړي او نېمګړتیا دې ځانګړنه وګڼي. داسې یو څوک؛ کله چې بیده وې باڼه دې وشمېري، سهار له تخته د پاڅېدو پر مهال دې له مټه کش بیرته له ځانه سره کمپله کې په ځان کې ورک کړې او درته ووایي، زمونږ سهر ته لا وختي . داسې څوک؛ چې ژمی یخي اوبه پرې واړوې، پکه پرې چالان کړي، چې … نور ولولئ
افغانستان

کورونا جدي وګڼئ، خو ولې باید ویره له ذهنه وباسو؟

یو مار د خپلو زهرو صفت کاوه، چې زما چیچل اوبو ته اړتیا نه لري. تر څنګ ناستې چنګښې ورپورې وخندل او ورته یې کړل: خلک ستا د زهرو له امله نه مري، بلکې ستا د ډار له امله مري . دواړو شرط کېښوده چې یو لاروی به مار پټ چیچې خو ځان به ورته چنګښه ښایي او بل لاروی به چنګښه پټ چیچې مخې ته به یې مار راوځي. پدې کې یو لاروی په … نور ولولئ
په زړه پورې

آیا د تبې کمولو درملو خوړل به په کورونا وایرس اخته ناروناغو ته ضرر ولري؟

‏اروپایي درملو اتحادیې ویلي، داسې هېڅ شواهد نشته، چې دا ثابته کړي چې د تبې کمولو دواګانې لکه ‘ابروفن ‘هغو ته چې په افغانستان کې ‘بروفن’ ویل کېږي، د نوې کورونا وایرس د کووډ ۱۹ ناروغی شدت کې ډیروالی راوستی وي. اروپایي درملو اتحادیي ( IMA) ویلي، چې د تداوی چارې زمونږ د څار لاندې دي، ناروغانو او ډاکټرانو په ټولو تداوي آپشنو یا غوراويو غور کېږي، چې په هغې کې د تبې یا درد … نور ولولئ