ټولنیز ژوند

د ډیرې مینې بده پایله؛ مینه باید یو طرفه ونه اوسي

که چېرته يو څه مو سترګو ته ډېر نږدې کړو نو بالاخره هغه شى مو سترګو ته نه ښکاري. انسانان هم همداسې دي، که چېرې تل يې تر څنګ اوسو او ډېره مينه ورسره وکړو نو د دې لامل کېږي چې مونږ يې نور له سترګو ولوېږو. د نړۍ په پيدا شويو اړيکو کې، د هرې اړيکې دا خاصيت دى، چې که تل احساسات ورته بيان کړو او دا ورته ښکاره کړو، چې څومره ډېره … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ګډ ژوند ښکلي کول؛ د يو بل ستاينه وکړئ

د ګډ ژوند پيل د نړۍ په بېلابېلو قومونو او دينونو کې د بېلابېلو موخو لپاره ترسره کېږي. چې ډېرى د ژوند اړينې اړتيا او د ژوند بقا لپاره کوي. دلته مونږ د ګډ ژوند په خوږ باندې ځينې کرښې لیکلي: ۱ـ ذهن کې منفي فکرونو ته ځاى مه ورکوئ: منفي فکر د اړیکي زوال ده. په سلو کې ۹۰سلنه اړیکې د دې لپاره له منځه ځي، چې دوی د یو بل په مقابل کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ناروا اړیکو درلودل انسان له سترو ننګونو سره مخ کوي

د اسلام مبارک دین هغه دین دی، چې د منطقي دليل پرته یې داسې هېڅ څه شتون نه لري، چې پر انسان یې منع کړي وي او د هر څه په اړه یې موږ ته دا ښودلي، چې ولې او د څه لپاره موږ پر انسان دا کار حرام ګرځولی دی. د بېلګې په توګه، د شرابو څښل. شراب د انسان بدن باندې ډېره بده اغېزه لري، او له جسمي کمزوریو نیولې تر اروايي ناروغیو … نور ولولئ
ژوند بڼه

ښځې ولې ډېرى وخت خپه وي؟ لاملونه یې!

شاید تاسې ته کله ناکله دا خبره ذهن کې رالوېدلې وي چې ستاسو مېرمن ولې له تاسو څخه خپه غوندې ده، په داسې حال کې تاسې کوم څه هم نه دي کړي، چې له امله یې خپه اوسي؟ ځکه چې هغه داسې ګمان کوي، چې تاسې یې په مقابل کې هېڅ احساس نه لرئ، په داسې حال کې چې خبره داسې نه ده. ستاسو د مېرمنو په ذهن کې د داسې فکرونو لامل ډېر وړکی … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د یوې داسې اړیکې لټه باید وکړو چې دا ارزښتونه په کې ساتل شوي وي

زه يو چا سره داسې اړيکه لرل غواړم چې هغوى ته بايد د ځان سپيناوى ونه کړم. ځکه چاته د ځان سپيناوي څخه بل ستړى کوونکى کار نشته او احساساتي ستړيا د فزيکي ستړيا څخه څو ځله ستونزمنه ده. مونږ بايد تل د داسې اړيکې او خپلوۍ په لټه کې اوسو چې په هغې کې زموږ د باور خپلواکۍ څخه خوند واخلو او چېرته چې زه خپل ځانته د ځان سپيناوى ونه کړم. زه بله … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د خپلوخوبونو په غښتلتیا باور ولرئ

خداى هېڅکله داسې يوه نظريه د چا په ذهن کې نه ځایوي چې د ترلاسه کولو توان یې نه وي. د همدې لپاره هر څیز او هر کس د يو بې ساري مقصد لپاره جوړ شوي. کوم کار چې، اوبه کوي، تيل يې نشي او کوم کار چې مس کوي، سره زر يې نشي کولاى. د ميږي نازکي د دې لامل کېږي، چې هغه حرکت وکړي. د ونې سختي د دې لامل کيږي چې پر … نور ولولئ
خواړه

د زنجفيل روغتیايي ګټې؛ له مغزي سکتې مخنیوی کوي

زنجفیل یو داسې بوټی ده، چې ښه خوند او ښه بوی لري او د دې بوټي اصلي ټاټوبی هند ګڼل کېږي. په قران شریف کې هم د زنجفیل یادونه شوې، او په اړه یې داسې ویل شوي: “وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًا” (سورة الإنسان آية ١٧) په جنتیانو به د شرابو داسې جامونه وڅښل شي، چې ادرک یا زنجبیل به په کې وي. له زنجفیل څخه په لومړي ځل هغه وخت ګټه واخیستل شوه، … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د شعلې فلم ګبر څوک و؟

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان دی، چې له نن څخه ۸۰ کاله پخوا د نوامبر په ۱۲ په کال ۱۹۴۰ کې په پېښور کې وزېږېد. امجد شل کاله د فلمونو په ډګر کې داسې رول ادا کړ، چې تراوسه د امجد په ډول ډیالوګونه بل … نور ولولئ
ژوند بڼه

درې ټکي چې د نیکمرغه ګډ ژوند بنسټ جوړوي

د نړۍ ټولې جوړې د دې تمه لري، چې ګډ ژوند یې ښکلی او د واده اړیکه یې ورځ تر بلې ټينګه شي. خو له بده مرغه د ځينو ستونزو او نه پوهاوي له امله دا اړیکه سستېږي. مونږ په دې لیکنه کې پر ځینو هغو خبرو کرښې لیکلي، چې په ګډ ژوند کې یې ښځه له مېړه څخه تمه لري: ۱ـ درک کول په ګډ ژوند کې درک کول یوه اړینه وجیبه ده، ځکه … نور ولولئ
روغه سټه

ژړا په بدن کې زهري مواد له منځه وړي!

لیکنه: مریم صدیقي ژړا او اوښکې تویول د بدن زهري مواد له منځه وړي، او له دې سره د بدن هغه کیماوي مواد پاکوي چې د کورتیسول (د سټریس هورمون) د ډېروالي سبب کیږي. دا به مو ډیر اوریدلي وي چې خندا د هر درد لپاره دوا ده، خو کله کله ژړل هم د ذهني فشار او ناراحتي لپاره ګټوره کېدای شي. د ژړا یوه ګټه دا ده چې فیزيکي فشار له امله د احساسي … نور ولولئ