خواړه

که د معدې تېزاب مو زیات وي، د دغو خوړو څخه ډډه وکړئ 

د معدې تېزابیت یا د معدې سوځېدل یوه عامه ناروغي ده، چې له مرۍ بیا د معدې تر ښکتنۍ برخې پورې دوام لرلی شي. د معدې د تېزابیت له امله کېدای شي ډېری وخت ناروغ سخت ټوخی هم ولري، چې دا ناروغۍ د امیندوارو ښځو لپاره خورا ځوروونکې وي. که چېرته د معدې تېزابیت ستونزه مو دومداره وي، نو ځینې داسې خوراکي  توکي هم شته، چې یاده شوې ستونزه حلوي، لکه: بادام، کېلې، سره غوښه، … نور ولولئ
سینما او موسیقي

باليووډ  کې د شاه رخ خان ۲۹ مزل له کوم فلمه راپیل شو؟ 

۲۹ کاله وړاندې یو ځوان ممبي ښار ته لاړه، چې غوښتل یې خپل خوبونه په رښتیا بدل کړي. کله به یې چې د خپلو لوړو هیلو په اړه نورو ته وویل نو ټولو به پرې خندا وکړه، خو هېڅ څوک پر دې نه پوهېدل چې شاه رخ خان د لوړو هیلو ترڅنګ د یو لوړ همت درلودونکی هم دی. د بالیووډ کینګ له خولې: ( کله چې ممبي ښار ته راغلم نو خپل ملګري ته … نور ولولئ
ادبیات

انګلۍ څه ډول ژانر دی؟

افغانۍ ټولنه او په ځانګړي ډول د پښتني ژوند دودونه د ډېرو فولکلوري ژانرونو زېږنده ده، چې یو له هغې څخه د انګۍ په نوم ژانر دی. کله چې نجلۍ  ودېږي او د پلار له کور څخه رخصتېږي نو دا صحنه د هر چا لپاره خورا غمجنه وي، خو د خپلې نجلۍ لپاره چې د پلار له کور څخه ځي، او د خاوند کره به نوی ژوند جوړوي، ډېر دردونکې وي. په تېره بیا په … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د عالیه بټ او اجي دیوګن فلم له نن څخه يوه مياشت وروسته خپرېږي!

د بالیووډ نړۍ دوه نامتو ستورو( عالیه بټ او اجي دیوګن) د ګانګوبای ګاټیاواري Gangubai kathiawadi په نامه نوى فلم، د جولای میاشت په ۳۰ نېټه ریلېز کېږي. د دې فلم کیسه واقعي ده، چې د هند په یوې مافیايي ښځې پورې اړوند کېږي. ګانګوبای ګاټیاواړي له ماشوم توبه په بدو کارونو روږدي کېږي، او وروسته ترې د هند په کچه یوه لویه مافیا جوړه شي. د دې فلم په مرکزي رولونو کې عالیه بټ … نور ولولئ
روانې سلامتي

ايا پوهېږئ چې د وېښتانو سپینېدل د زړه له ناروغۍ سره تړاو لري؟

ليکنه: مريم صديقي د موټي په څېر جوړ د انسان زړه د هغه په عمر اوږدو کې تقریبا درې میلیارده وارې ځان راټولوي، چې دا چاره د حیرانتیا ده. زړه په یوه شپه او ورځ کې زموږ د بدن لپاره ۱۰ زره ليټره وینه پمپوي. او نه ستړى کېدونکى کار ترسره کوي. خو ښایي دا خبره تاسو ته نوې اوسي، چې د انسان زړه او د ویښتانو سپينېدل سره څه تړاو لري؟ د قاهرې پوهنتون … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د ٧٥٠ پښتو فلمونو هيرو، بدر منیر څوک و؟

راټولوونکې: مريم صديقي د بدر منیر نوم د یوه فلمي اتل په توګه د پښتنو په نسلونو، نسلونو کې د خلکو په ذهنونو کې کښل شوی دى. بدر منیر یو دروېش صفته او د پښتو فلمونو پیاوړی اداکار و، چې په کال ۱۹۴۰ م کې په شاه ګرام کې وزېږېد. په کال ۲۰۰۸م کې په لاهور کې د ۷۰ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. بدر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د حضرت علي(رض) له نظره هوښیار څوک ده؟

حضرت علي رضي الله عنه هوښیار مومن هغه څوک بولي، چې دا لاندې ځانګړنې ولري: ۱ـ د غوسې پرمهال له زغم څخه کار اخیستل ۲ـ د وېرې او وحشت پر وخت صبر کول ۳ـ د شتمنۍ درلودلو پرمهال اعتدال او میانه روي ساتل ۴ـ د ژوند ستونزو او سختیو پر هر حال تقوا کول، او پر دې ډاډه کېدل چې هر څه د الله له لورې دي ۵ـ صله رحمي ۶ـ له جنګ او جګړو … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ په کچه د تر ټولو غټ ډایناسور هډوکي کوم هیواد کې وموندل شول؟

ډایناسور هغه ژوی دی چې نسل یې په بشپړ ډول له منځه تللی، خو د دې ژوی په اړه څېړنه، او دا چې څومره کاله پخوا دې ژوی په ځمکه کې ژوند کاوه،د اسکلیټونو او فوسیلونو د پلټنو وروسته لرغون پوهانو دا ځل د نړۍ په کچه د تر ټولو غټ ډایناسور هډوکي وموندل. لرغون پوهانو په استرالیا کې د داسې ډایناسور پاتې شوني موندلي، چې دوی یې خپله حیران کړي دي. لرغون پوهانو یاد … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ځان قدر وکړئ؛ تاسې له ویاړونو ډک تاج پر سر لرئ!

خدای(ج) انسان ته د یوه شهکار کولو وړتیا ورکړې او بیا یې ویلي چې هېڅوک د انسان تقدیر نشي بدلولی، پرته له خدایه او د انسان خپل زیار. موږ په ټولنیز ژوند کې له داسې خلکو سره مخ کېږو، چې دوی به د ملګرو، خپلوانو او یا هم لاروي په څېره کې وي، د دوی خبرې به منفي اړخ لري، او په دې خبرو او مفکرو سره غواړي چې په موږ کې د حقارت حس … نور ولولئ
سینما او موسیقي

پټان؛ هنګامه اچوونکی فلم په بشپړېدو دی

د بالیووډ د سلطان او د بالیووډ د پادشاه د فلم( پټان) جوړېدو ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی ده، او ویل شوي ول چې د ۲۰۲۱م په جنورۍ میاشت کې به د سینما په پرده خپور شي، خو له دې نیټې ورسته هم تراوسه د(( یش راج)) فلم جوړونکي شرکت په رسمي توګه د دی اعلان نه ده کړی، چې پټان فلم به کله خپور شي. په پټان فلم کې چې سلمان خان له شاه … نور ولولئ