ادبیات

د ( زنان مهاجر و روایت های درد و مقاومت ) کتاب مخکتنه وشوه

لیکنه:  مهدیه مصطفایي ژباړه:  ملیحه ناصري په دې کتاب کې د ایران,  افغانستان, پاکستان او هند لسو مهاجرو مېرمنو د خپل مهاجرت په اړه خبرې کړي. تېره اونۍ د کاناډا په مونټرال ښار کې د ( زنان مهاجر و روایت های درد و مقاومت ) کتاب مخکتنه وشوه . په دې کتاب کې د یادو هېوادونو لسو مېرمنو تر مهاجرت مخکې او له هغه وروسته د بریالیتوبونو په اړه یې خبرې کړي دي. دا کتاب … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ګڼه ګوڼه کې اوسیدل د سرطان خطر ډیروي

لیکنه:  سوفیا دورو ژباړه:  ملیحه ناصري د هوا د خرابوالي په اړه یوه څېړنه ښیي چې د عمومي سړکونو په پنځوس مټرۍ کې ژوند کول, لس سلنه د سږو پر سرطان د اخته کېدا امکان ډېروي. دغه څېړنه چې د پینځه لسو روغتیایي او چاپېریال ساتونکو سازمانونو له خوا شوې , دا هم وایي؛ هغه ځای کې اوسېدل چې تګ راتګ او ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي ؛ نو څورلس سلنه د ماشومانو د سږو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د غاښ درد لپاره کورنۍ درملنه؛ دلته یې ولولئ

لیکنه: ملیحه ناصري که چېرې غاښونه مو د شپې یا داسې وخت کې په درد شول چې ډاکټر ته نشوئ تلی ؛ نو دا کورنۍ درملنې مه هېروئ , هم اسانه دي او هم ګټورې: ۱- پر دردمن غاښ مو یوه ټوټه هوږه کېږدئ. څو شیبې یې پرېږدئ چې درد ارامه کړي. درد چې ورک شو هوږه ایسته کړئ. ۲- کېدی شي په کورونو کې داسې چای هم وکاروئ چې په وړو کاغذي کڅوړو کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کورنیو تاوتریخوالو قربانیان او اوږدمهاله ناروغۍ

لیکنه:  مایا اوپنهایم ژباړه:  ملیحه ناصري ( فایبومایالېژیا)  داسې ناروغي ده چې د ځان دردۍ او ستړیا لامل کېږي. یوه نوې څېړنه ښیي, هغه مېرمنې چې کورني تاوتریخوالي سره مخ دي, دوه چنده د نورو ښځو په پرتله پر دې ناروغۍ اخته کېږي. دا څېړنه برمېنګهم او واریک پوهنتون کړې ده. دوی وایي : هغه ښځې چې د خاوند له خوا پرې ظلم کېږي,  پر دې ناروغۍ اخته کېږي چې اوږدمهاله ستړیا هم ورسره مله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نارینه وو ۲۴ شریک خویونه؛ ښايي ددې لوستلو ټولو ته جالب وي !

لیکنه: ملیحه ناصري د نارینه وو پېژندنه لږ ستونزمنه برېښي ؛ خو هومره سخت هم نه دي ؛ ځکه ډېر لږ داسې نارینه موندل کېږي چې د هغوی شخصیت دې پټ وي او د ژر تشخصېدا وړ نه وي. د ښځو په پرتله نارینه ژر پېژندل کېږي. دلته مو په څو شمېرو کې د نارینه وو تر مینځ ګډ خویونه راغونډ کړي: ۱- نارینه تل هڅه کوي چې د حالاتو کنټرول له ده سره وي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ګټوره مطالعه

لیکنه: ملیحه ناصري مطالعه کتنې او لوستلو ته وایي. د یو شي, یو کار, یو شخص او یوه ځای د وضعیت د څرنګوالي کتنه, د کتاب, چاپی یا ناچاپه اثارو لوستلو ته مطالعه وایي. کله چې د یوه شي په اړه سوچ کېږي , په غور او ځیر ورته کتل کېږي, د هغه د اصلي محتوا او پیغام په اړه تفکر ته هم مطالعه وایي؛ مثلا:  پلانی مې ښه مطالعه کړی, خورا بد خویه دی … نور ولولئ
خواړه

د ګازلرونکو څښاکو تاوانونه

لیکنه: ملیحه ناصري ګاز لرونکي څښاک ( نوشابه ) ډېری له مصنوعي ویټامینو, خوراکي رنګونو, خوږو او نورو موادو جوړېږي . ناطبیعي خواړه ( مصنوعي)  او انرژۍ انسان ته تاوان لري. که دا ډول څښاک وڅښل شي تر یو دوه ساعتونو پورې سړي ته کاذبه ( دروغجنه ) انرژي ورکوي. وروسته یې یوازې زیانونه پر ځای پاتې وي او بس. دلته به څو ټکو کې دا زیانونه ولیکو: یو / د وینې فشار لوړوي : … نور ولولئ
ټیکنالوژي

پر ماشوم د ځیرک مبایل ناوړه اغېز

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري د ماشومانو په اړه د مور و پلار لویه اندېښنه دا ده, کله چې ځیرک مبایلونه ماشوم ته ورکوو ؛ نو ایا د دې توکو یا وسایلو شعاوې به د ماشوم روغتیا له خطر سره مخ کړي ؟ د سویس څېړنیز ټیم اووه دېرش کسه د همدې مسالې د ثابتولو په پار مطالعه کړل. اووه ویشت کسانو ځیرک مبایل کاراوه , پاتې نورو عادي بټنې والا. دوی په دغه موده … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کلیمو تر شا احساسات 

لیکنه: ملیحه ناصري ژبه هغه سیستم دی چې له احساساتو او عواطفو سره مستقیمه اړیکه لري. عواطف پر ذهنیت , ذهن پر ژبه او ژبه بېرته پر احساساتو اغېز کوي. مانا دا شوه چې ژبه لکه یو دوراني سیستم, لومړي ټکي ته راګرځي. که موږ جګړې ته جګړه, غم ته غم, خوښۍ ته خوښي وایو ؛ نو ښکاره ده چې د هرې یوې کلیمې تر شا فردي احساسات پراته دي. که چېرې دوه کسان خپلو … نور ولولئ
په زړه پورې

زه یو اویغور یم – ملیحه ناصري

د یوه اویغور وینا چې مور او پلار یې د اجباري کارونو په کمپ کې دي. هلمداد هري ایغور زه یو اویغور یم , له سیاست سره زما د کورنۍ اړیکه تل دردوونکې ده . له پلرونو مې رانیولې چې د ځایي حاکمانو د جبران غوښتونکو کړنو له امله مهاجرت ته اړ شول – تر نیکه پورې مې چې د فرهنګي انقلاب پر وخت د جبري کارونو کمپ ته واستول شو . مور او پلار … نور ولولئ