خواړه

د انځر خوړلو ګټې

ژباړه: ملیحه ناصري انځیر د مدیترانې بومي میوه او ګرم مزاجه ده. هغه کسان چې اوږدمهاله یا لنډمهاله ناروغۍ یې تېرې کړې وي او کوم ځانګړی حساسیت ورسره ونه لري, ښه ده چې انځیر وخوري تر څو بیا روغ او ورځنیو چارو ته ورسېدلی شي. انځیر ډېرې ځانګړتیاوې او ګټې لري چې دلته به یې ووایو: وینه پاکوي او د وینې د غوړو ( کلسټرول)  ضد دی. هېره دې نه وي چې د وینې غوړ … نور ولولئ
ادبیات

حسامیزي څه ته وايي؟ دلته تعریف او په څو شعرونو کې په نښه شوی !

لیکنه: ملیحه ناصري نوم یې له ورایه راته وایي چې له حس څخه اخیستل شوې کلیمه ده. جوړښت یې پاړسي (حس + آمیزي)  دی. مانا د حسونو ګډونه، خو د ماناپوهنې له نظره یې که د کارونې مواردو ته ځیر شو، موخه یې د حسونو یو د بل پر ځای کارونه ده، نه ګډونه. کلیمې هم سیمانټیکي ماناوې لري هم پریګماټیکي رانغاړي. سیمانټیکي مانا یې محدوده وي، خو پریګماټیکي یې ډېرې هم کېدای شي. دلته … نور ولولئ
خواړه

د لیمو حیرانوونکې ګټې؛ همدا اوی ترې ګټه اخیستلی شئ

ژباړه او زیاتونه؛ ملیحه ناصري لیمو د سټروس له کورنۍ او خورا خوندور دی. ډېر ویټامینونه هم لري، لکه  اې، سي، او د بي ډلې ویټامینونه. معدني مالګې، مګنیزیم، منګنیز او پتاشیم پکې دي. د لیمو ځانګړتیاوې: ۱ – د ښکلا لامل دی: لیمو ښکلا ډېروي. پوستکی تازه، روغ، ځوان او ښایسته ساتي. د پوستکي له ګونځو او زړښته مخنیوی کوي. د دې په‌پار چې د مخ لکې مو ورکې شي، د شپې لیمو پرې وموښئ … نور ولولئ
خواړه

د کاکاو ګټې، ځانګړتیاوې او زیانونه؛ دا ټول دلته لنډو کې درته وایو

ژباړه؛ ملیحه ناصري د کاکاو ګټې: انتي اوکسیډانټ لري. د وینې فشار ټیټ ساتي او د لوړېدو مخه یې نیسي. د وینې د ټینګېدو، د رګونو له بندښته او د زړه د سکتې مخنیوی کوي. پولي فینول یې ډېر دی، ځکه نو انتي اوکسیډانټ دی او روغتیا ته ګټه لري. تر چای او قهوې یې کافیین لږ دي. کاکاو تریخ الکالویېد (تینوبرومین اووه)  لري، چې د ادار ځانګړی سیسټم تحریکوي. دا ویټامینونه په کاکاو کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د مثبت اندۍ ۷ هغه لارې چې شاید تر اوسه مو ورته پام نه وي !

ژباړه او زیاتونه؛ ملیحه ناصري ځینې وخت د انسان پر فکر منفي خبرو وزرې غوړولې وي. دا منفي اندي ټول ژوند اغېزمنولی شي، خو که هغه مهال خپل احساسات بدل کړئ، د خپګان پر ځای لږ څه خوښي حس کړئ، ورو ورو مو ټول ژوند سمېږي او منفي فکرونه مو نه ځوروي. د مثبت فکر لرلو لپاره اووه اسانه لارې درښیوو: ۱ – اروایي ورزش وکړئ: هماغسې چې پر خپلو فزیکي عضلاتو کار کوئ او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د وخت پرځای کارول تر ټولو مهمه اړتیا، خو څنګه یې مدیریت کړو؟

لیکنه؛ ملیحه ناصري ځینې وخت موږ له داسې حالتونو سره مخ کېږو چې هک حیران پاتې یو او لاره رانه ورکه وي چې اوس دومره کارونه په دې لنډ وخت کې څنګه وکړو. مانا وخت منډې وهي او موږ یې په رانیولو پسې ځغلو. په دې خاطر چې هم وخت سم وکاروو، هم مو چارې منظمې وي، نو څو ټکي باید هېر نه کړو. – ورځ په خوښۍ پیلول؛ د ښې ورځې د پیلولو لپاره … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

په ملګرتیا کې باید کوم حدود وساتئ؟ دلته لیکل شوي

لیکنه؛ ملیحه ناصري ارزښتناکه ملګري تل د دې وړ وي چې د ژوند تر پایه دې ورسره پاتې شو او دا اړیکه وپالو، خو پالل یې ځینې داسې رمزونه لري چې د تلپاتې کېدو ضمانت یې کولی شي. هغه رمزونه خپل ځان او مقابل لوري ته د ځینو حدونو ټاکل دي. کله چې دوه کسان سره ملګري کېږي، ښه به وي چې د ملګرتیا د غځولو په خاطر پر دې  حدونو ورو ورو، نېغ په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا لیکنه ټولو ته ضرور ده؛ د ژور خپګان نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه او زیاتونه؛ ملیحه ناصري د ژور خپګان نهه نښې ۱ – د خوب ګډ وډي: په ژور خپګان اخته کس د خوب له ګډوډۍ ځورېږي. کله بې خوبه وي، کله ډېر ویده کېږي یا هم سهار وختي پاڅېږي. ۲ – خرابه اشتها: اشتها یې سمه نه وي. یا ډېر خوري یا کم چې د چاغښت یا ډنګرېدا لامل کېږي. ۳ – نه تمرکز: پر ژور خپګان اخته کس سم تمرکز او د ژوند ساده … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تر ناکامۍ وروسته بریا شته؛ دا چې څنګه؛ راشئ له موږ سره یې ولولئ 

لیکنه: ملیحه ناصري انسان کمزوری او احساساتي مخلوق دی، خو د احساساتو کنټرول او قوي تکل له انسانه ځواکمن موجود جوړ کړی. موږ د بریا او ماتې پرېکړه د ژوند په سختو او زړه بوږنوونکو پېښو کې کولی شو. که چېرې د ژوند په یوه برخه کې ماتې وخورو، دا موږ خپله یو چې خپل تګلوری ټاکو. آیا ماتې منل به غوره وي که په بریا پسې مټې نغاړل؟ ښکاره ده چې په هرې ناکامۍ … نور ولولئ
ادبیات

ادب څنګه له اروایي حالاتو او کیفیاتو سرچینه اخلي؟ 

لیکنه: ملیحه ناصري ارواپوهنه په ټولیز ډول د یوه کس رواني حالت او اروایي ستونزې څېړي. سره له دې چې علمي لارې چارې ورته لري ؛ خو تر ډېره پر تجربې ولاړ علم دی او ارواپوه باید له ناروغ سره مستقیماً په اړیکه کې وي, د هغه له خبرو, کړو وړو , لیدو ډول,  کړنو , چارو , ژوند ډول او نورو موضوعاتو په څېړلو کولی شي د اروایي ناروغ رواني حالت تثبیت او درملنه … نور ولولئ