خواړه

د وجود د دفاعي سیسټم قوي کوونکي خواړه

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري د بدن دفاعي سیسټم ډېر پېچلی دی، دنده یې له مېکروبونو سره مبارزه ده. د دې سیسټم د پیاوړي کولو په خاطر موږ ټول اړ یو داسې خواړه وخورو چې د ویروسونو او ناروغیو پر وړاندې مو غښتلي کړي. دلته مو هغه خواړه درپېژندلي دي چې د بدن دفاعي سېسټم پیاوړی کوي. هوږه: هوږه په خپل ځانګړي جوړښت سره په بېلابېلو ډولونو کولی شي د وجود دفاعي سیسټم قوي کړي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر روحیاتو د کرونا منفي اغېز

لیکنه: ملیحه ناصري تر دې مخکې چې کرونا خپره شي، انګازو یې نړۍ ولړزوله، لا خپره نه وه چې اندېښنو مغزونه لاندې کړل. څومره چې اندېښنې او سټرس ته لاره ورکړئ، هومره مو د وجود معافیتي سیسټم کمزوری کېږي او تر پخوا مو ښه ورته چمتو کوي چې کرونا مو په اسانۍ ونیسي. کرونا جدي مسئله ده، باید تدبیر ورته ولرو، ځان وساتو، خو الهي تقدیر باید هېر نه شي. له تقدیره تېښته نه شته، … نور ولولئ
خواړه

هغه دیارلس خواړه چې د بدن اوسپنه پوره کوي

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري په وینه کې د هېموګلوبینو جوړولو لپاره اوسپنې ته اړتیا ده. هېموګلوبین هغه پروټین دي چې د وینې په سرو کرویاتو کې دي او دا وړتیا ورکوي چې د وجود ټولو برخو ته اکسېجن ولېږدوي. که د وینې اوسپنه مو کمه شي، د وینې له کمښت سره مخ کېږئ. نارینه د ورځې اته او ښځې د ورځې اتلس ملي ګرامه اوسپنې ته اړتیا لري، که چېرې دا اندازه پوره نه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ستړیا لس اصلي لاملونه

ژباړه: ملیحه ناصري که تاسو هغه کس یاست چې د ستړیا احساس کوئ یا د ورځې کارونه نه شئ سمبالولی او ارګمی باسئ، نو هرومرو پر اوږدمهاله ستړیا اخته یاست. دلته مو یې لس اصلي علتونه درته لیکلي: ۱ – بېخوبي: کله مو چې خوب ګډ وډ شي، یا منظم خوب ونه کړئ، د ورځې ستړیا محسوسوئ. ۲ – په خوب کې ساییزې ستونزې: که د خوب په جریان کې مو ساه بنده شوي وي … نور ولولئ
خوندیتوب

اووه نښې چې د اوسپنې کموالی ښیي

ژباړه: ملیحه ناصري د اوسپنې کموالی په ځانګړي سن پورې اړوند نه دی او په هر سن کې خلکو ته پیدا کېدای شي. ویل کېږي چې امیدواره ښځې ډېرې ورسره مخ کېږي او وینه یې کمېږي، نو باید هرې ښځې ته چې عمر یې له ۱۹ تر ۵۰ پورې وي، لږ تر لږه د ورځې ۱۸ ملي ګرامه آهن یا اوسپنه ور ورسېږي. د اوسپنې کمښت په هر انسان کې دغه نښې له ځان سره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اوږدمهاله ستړیا د درملنې څوارلس لارې

ژباړه: ملیحه ناصري اوږدمهاله ستوماني، ستړیا انسان په تنګوي او خپلې ورځنۍ چارې سمې نشي سمبالولی. دلته مو د ستړیا اوږدمهاله سنډروم د درملنې لارې چارې درته لیکلې. ۱ – منظم خوب: هره شپه ۷ – ۸ ساعته ویده شئ، په ټاکلي وخت څملئ او  سهار وختي پاڅېږئ. ځان ډاډه کړئ چې توشکه مو راحته ده، کوټه مو په کافي اندازه تیاره او سړه یا توده ده، تلویزیون او مبایل مو باید خاموش وي. ۳ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پینځلس مثبتې جملې

ژباړه: ملیحه ناصري ۱- زه تر ټولو ښو ته په تمه یم، تر ټولو ښې هیلې لرم او په ډېر ښه ډول یې عملي کوم. ۲- که څوک بریالی شو، نو په دې مانا چې زه هم د نورو غوندې بریا ته رسېږم. ۳- منفي فکر او احساس، مثبت فکر او احساس کوم لګښت نه لري، نو ولې مثبت ونه ټاکو؟ ۴- ستاسو فکر، احساس او خبرې پر تاسو او پر نورو خلکو اغېز کوي، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د صرع په اړه جالب معلومات

ژباړه: ملیحه ناصري صرع د مرکزي عصبي سیستم اختلال (نیورولوژيک اختلال) دی چې په هغه کې عصبي سلولونه ګډ وډېږي او د لړزې یا تشنج لامل کېږي، په پای کې يې ځینې ناطبیعي احساسات او نښې، لکه بې هوښه کېدل راڅرګندېږي، په پارسي کې يې (میرګي) بولي. نښې يې: لنډمهاله ګنګسیت؛ بې مانا او پرې پرې خبرې کول؛ د لاسونو او پښو زغرده  او د نه کنټرول وړ حرکتونه؛ بې هوښي او ناخبري؛ اروايي یا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کرونا ته متفاوته کتنه

ژباړه: ملیحه ناصري ټولو ته اخلاصمنې وقایوي سپارښتنې کرونا څه شی دی؟ کرونا یو وایروس دی، تر اوسه کره معلومات نشته چې د انسان په لاس جوړ شوی وایروس دی او د بیولوژیکي وسلې په توګه کارول شوی، که له ژویو انسان ته لېږدول شوی. څه رقم لېږدول کېږي؟ دا وایروس له ساییزو مجراوو، یانې تنفسي لارو (خوله/ پوزه) څخه د انسان سږو (شش) ته ننوځي او دغه ځای زیانمنوي. کوم درمل وکارول شي؟ تر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کوپرې (ناریال) ګټې

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري لوړه او ښکلې ونه، غټې ښایسته پاڼې، ژېړ او نارنجي ګلونه یې دي. په ټولو استوایي سیمو کې یې ونې شته. د خوند تر څنګ ډېرې ګټې هم لري. د ناریال ښکته خوا کې درې سوري دي چې د ناریال سترګې یې بولي. غوښنه یا خوراکي برخه یې سپینه خوندوره او دنننۍ برخه کې تکې سپینې اوبه دي. دا برخې یې هره یوه ځانګړې ګټې لري: ریښه (جرړه): قبضیت کوونکې، … نور ولولئ