پوهنه

سلطان صلاح الدین ایوبي

ژباړه: ملیحه ناصري سلطان صلاح الدین ایوبي بن یوسف په صلیبي جګړو کې د مسلمانانو مشر او سردار و. ایوبیانو له ۱۱۷۱ تر ۱۲۶۰/۱۲۵۰ز پورې په مصر، عراق او سوریه کې حکومت وکړ. سلطان صلاح الدین په ۵۳۲ هجري قمري کې په ټکرېټ کې وزېږېد. ماشومتوب یې په دمشق کې تېر کړ او تر هغو چې پوځ ته ننوته، ډېر وخت یې د جګړو پر ځای دیني بحثونو ته ورکاوه. پلار یې د ټکرېټ والي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له عاجز ماشوم سره داسې چلن وکړئ

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د ماشومانو او ځینو غټانو عاجزي د اوسنۍ ټولنې یوه مهمه ستونزه ده. د ارواپوهنې له انده هغه حالت کې چې ماشوم یوازیتوب او ګوښې لوبې غوره وګڼلې، دې ته عاجزي او بې جرأتي وايي. بې جرأته ماشوم تل هڅه کوي چې یوازې وي، د خلکو مخې ته نه ورځي، د دغې عاجزۍ ځینې نښې یې په کړنو کې راڅرګندېږي، ځکه چې دا لاملونه ټول یو له بل سره اړیکه … نور ولولئ
خوندیتوب

د خبرلوڅ ماشوم د کنټرولولو لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د ځينو کورنیو ځینې ماشومان داسې عادت لري چې کله پردی کس یا مېلمه وویني، د کور رازونه ورته راسپړي. د لویانو په غونډو او مجلسونو کې کېني، خبرو ته یې غوږ نیسي او د مور/ پلار خبره نه مني. په اصطلاح نصیحت کوم اغېز نه شي پرې کولی. د داسې ماشوم د کنټرول په خاطر ځینې ټکو ته نغوته کوو: ۱- که ماشوم کومه بې ارزښته یا کم ارزښته … نور ولولئ
پوهنه

د حضرت ابوبکر صدیق (رض) نسب، دنده او مسلمانېدل

ژباړه او زیاتونه د حضرت ابوبکر صدیق (رض) اصلي نوم عبدالله و او ابوبکر یې د عربیانو په اصطلاح کنیت (کنیة) دی. ابوبکر صدیق (رض) د حضرت محمد (ص) له خاندانه و. نسب یې د حضرت محمد (ص) درون او د قدر وړ نیکه «مرّه» ته رسېږي. مرّه د محمد (ص) شپږم نیکه او د ابوبکر (رض) پینځم نیکه دی. د دې لپاره چې حضرت ابوبکر د عربو تر مینځ په رښتیاینې مشهور و، نو … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا وایروس د تودوخې په څو درجو کې له منځه ځي؟ دلته یې ولولئ

ژباړه: ملیحه ناصري له (BioRxiv) څخه په نقل، د فرانسوي پوهانو یوې ډلې د پروینسي پوهنتون د څېړنو په ترڅ کې دا پایله لاسته رواړه چې کرونا وایروس په ۹۲ درجه تودوخه کې، ۱۵ دقیقې وروسته مړ کېږي. د دې څېړنې په بهیر کې یادو پوهانو کرونا وایروس ته ۶۰ درجې حرارت ورکړ، خو ویې لیدل چې تر دې تودوخې وروسته د کرونا وایروس ځینې برخې لا هم د خپراوي ځواک لري. د کرونا وایروس … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د افغانستان روباټ جوړوونکې نجونې او د کرونا پر وړاندې مبارزه

ژباړه: ملیحه ناصري افغانو روباټیکو نجونو له ارزانو او د لاسرسي وړ توکو څخه کرونايي ناروغانو ته د وینټلیاټور بدیله وسیله جوړه کړې. دا وسیله کولی شي چې د کرونا د خپراوي په ناورین کې ناروغانو سره مرسته وکړي. د دې ډلې مشرې (سمیه فاروقي) وویل چې دا دستګاه موږ له ارزانه توکو جوړه کړې چې د هرات په بازار کې د لاسرسي وړ وو او د ډېر تولید امکان هم شته. دې وویل چې … نور ولولئ
پوهنه

د ابوبکر صدیق رض لنډه پېژندنه

ژباړه: ملیحه ناصري ۱- د اسلام مبارک دین لومړنی خلیفه او د حضرت محمد ص ملګری و. ۲- تر حضرت محمد ص دوه کاله او څو میاشتې کوچنی و. ۳ – د حضرت بي بي عایشې رض پلار و ۴- د حضرت محمد ص لومړنی ځایناستی و. ۵ – د هجرت پر لسم کال خلیفه شو، دوه کاله او څو میاشتې یې خلافت وکړ. ۶- په درې شپیته کلنۍ له فاني نړۍ څخه وکوچېد. ۷ … نور ولولئ
ادبیات

د ارستو مهم کارونه

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ارستو د نړۍ د سترو متفکرانو له ډلې دی. د فلسفې د تاریخ په بهیر کې، له کانت او اپلاتون پرته، د ده په څېر به ژور فکر او اند به څوک ونه لري. له څلورویشتو پېړیو راهیسې یې د نړۍ پر فیلسوفانو او پوهانو باندې خپل فکري اغېز پرې ایښي. ارستو د خالیکیدیس په نامه جزیره کې په یوناني ژبي ښار (استاګیرا) کې وزېږېد چې هغه وخت ۳۸۴ م … نور ولولئ
خوندیتوب

د هغه لومړني کس احساسات چې کرونا واکسین پرې تطبیق شو

ژباړه: ملیحه ناصري جنیفر هالر ۴۳ کلنه امریکايي مېرمن او لومړنی کس دی چې د کرونا واکسین پرې تطبیق شو. یاده مېرمن د امریکا په سیاتل کې اوسي او دوه ماشومان هم لري. د واکسین تر تطبیق یوه میاشت وروسته یې خپل احساسات په دې اړه داسې وښودل: “تر واکسین یوه ورځ وروسته مې لږ تبه شوه. په دویمه ورځ مې په همغه مټه باندې درد شو چې واکسین پرې شوی و، خو تر هغه … نور ولولئ
ادبیات

سوکرات (سقراط)

ژباړه: ملیحه ناصري نوم: سوکرات لقب: حکیم سوکرات زېږون: ۴۷۰/۴۶۹ ق م د مړینې نېټه: ۳۹۹ ق م د زېږېدو او مړینې ځای: آتن – یونان شاګردان یې: اپلاتون او ګزنپون د سوکرات شعار: ځان وپېژنه! سوکرات د یونان اوسېدونکی او د لویدیځې نړۍ ستر فلیسوف و. د سوکرات فکر پر انسان‌پېژندنه څرخېده. هغه ویل نړۍ پېژندنه پرېږدئ، انسان ته پام وکړئ او ځان وپېژنئ. ژوندلیک د سوکرات پلار مجسمه جوړوونکی و او خلکو یې … نور ولولئ