ټولنیز ژوند

پر ټولنه د بهرنیو سریالونو اغېز

لیکنه: ملیحه ناصري موږ او تاسو په مذهبي ټولنه کې اوسو، له نورو فرهنګونو سره زموږ کلتور خورا توپیر لري. زموږ فرهنګ کې دیني عقاید ډېر ځای شوي دي چې دې ارزښتونو ساتل، زموږ تر دیني وجیبې سربېره د افغانیت او پښتونولۍ څرګندويي هم کوي. پوهانو او لویانو ويلي چې که غواړئ یوه ټولنه تر خپل ښکېلاک لاندې کړئ او پرې برلاسي شئ، فرهنګ/ کلتور یې ترې واخلئ. دا مانا چې په داسې ډول د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تر ۲۲ کلنۍ وروسته د ځوانانو غوښتنې

لیکنه: ملیحه ناصري ۱ – فردي خپلواکي هر ځوان په تانده ځوانۍ کې یو حس لري چې په سینه کې یې په جوش وي، او هغه د فردي خپلواکۍ حس دی. په نوره نړۍ کې کورنۍ هڅه کوي چې په ماشوم کې تر ۵/ ۶ کلنۍ وروسته فردي خپلواکي وروزي. ماشومانو ته دا لارې هواروي چې ځان د انسان په توګه مناسب واکمن وګڼي، خو په افغانستان کې ټولنیزو ناخوالو ته په کتو تر ډېره … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان او ګډ تعلیم؛ هغو نجونو ته چې نوې پوهنتون ته بریالۍ شوي – ملیحه ناصري

لیکنه: ملیحه ناصري د افغانستان زده‌کړیز سیسټم له ځينې نورو هېوادونو سره توپیر لري. دلته ښوونځي (لومړني/ ثانویه) فرق کوي. ټيټ ټولګي ګډ وي، خو د لېسې دورې چې دننه شي، بیا نو نجونې نسوان لیسو ته او هلکان، ذکور لیسو ته ځي. د دوی زده‌کړیز چاپېریال سره جلا کېږي او تر ځوانۍ یو له بله لرې پاتې کېږي. چې په دې سره د اسلام تر څنګ، فرهنګ/ کلتور، ټولنیز دودونه، کورني بندیزونه ټول مراعات … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دېرش ټولنیز نزاکتونه

 ژباړه او زياتونه: مليحه ناصري ټولنیز نزاکتونه او عادتونه له کورنیو عادتونو سره توپیر لري. هغه کار چې کور دنننه امکان لري، شوني نه ده چې هغه د دباندې هم وشي. ځينې ټولنیز عادتونه شته، چې د انسان خپل دریځ خرابوي، باید پام ورته وشي او اصلاح شي. ۱- نورو کسانو ته ځير کتل؛ په ځانګړي ډول د ډوډۍ خوړلو پر وخت ښه کار نه دی، باید تکرار نشي. ۲- د نورو خبرې په نیمايي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

وتلی ستوری او لوبغاړی (بروسلي)؛ ژوند او مرموز مرګ یې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري بروسلي په ۱۹۴۰ز کې سهار مهال په چیني روغتون کې چې د سرانفراسیسکو په چیناتون کې و، وزېږېد. د چینایانو د بخت ازموینې له مخې دا کال د   dragonاژدها په نامه یادېده. پلار یې لي هو نومېده او د بروسلي اصلي نوم «لي جون فان)  و، خو وروسته یې په هنري ډګر کې بروسلي غوره کړ. کورنۍ کې یې اووه غړي و چې پلار یې چینایی او مور یې آلمانۍ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

خورا اسانه اروايي درملنې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري دلته مو د ذهني فشارونو او ژوند بڼې ناسمو شرایطو له امله د پیدا شویو اروايي ستونزو اسانه او ساده درملنې ښودلې چې په عملي کولو یې مطلوبه پایله اخیستلی شئ. ۱- ډېرې اوبه څښل؛ ۲-  ترکاري او سابه خوړل؛ ۳-  ورزش کول؛ ۴-  شاهانه سهارنۍ، وزیرانه غرمنۍ او فقیرانه شپنۍ خوړل؛ ۵-  ډېرې او سمې لوبې کول؛ ۶-  تر تېر کال مو د کتاب مطالعه ډېرول؛ ۷-  دغو دریو … نور ولولئ
افغانستان

په (هغه خونه چې پکې پېښ شول) کتاب کې له طالبانو سره د سولې په اړه د سپینې ماڼۍ رازونه

ژباړه: ملیحه ناصري سرچینه: independent – اينډپينډيټ د امریکا د ملي امنیت د مخکیني مشاور جان بولټن د کار یوه برخه، ټرامپ ته د افغانستان د سولې او جګړې د بدلونونو اړوند د سیاست چلولو په اړه مشاوره وه. ده په ۲۰۱۸ز او ۲۰۱۹ز کې یې ۱۵ میاشتې سپینه ماڼۍ کې دنده وکړه. د هغه په وخت کې له طالبانو سره د امریکا مستقیم مذاکرات اوج ته او د تړون تر لاسلیکه هم ورسېدل. ښاغلی … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سیکولریزم يوازې له دین جلاوالی دی، که په خپله یو نظام؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري سیکولریزم له(secular)  څخه اخیستل شوی چې( نړۍ پالنه، له دین څخه جلاوالی، ناروحاني) ته وايي. عام پېژند یې دا دی چې ژوند او دین سره بېلوي. یانې د ژوند په چارو کې د دین او خدای مداخله او ښکیلېدل نه غواړي. په هر څه کې باید انساني قانون پلی شي او د هر ډول اسماني قانون له منلو انکار کوي. په هېڅ ډول او هېڅ پلمه به د سیکولري نظام … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د وینې ورکولو په اړه ۱۰ لارښوونې

ژباړه: ملیحه ناصري هر وخت مو چې د وینې ورکولو تکل درلود، باید دا لارښوونې هرومرو په پام کې ونیسو: ۱- تر وینې ورکولو مخکې اوبه څښل ځینې وخت تر وینې ورکولو وروسته، سړی د ګیچوالي او کمزورۍ حس کوي، حتا ځينې کسان بې هوښه کېږي. د دې خبرې اصلي لامل د وینې د فشار ټيټېدل دي. که تر وینې ورکولو دمخه یو ځل د شپې او بیا د وینې ورکولو پر سهار ډېرې اوبه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه اووه عادتونه چې روغتیا مو زیانمنوي

ژباړه: ملیحه ناصري ۱– د کاربوهایډرېټ ډېره کارونه او بالاخره د ځیګر څوربېدل د ځينو خلکو کاربوهایډرېټ لرونکي خواړه خوښېږي. وریځې او وچه ډوډۍ خوري. د ورځې لږ مېوه یا ترکاري هم نشي خوړلای. هغه کسان چې هره ورځ وریځې، وچه ډوډۍ او نور کاربوهایډرېټ لرونکې خواړه خوري، وزن یې ډېرېږي، کېدای شي ځیګر یې غوړ ونیسي. ۲–  د مېوې او سبزۍ نه کارونه او پر قبضیت اخته کېدل تاسو کولای شئ د مېوې او … نور ولولئ