په زړه پورې

کامالا هریس؛ د یوه کډوال لور، د سپینې ماڼۍ پر لور !

لیکنه: خالد خسرو ژباړه: ملیحه ناصري کله چې د کلفورنیا سناتورې کامالا هریس په ۲۰۱۹ز کې د خپلو سیاسي یادیزو کتاب خپور کړ، د دې کتاب سپړونکي پر یوه خبره سره یوه خوله وو؛ هغه دا وه چې مخکنۍ څارنواله او سناتوره، سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره ځان چمتو کوي. د ګاردین ورځپاڼې یو لیکوال ډېوېډ سمېټ ویلي:« هغې خپلې یادیزې لوستونکو ته نه، رایې ورکوونکو ته لیکلي.» ځینو هم ویلي چې هریس د … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د پوستکي یو متخصص نارینه و ته د ږیرې پرېښودو سپارښتنه کوي

ملیحه ناصري په روسیه کې د پوستکي او ویښتو یوه متخصص نارینه‌وو ته د ږیرې/ برېتو د پرېښودو اړوند غږیدلی دی. د روسي ورځپاڼې( ارګومېنټي اي فاکټي) لیکلي: طبي علومو ته نوماند او د پوستکي/ ویښتانو متخصص ناتالیا کوزلوا وايي چې ږیره او برېت پوستکی د لمر له ( مضرو وړانګو) ساتي او د پوستکي پر سرطان د اخته کېدو کچه راټيټوي. سربېره پر دې د مخ ويښتان د دې لامل کېږي چې طبیعي غوړ … نور ولولئ
افغانستان

د ملي مصالحې شورا تشکیلات؛ کرزي يې غړیتوب رد کړ

راپور: مليحه ناصري ولسمشر غني د یوه حکم په ترڅ کې د ملي مصالحې شورا تشکیلات اعلان کړل. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر د یوه حکم په ترڅ کې د ملي مصالحې عالي شورا د ځينو غړو نومونه اعلان کړل. په دې حکم کې یې له خصوصي سکتور، عالمانو، ملي شورا، ولایتي شوراګانو او رسنیو څخه غوښتي چې د یوې اونۍ په ترڅ کې خپل استازي د دې شورا د غړیتوب لپاره راوپېژني. د دې … نور ولولئ
سوله

ټرامپ: د نړۍ لومړی درجه ترهګر مو وواژه!

راپور: مليحه ناصري د ۲۰۲۰ز د اګېسټ پر ۲۸مه باندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرامپ د خپل دولت لاسته راوړنو ته په نغوتې سره وویل چې هغه بریالی شوی چې د داعش ډلې سرلاری( ابوبکرالبغدادي) او د نړۍ لومړۍ درجه ترهګر( قاسم سلیماني) ووژني. ټرامپ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ( ولسمشري پلوي) ګوند په غونډه کې، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د دې ګوند نوماندېدل ومنل او دا ټاکنې به د ۲۰۲۰ز … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که د سترګو د کمزورتیا نښې او لاملونه بابېزه وګڼو، څه به پېښ شي؟

ژباړه: ملیحه ناصري د خدای ج د هرې بلې پیرزوینې تر څنګ سترګې هم ستر نعمت دی. نه پاملرنه یا بې پروايي د انسان غټه تېروتنه ده چې جبران نه لري. دلته مو د همدې خبرو اړوند د سترګو د کمزروتیا لاملونه او علتونه را ټول کړي دي. د سترګو د کمزورتیا ځینې نښې شته، که چېرې دا نښې بابېزه وګڼل شي، کېدای شي ستونزه ډېره شي؛ مثلاً: د سترګو تار تار کېدل، درد، د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

عصبي فشارونه د ژبې بندښت پیدا کوي

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري د ژبې بندښت هغه ستونزه ده چې ماشومانو او غټانو ته هم پیدا کېدلی شي؛ خو ماشومانو کې ډېر لیدل کېږي. په ماشومانو کې له ۲-۴ کلنۍ پورې عادي دی. هلکان بیا تر نجونو ډېر ورسره مخ کېږي. له ۱۸-۲۴میاشتنۍ پیلېږي او تر ۵ کلنۍ دوام کوي. په ۶-۷ کلنۍ کې د ښوونځیو له پیل سره د سټرېس او وارخطایۍ له امله کېدی شي دا بندښت لا هم ډېر شي. … نور ولولئ
ادبیات

خادم باد سبا یم، که وم وم، که نه وم نه وم!

لیکنه: ملیحه ناصري ښاغلی قیام الدین خادم د پښتو ادب نومیالی شاعر، لیکوال، ژباړن، څېړنپوه، ژورنالیسټ/ خبریال و چې پښتو ته یې ډېر خدمتونه کړي دي. د شاعرۍ او لیکوالي موخه یې د پښتون ولس ویښول او د فکرونو رغول وو. ښاغلی قیام الدین خادم د ملا حسام دین زوی او د ملا علي ګل اخوندزاده لمسی و. اصلاً د کونړ د اخوندزاده‌ګانو دی. په قام زاخېل او بیا مومند و. په ۱۳۲۵ل. ل کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د راز برالا کول د ناکامۍ پیل دی

لیکنه: ملیحه ناصري راز د انسان د ژوند تر ټولو اړینه برخه ده. ځينې رازونه تر خدای ج سربېره بل هېچاته د ویلو وړ نه وي. که چېرې په هر دلیل وهم ویل شي، د ستونزو پیلامه ګڼل کېدای شي. هغه خبره چې انسان یې خپله پر ساتلو نه وي بریالی شوی، نو د نورو له خولې دې د هغې د خپراوي په تمه دې وي. شته داسې کسان چې رازداره دي، خو پر هر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مسوول کس د مسوولیت پر ځای‌کولو پر وخت کې پلمې نه کوي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري موږ هر یو د خپل ځان په اړه داسې یوه انځورونه لرو چې ګېني هر ډول مسوولیتونه مو منلي او د هغوی په پر ځای‌کولو کې مو خپله ایماني او وجداني دنده پوره کړې. مانا داسې کسان به کم وي چې وايي زه بې مسوولیته انسان یم. کله چې مسوول و اوسو، آن که دندې ته مو لېواله هم نه یو، کارونه مو نه پرېږدو، ځکه چې اندېښنه راته پیدا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مبارزه؛ بریالی انسان هېڅکله ستونزو ته نه تسلیمېږي

لیکنه: ملیحه ناصري د ژوند په هر پړاو کې انسان له وړو او غټو ستونزو سره لاس و ګرېوان کېږي. ځينې یې له ډبوونکو خړو اوبو وتلی شئ؛ خو ځينې کسان بند پکې پاتې وي. د بریا راز همدا دی چې د هرې ستونزې پر وړاندې خپل ذهني ارامښت ونه بایلو. لومړنی شرط دلته ذهني ارامښت دی. که دا نه وي، د زړه ټکان ډېرېږي، سر درد پیدا کوي، لاس او پښې لړزېږي، رنګ تک … نور ولولئ