بریا او پرمختګ

د نړۍ تر ټولو بېوزلی او فقیر روغتیاپال ومړ

لیکنه: ملیحه ناصري مصري ډاکټر و چې محمد مشالي نومېده. په ۱۹۶۷ز کې له طبي پوهنتونه اولنمره فارغ شوی و. ۴۴ کاله یې د مصر خلکو ته خدمت وکړ. ده په دې ۴۴ کلونو کې د مصر په طنطا ښار کې د ورځې ۵۰ بېوزلي ناروغان کتل او د هغوی درملنه یې وړیا کوله. داسې نه و چې یوازې یې معاینه کوله، د دوی د درملو پیسې او لګښت یې ورکاوه. د نړۍ د نورو … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د نړۍ دوه ښکلي آتشفشانونه؛ شیرچايي او اسماني

ژباړه: ملیحه ناصري آتشفشان په خپل ذات کې خطرناک دی؛ خو سره له هومره بدبختیو چې خلکو ته یې پنځولی شي، طبیعت ته ښکلا هم وربښي. دلته دوه ستر ښایسته آتشفشانونه درپېژنو: لومړی: د اندونیزیا اسماني رنګی آتشفشان کاوا لژن نومېږي، په اندونیزیا کې دي او د سلفر د زیاتوالي له امله د شپې اسماني رنګ خپلوي. کله چې دننني مواد او توکي یې دباندې راووځي او خپل یون پیلوي، د همدې موادو د ډېرښت … نور ولولئ
خوندیتوب

بایوباب ونه؛ په تنه کې ۱۲۰زره لېټره اوبه ځایوي

ژباړه: ملیحه ناصري دا ونه له فزیکي پلوه ستره او لوړه ده. د اسټرالیا او افریقا په ځینو سیمو کې شته؛ خو شرط یې دا دی چې یوازې په هغو ځمکو کې راخېژي چې ارتفاع/لوړوالی یې لږ وي. کله چې په مني کې یې پاڼې ورژېږي، هيښوونکې منظره جوړوي، ته وا دا نورې عادي ونې مو سرچپه کړي او جرړې یې سر ته ختلي دي. لوړوالی یې ۵ تر ۳۰ او قطر یې ۷ تر … نور ولولئ
ادبیات

«د هیلو درشل» چې رواج دود او دستور کولی نشي

لیکنه: ملیحه ناصري کونجي مې تاو کړه، ور خلاص شو، څنګ ته شوم، ګڼ زده‌کوونکي خونې ته دننه شول. پر دېوالونو غبرګې المارۍ کلکې وې، زده‌کوونکي د اوږده مېز تر شا ناست وو، هر یوه مخته کتاب اېښی و. المارۍ ته ودرېدم، پر سپین روغني رنګ د خودکار شنې او سرې لیکې رسم وې. ښيښه مې کش کړه، خړ رنګی کتاب ایښی و، پرې لیکلي و: «فرانکلن د. روزولت.» ترې تېره شوم، ښي لاس ته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښایي په راتلونکو دېرشو کلونو کې ۱.۲میلیارده کسان د اقلیمي بدلونو له کبله بېځایه شي

راپور: ملیحه ناصري د نړۍ نولس هېوادونه (افغانستان، پاکستان، چاد، هند، سوریه، عراق…) د ډېرو بدو چاپېریالي ستونزو تر ګواښ لاندې او هغه هېوادونه هم دي چې تر ټولو ډېر د جګړو ښکار شوي دي. د یوې نوې څېړنې پر بنسټ، تر ۲۰۵۰ز پورې به د نړۍ تر یو میلیارډ ډېر کسان بېځایه شي. دا څېړنه چې د تېرې اونۍ د څلورنۍ پر ورځ خپره شوه، ویلي یې دي چې د طبیعي آفتونو توپانونو، وچکالۍ … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو د افغان پوځ یو کومانډو تر ۵ میاشتو بند وروسته وواژه– وکیل

راپور: ملیحه ناصري د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي ویلي چې د افغان پوځ یو سرتېری له پنځه میاشتې بند وروسته طالبانو وواژه. په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد علي اخلاقي ویلي چې په کندهار کې د پوځ د څلورمې لوا د ځانګړو عملیاتو یو کومانډو څلور ورځې مخکې په زابل کې طالبانو وواژه. علي محمد د غزني د مالستان اوسېدونکی و. مړه یې په زابل کې سړک ته څېرمه غورځول شوی … نور ولولئ
خوندیتوب

رسۍ لوبه د اعصابو او عضلاتو ترمنځ سمون پیدا کوي

ژباړه: ملیحه ناصري ګټې یې ۱- ساییز سیسټم او د وینې رسولو سیسټم پیاوړی کوي. ۲- د وجود عضلات غښتلي کوي. ۳-د زړه ضربان ډېروي. ان کېدای شي په دقیقه کې له ۱۶۰ څخه ۱۸۰ ته لوړ شي. ۴- اضافي غوړ او وازدې اوبه کوي؛ خو که خوړنیز رژیم هم ورسره سم شي. په منځني ډول په یوه ګړۍ رسۍ بازي ۵۷۰ کیلو کالوري انرژي سوځوي. مانا اضافۍ غوړ کموي. ۵- د عضلاتو او اعصابو … نور ولولئ
اقتصاد

امریکایي ملیارډر؛ په شپږو ساعتونو کې یې شپاړس ملیارده تاوان وکړ

ژباړه: ملیحه ناصري د نړۍ شتمنو کسانو ته د ځانګړي شوي آژانس بلومبرګ او فوربس سایټ په وینا، د تسلا شرکت مدیر او بنسټګر «ایلون ماسک» په شخصي شمنۍ کې د سپټمبر پر اتمه د سه‌شنبې پر ورځ، په شپږو ساعتونو کې ۱۶ ملیارده تاوان وکړ. شرکت یې پر دې ورځ تر ټولو بده ورځ ولیده. د بلومبرګ د څرګندونې پر بنسټ د نړۍ د ملیاردرانو په نوملړ کې د ماسک نوم هم شاته شو. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له زده‌کړو د زده‌کوونکو د لرېوالي لاملونه

لیکنه: ملیحه ناصري ورځ تر بلې له زده‌کړو سره د زده‌کوونکو او محصلینو مینه کمېږي. ښايي بې شمېره علتونه ولري، خو څومره چې ما خپل زده‌کوونکي ارزولي، په ټولیزه توګه دغه لاملونه د دوی ترمنځ مشترک وو: ټولنیزه نابرابري طبقاتي توپیرونه چې زده‌کوونکي ویني، خپل راتلونکی هماغسې انځوروي چې اوس د نورو کسانو دی. دلته خورا ډېر لیسانسه او ماسټران دندې نه لري، په ازادو سیالیو کې بستونو ته ازموینه ورکوي؛ خو کله چې خبره … نور ولولئ
په زړه پورې

د بریټانیې د ولیعهد میرمنه؛ کورني تاوتریخوالي سخته خواشینې کړې یم

ملیحه ناصري د بریټانیې د ولیهعد مېرمنې له کورني تاوتریخوالو خلاص شويو خلکو ته یو لیک کاږلی. دا لیک چې ګارډين ورځپاڼې خپور کړی، د بریټانیې د ولیعهد مېرمنې ( کامیلا) پکې ویلي چې د کرنټين د مودې له پیله د کورنیو تاوتریخوالي مسئلې سخته خواشینې کړې ده. هغه لیکي: « زموږ هېواد شپږ میاشتې مخکې کرنټين شو. تقریباً په یوه وخت کې د ښه او بد انساني چارچلن شاهدان وو.» هغه وايي داسې اټکل … نور ولولئ