ټولنیز ژوند

د ماشومانو تر منځ تبعيضي چلند کول، دا ستونزې زیږولی شي

ژباړه: عمران لمر تبعيض د سپک ګڼلو او د خلکو يا د بشريت د بېلابېلو ډلو د حقوقو نه مساويتوب په مانا دی. د تبعيض يوه ښکاره بېلګه د مور او پلار له خوا د خپلو زامنو سره ګڼلی شو. په دې کې ماشومان چې په ټوله کې له هر لحاظه کمزوري دي؛ په کورنۍ د غلطو اخلاقياتو د حاکمېدو له وجې د نورو خويندو او ورونو په نسبت له يو ډول حقوقو، نه برخمن … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

وفادار نارينه دا ځانګړنې لري

ژباړه: عمران لمر لکه څنګه چې پوهېږئ؛ يو له هغو دلايلو چې وفاداري سختيږي دا دی چې د ښځې او خاوند تر منځ علاقه او مينه کمه شي. اوس د دې لپاره چې په ګډ ژوند کې وفاداري زياته کړو؛ لاندې مشورو ته پاملرنه وکړئ: تېرې خاطرې هېرې کړئ. نن ورځ انجونو او هلکانو ته د ژوند د ملګري د انتخاب د حق ورکولو په اساس؛ ممکن ښځې او يا خاوند يې له نکاح وړاندې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

عُقدې او رواني فشارونه د وجود دفاعي سيستم کمزوری کوي

ژباړه: عمران لمر رواني عُقدې ارثي نه وي؛ انسان د خلقت له پيله روغ دنيا ته راغلی دی او له دې وجې هيڅ ډول نا آرامي نه لري؛ مګر کله چې په يو له عُقدو ډک چاپيريال کې ځای ونيسي؛ لږ لږ ترې متاثره او ناروغ شي. ډېرې رواني عُقدې د مور او پلار له کړو وړو نه ماشومانو ته انتقالېږي؛ دا ناروغي له ځانه سره زرګونه نورې ناروغۍ لري، له دې جملې عصبي ناروغۍ، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بداخلاقي او د مخنيوې لارې يې

ژباړه: عمران لمر ښه اخلاق کول يو له ښو ځانګړنو دي چې معمولاً مونږ ټول يې په کورني او ټولنيز ژوند کې د کارولو هڅه کوو؛ مګر ځينې وخت ورځنۍ ستونزې او لانجې د بد چلند او غوصه کېدو سبب کېږي. دا حالت ممکن د ټولو لپاره په مختلفو عمرونو او شرايطو کې مخې ته راشي؛ له جسمي او رواني سرچينې نه په صرف نظر؛ د چلند ستونزې د ژوند پر کيفيت جدي تاثير کولای … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بخښل داسې زده کړئ

ژباړه: عمران لمر ممکن په ځينو وختونو کې د نورو له خوا زيان ووينئ او يا د نورو له خوا ځورول شوي يئ؛ ممکن د نه جبران کېدونکو زيانونو سره مخ شوي يئ چې هيڅکله يې نه شئ هېرولی؛ په همدې خاطر ممکن چې تل د غوصې او کرکې له وجې تر فشار لاندې يئ. دا پېښې تقريباً له مونږ ټولو سره شوي دي؛ شايد له موره د تربيې د طريقې له وجې خفه يئ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

درواغجن خلک داسې وپيژنئ

ژباړه: عمران لمر شايد ډېری وختونه د نورو دروغ ويل مونږ ته بدې پایلې ولري او ځينې بدې پېښې رامنځته کړي؛ نو په دې خاطر ډېره مهمه ده چې تاسې په خپل ځان کې دا مهارت تقويه کړئ چې هغه کس وپېژنئ چې تاسې ته درواغ وايي او پوه شئ چې کوم وخت ستاسې د دوکه کولو په حال کې دی. مخکې د دې نه چې د درواغجنو د پېژندلو مطلب پيل کړم؛ بايد ووايم … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ستونزو پر وخت د ځان آرام ساتلو لارې

ژباړه: عمران لمر د يو انګليسي ليکوال جيمز آلن خبره ده: (( هر څومره چې انسان له ستونزو سره ډېر لاس او ګرېوان وي؛ په هماغه اندازه يې ډېره بريا په برخه کېږي او په نورو ډېر آغېز هم لري؛ مګر په ډې شرط چې د ستونزو په وړاندې له ټولو ښه عکس العمل له ځانه ښکاره کړي.)) په همدې اساس مونږ بايد د ژوند له ستونزو او ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کله چې کاري فشار ستاسې شخصي ژوند ته لاره پيدا کړي؛ نو څه بايد وکړئ؟

ژباړه: عمران لمر تاسې هره ورځ د خپل وخت څو ساعتونه په خپل کار ځای کې تېروئ؛ نو طبيعي ده چې کله کور ته ځئ؛ نو خپل ټول کاري فشارونه هم له ځانه سره کور ته وړئ. آيا د خپل کاري فشار د مديريت او خپلې خصوصي اړيکې په هکله مو فکر کړی دی؟ د يوې نظر پوښتنې له مخې کاري فشار د ښځې او خاوند تر منځ د ستونزو ښکاره علت دی او ۳۵ … نور ولولئ
روغه سټه

د ژور خفګان يا ډيپريشن لومړنۍ نښې وپېژنئ.

ژباړه: عمران لمر ژور خفګان يو داسې حالت دی چې انسان د ورځنيو کارونو او فعاليتونو د ترسره کولو توان هم له لاسه ورکوي او يو ډول منفي قوه يې د ورځنيو کارونو له ترسره کولو منع کوي. د ډيپريشن په وخت تشخيص او درملنه د انسانانو د ژوند په ښه کولو کې ډېر ارزښت لري؛ په همدې اساس که پوه شوئ چې په ډيپرېشن اخته يئ، سمدستي يو ارواه پوه ته لاړ شئ او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خوب دا شپږ ډولونه ستاسې شخصيت څرګندوي

ليکوال: دنيل کېش ژباړه: عمران لمر ويدېدل د طبيعت يوه حيرانوونکې دنده ده چې د ناروغيو په وړاندې د وجود دفاعي سيسټم تازه کوي، همدارنګه زمونږ د وجود عصبي، اسکليټي او عضلاتي سيستمونو په ساتلو کې هم مرسته کوي. کله چې څراغونه مړه شي؛ نو کوم ډول ويدېدل زمونږ د روغتيا او شخصيت سره اړيکه لري؟ د ويده کېدو د ارزيابۍ او مشورتي خدمتونو مسئول پروفيسور کرېش ايدزي کاوسکي په دې تړاو په زرو کسانو … نور ولولئ