سپورټ

د هغه لیګ پای چې یو افغان لوبغاړی په کې ولوبید

 د جنوبي افریقا د کورني کرکټ ایمزانسي ۲۰ اوریزه لیګ تجارتي سیالۍ نن پای ته رسیږي، چې پای لوبې ته یې د جوزي سټارز او کیپټاون بلیټز لوبډلې رسیدلې دي.  دغه لوبې پوره یوه میاشت وړاندې د نوامبر په ۱۶ مه نېټه په جنوبي افریقا کې د ۶ لوبډلو په ګډون سره پیل شوې، چې پکې د جوزي سټارز، کپټاون بلیټز، ټي شوېن، دوربین هیټ، پارل راکس او نېلسن منډېلا لوبډلې شاملې وې.  په دغه … نور ولولئ
سپورټ

سریلنکا د هند خوب بیا په اوبو لاهو کړ، دویم ځل لپاره یې هم اتلولي یوړه !

د سریلنکا د کرکټ بورډ د ایمیرجینګ لوبډلې د کرکټ اسیایي شورا لخوا د ایمرجینګ کپ په نوم ۵۰ اوریزه سیالیو کې له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع وکړه. دغې لوبډلې د ایمیرجینګ کپ سیالیو پای لوبه کې هندۍ لوبډلې ته ماته ورکړه، چې له دې وړاندې یې تیر کال پاکستان ته په ماتې ورکولو سره هم دغه جام خپل کړی و.  په دغه جام کې د ګډون کوونکو هېوادونو لوبډلو څخه افغانستان، پاکستان، بنګله … نور ولولئ
سپورټ

محمد نبي د بیګ باش سیالیو کې لوبیدو لپاره اسټرالیا ته رسیدلی !

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د لوبیدو په موخه اسټرالیا ته رسیدل دی.  د بیګ باش په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ تجارتي سیالۍ د راتلونکې چهار شنبې په ورځ په اسټرالیا کې پیلیږي، چې ورته د کرکټ مشهوره پیاوړي لوبغاړي هم رسیدلي دي.  په دغه سیالیو کې د دویم ځل لپاره افغان لوبغاړي ګډون کوي، چې … نور ولولئ
سپورټ

په ایمیرجینګ کپ هندوستان د پاکستان او سریلنکا بنګله د دیش سفر پای ته ورسوو

د کرکټ اسیایي شورا یا (ACC) لخوا د ایمرجینګ یا ځوان غوړیدونکو لوبغاړو ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال سیالیو کې هندۍ لوبډلې د پاکستان ایمیرجینګ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره رخصت ورکړ. په دغه سیالیو کې د هند، پاکستان، سریلنکا، افغانستان، بنګله دیش، هانګ کانګ، عمان او متحده عربي اماراتو لوبډلو څخه هندوستان له پاکستان او سریلنکا د بنګله دیش خلاف نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړې وه، چې په لمړۍ نیمه پای … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ سوپر فین د انګلستان ویزې سره په ستونزه کې دی

د افغانستان د کرکټ مختلفو لوبډلو د سفرونو پر مهال د افغان لوبډلو د تشویق او د افغانستان درې رنګه بیرغ د رپانده کیدو په موخه افغان مینه وال د انګلستان په کوربه توب د کرکټ راتلونکي نړیوال سیالیو کې د ګډون په موخه د دغه هېواد د ویزې سره په ستونزو کې مخامخ دی. افغان مینه وال رحیم صدیقي چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ورته د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان په ۲۰ اوریزه سیریز کې هند ته ماتې وخوړه

د افغانستان او هندوستان د معلولینو کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د هندوستان په ممبيي ښآر کې د درې ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز د کوربه هندۍ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسید. د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو د سیریز په لمړۍ لوبه کې که څه هم کوربه هندوستان بریا خپله کړې وه؛ دویمه سیالۍ کې افغان لوبډلې کوربه هندوستان ته په خپل کور کې ماتې ورکړه، خو په وروستۍ … نور ولولئ
سپورټ

مجیب په بیګ باش سیالیو کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته رسیدلی دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی مجیب الرحمن د اسټرالیا په کورنیو کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی دی. د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د بریسبان هیټ لوبډلې په راتلونکي ۸ م پړاو لوبو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې جادوګر سپینر مجیب الرحمن خپل کړی دی، چې اوس په دغه سیالیو کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته ورغلی دی. د … نور ولولئ
سپورټ

د معلولینو افغان لوبډله نن د هندۍ لوبډلې خلاف د ۵ لوبو لړۍ پیلوي !

د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د هندوستان ممبيي ته د یو شمیر سیالیو د ترسره کیدو په موخه په سفر تللې، چې نن یې د ۵  لوبو د لړۍ لمړۍ پیل کیږي.  د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به د روانې ډیسمبر میاشتې له ۹ مې نېټې څخه تر ۱۷ پورې د خپلې سیالېهندۍ معلولینو کرکټ ملي لوبډلې خلاف په درې ۲۰ اوریزه او دوه ۵۰ اوریزه سیالیو کې ولوبیږي. د کرکټ بورډ په وینا د افغان لوبډلې دغه سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله د ایمیرجینګ کپ سیالیو څخه بهر شوه !

د کرکټ اسیایي شورا یا (ACC) لخوا د ایمرجینګ یا ځوان غوړیدونکو لوبغاړو ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال  سیالیو کې د افغان لوبډلې ګډون په دوه مسلسل ماتو سره پیل شو، چې له امله افغان لوبډله د دغه جام سیالیو څخه بهر شوه.  افغان ایمیرجینګ لوبډلې په لمړۍ لوبه کې هندوستان او ورپسې دویمې سیالۍ کې د سریلنکا خلاف ماتې وخوړه، خو د عمان لوبډلې خلاف به سبا د ډیسمبر میاشتې په ۱۰ مه نېټه … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان په وروستۍ ټیسټ لوبه کې هم نیوزیلینډ ته ماته وخوړه

د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي امارتو کې د ټیسټ سیالیو وروستۍ لوبه کې نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د ټیسټ لوبو سیریز وګټلو. د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په وروستۍ دریمه ټیسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې په خپلې لمړۍ توپ وهنه کې د نیوزیلینډ د لمړۍ پاڼۍ د ۲۷۴ منډو په ځواب کې ۳۴۸ منډې جوړې کړې، خو په دویمه … نور ولولئ