سپورټ

افغان لوبډلې په شارجه کې ریکارډ جوړ کړ !

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کوربه افغانستان او میلمه زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ پیل شوه، چې پکې افغان لوبډلې زیمبابوې ته په ستر توبیر سره ماتې ورکړه. په سیالۍ کې افغان لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د رحمت شاه زرمتي د سلیزې ۱۱۴، نجیب الله ځدران د ۸۱ ناسوځیدلو، احسان الله جنت د ۵۴، شهزاد محمدي د ۳۶ او ناصر جمال د … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې لمړي مقام ته ورسید !

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د بالرانو د درجه بندۍ په لیست کې لمړي مقام ته ورسید. افغان لوبغاړي راشد خان، چې په لیټل ګوګلي ماسټر هم مشهور دی او د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي یې د خپل بالینګ یا توب اچونې د تاثیر لاندې راوستي دي، په خپلې ښکلې توپ اچونې سره د زیمبابوې خلاف د ۲ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د لوبیدو او … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان ته له انګلستان نه زیری وشو !

د انګلستان د کرکټ په کاونټي ۲۰ اوریزه (T20 Blast) سیالیو کې د افغان لوبغاړي راشد خان د لوبیدو خبر ورکړل شو. د «آي ایس پي ان کرک انفو» د مشهوره ویب پاڼې د معلوماتو پر اساس د انګلستان د (T20 Blast) شل اوریزه کرکټ سیالیو راتلونکې پړاو کې افغان لوبغاړي راشد خان د سسکیس لوبډلې سره تړون کړی دی. د معلوماتو له مخې د کاونټي سیالیو په دغه لیګ کې د راشد خان د … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلې په یو غشي دوه ښکاره وکړل !

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د افغانستان په بریا سره پای ته ورسیدې. د دواړو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه پیل شوې، چې د لمړۍ لوبې وروسته په دویمه سیالۍ کې هم افغان لوبډلې د زیمبابوې لوبډلې څخه بریا خپله کړه. په سیالۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د زیمبابوې خلاف پیل په بریا وکړ

د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ۲۰ اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د افغانستان په بریا، خو د زیمبابوې په ماتې پیل شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ نن ماښام په متحده عربي اماراتو کې پیل شوه، چې پکې افغان لوبډلې د لمړۍ شل اوریزه سیالۍ پیل … نور ولولئ
سپورټ

د حمید حسن لوبیدل ناممکن شول

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز بالر حمید حسن، چې په وروستیو څو کلونو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه لیرې پاتې شوی دی؛ یو ځل بیا د کرکټ په ډګر کې لوبیدو ته هیله مند و او ملي لوبډلې ته راستون شوی و، خو د روستیو معلوماتو له مخې نومړی د زیمبابوې خلاف په تمریناتي سیالۍ کې بیا ټپي شوی دی او په رسمي سیالیو کې به ګډ‌ون ونشي کړی. نوموړي … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوال جام غوراوي سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره د غواري پړاو لوبې چې د روان ۲۰۱۸ م کال د مارچ په میاشت کې د زیمبابوې په کوربه توب سره ترسره کیږي، ورته افغان کرکټ بورډ د خپلې لوبیدونکې لوبډلې نوملړ اعلان کړ. په اعلان شوی لوبډله کې لوبډلمشر اصغرستانکزی، شهزاد محمدي، احسان جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، راشد خان، ګلبدین … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د لوبو لړۍ؛ دا لوبې څومره مهمې دي؟

د کرکټ نړیوالې شورا سره د پوره غړیتوب یا ټیسټ سیالیو درجې د ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د خپلو سیریزونو یا د پرلپسې سیالیو د لړۍ پیل د نورو پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو په خلاف کوي. د کرکټ نړیوالې شورا سره د افغانستان کرکټ بورډ په تیر ۲۰۱۷ مې کال کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، خو د لوبډلو د بوخت مهالویش له مخې افغان لوبډلې تر اوسه نه کومه ټیسټ … نور ولولئ
سپورټ

افغان ګوګلي ماسټر د اسټرالیا څخه اماراتو ته رسیدلی دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د نړیوال کرکټ مشهوره لوبغاړی راشد خان د اسټرالیا کورنیو سترو تجارتي بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د لوبیدو وروسته بیرته د خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، راشد خان چې د تیر ۲۰۱۷ م کال ډیسمبر میاشت کې د بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لیګ کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته تللی … نور ولولئ
سپورټ

اډلایډ سټرایکرز د بیګ باش اتله شوه

د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو ۷ م پړاو د اډلایډ سټرایکرز په اتلولۍ خپلولو سره پای ته ورسیدې. د بیګ باش په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې وې، چې پای لوبې ته یې د لمړي ځل لپاره د اډلایډ سټرایکرز او دړویم ځل لپاره د هوبرټ هریکنز … نور ولولئ