سپورټ

لاسیت ملینګا د نړیوال کرکټ پریښودو پریکړه کوي

د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی تیز بالر لاسیت ملینګا د خپل نړیوال کرکټ د پریښودو په اړه خبر داری ورکړی دی. د سپورټز کیډا کرکټ ویب پاڼې د معلوماتو پر اساس ویل شوي دي، چې د کرکټ نړۍ دغه تجربه لرونکی لوبغاړی لاسیت ملینګا وايي، نور باوري نه دی چې نړیوال کرکټ ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي دي، په راتلونکې نږدې وخت کې پلان لري، چې د نړیوال کرکټ پریښودو پریکړه وکړي. لاسیت … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلې له زیمبابوې په حیرانوونکي لوبه سیریز خپل کړ

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کوربه افغانستان او میلمه زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو پیل شوې لړۍ کې افغانستان د زیمبابوې خلاف بریا خپله کړه. د دغه ۵ سیالیو لړۍ چې د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۹ مه نېټه پیل شوې ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ ۴ لوبې ترسره شوې، چې په ۳ لوبو کې افغانستان او یوه سیالۍ کې زیمبابوې بریا خپله کړې … نور ولولئ
سپورټ

ولې د افغان لوبډلې تیز بالنیګ له سقوط سره مخ دی؟ لامل او حل لاره څه ده؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې په لمړیو وختونو کې یې د خپلو تیزو بالرانو پر مټ د دویمې او دریمې درجې ټولې لوبډلې د کرکټ په ډګر کې د بریاوو څخه ایسارې کړې وې او د همدغه تیز بالینګ پر مټ همدا افغان لوبډله تر نړیوال جام پورې ورسیده؛ اوس د هغه وخت تیز بالینګ ورځ تر بلې د سقوط سره مخ کیدونکی دی. تیز توپ اچوونکی حمید حسن د ټپي کیدو وروسته … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان لمړی، خو افغانستان ۱۰ مقام خپل کړ

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ له مخې هندۍ کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افریقا ملي لوبډلې څخه د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې ۴ د ۱ پر وړاندې مخکې والي سره د جدول لمړۍ کرښې ته ورسیده. د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۳ ټیسټ سیالیو وروسته د ۶ پنځوس اوریزه کرکټ سیاليو لړۍ پیل شوې ده، چې د ترسره شویو ۵ لوبو … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ د یو ښه مبصر (کمینټیټر) لپاره ۵ ځانګړنې !

د کرکټ لوبه چې په میلیونونو مینه وال لري او ورځ تر بلې نور رنګ او خوند راپیدا کوي، په یو شمیر هغو هېوادونو کې چې کرکټ ډیر نه کیږي، هلته یې هم مینه وال مخ پر ډیریدو او د دغه لوبې سره علاقه پیدا کوي، چې د انګلستان او اسټرالیا څخه تر اسیا او د اسیا څخه تر امریکا او نورو براعظمونو او هیوادونو ورسید، خو څوک چې دغه لوبې لا رنګینې، خوندورې او … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۸ م کال د “IPL” سیالیو د نیلامۍ پرته قیمتي لوبغاړي !

د هندستان د کورني  کرکټ غوره لیګ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو ۱۰ هغه لوبغاړي، چې د نیلامۍ پرته د بېلابېلو لوبډلو سره لوبیږي او په میلیونونو هندي کالدارې به ترلاسه کړي، نومونه یې خپاره شوي دي. د هندوستان د ( ټي اس ام ) سپورټز د ویب سایټ د معلوماتو پر اساس په دغه لیست کې لمړی د هند لوبډلمشر ویرات کوهلي دی. نوموړی به د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې لپاره … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلې د تیرې ماتې څخه عبرت اخیستی و

د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ په دریمه لوبه کې هم افغان لوبډلې بریا خپله کړه. د ۵ لوبو په دریمه سیالۍ کې زیمبابوې د ټاس په ګټلو د لمړۍ توپ وهنې پریکړه وکړه، خو پریکړه یې په زیان تمامه شوه. د زیمبابوې لوبډله د دویم ځل لپاره په خپل بیټینګ … نور ولولئ
سپورټ

د حمید حسن په کور بمي برید او له چارواکو یې ناهیلي!

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلی تیز بالر حمید حسن پر کور تیر شپه ناوخته بمي برید شوی دی، چې د نوموړي کورنۍ ته په کې مالي زیان اوښتی دی. د افغان لوبډلې دا تیز بالر، چې کلونه یې د افغانستان لپاره د کرکټ په ډګر کې نمایندګي کړې ده او اوسني وخت کې د ټپونو له کبله د ملي لوبډلې څخه بهر دی، وايي: تیره شپه نږدې ۹ بجې یې کور ته لاسي بم … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلې راتلونکی لوبډلمشر باید څوک وي؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د لوبډلمشر ټاکنه یو څه خورا ستونزمنه ښکاریږي، ځکه چې د افغان لوبډلې د کرکټ د تاریخ په لړ کې چې کوم ښه لوبغاړی لوبډلمشر ټاکل شوی دی، نو د همدغه لوبغاړي پر کاردګۍ د لوبډلې لوبډلمشرۍ دومره تاثیر کړی دی، چې له لوبغاړي خپله شته لوبه هم هیره شوې ده. کله چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر نوروز منګل شو، نو د کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ مخ … نور ولولئ
سپورټ

محمد نبي لمړنی افغان کرکټر شو !

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لمړنی لوبغاړی شو، چې د ۵۰ اوریزه کرکټ په سیالیو کې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې. نوموړي د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ په دویمه لوبه کې د یوې ښکلې شپږیزې په وهلو سره ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې، چې … نور ولولئ