سپورټ

په ننګرهار کې (موږ امن غواړو) په نوم د کرکټ میله پیل شوه !

د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د کرکټ سیالیو میله پیل شوه، چې پکې به د کرکټ بېلابېلې لوبډلې ولوبیږي. د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار ختیځ کرکټ اکاډمۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ کرکټ ۱۲ اوریزه سیالیو ټورنمنټ پیل شو، چې د ۱۵ ورځو لپاره به دوام وکړي. دغه ټورنمنټ (مونږ امن غواړو) تر سرلیک لاندې د درې ځوانانو (عزیز دا دا، حُبیب امیري او همیم خان) لخوا جوړ شوی دی، … نور ولولئ
سپورټ

په یوه شپه کې دوه بریاوې؛ احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

 د افغانستان د فري فایټ (Free Fight) یا ازادې مبارزې دوه لوبغاړو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې. په متحده عربي امارتو کې د ACB سازمان لخوا دواړو افغان لوبغاړو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز د فري فایټ په سیالیو کې، چې په قفس کې ترسره کیږي، پکې یې ګډون کړی و. د ACB سازمان لخوا نن ۸ سیالۍ پلان شوې وې، چې پکې دوه افغان لوبغاړي هم ګډونوال وو. احمد ولي … نور ولولئ
سپورټ

هغه نړیوال فوټبالارن چې تر ټولو زیات ژیړ کارتونه یې اخیستي

د لوبو په ډګر کې فوټبال هم هغه لوبه ده، چې د نړۍ په سطحه بې شمیره مینه وال لري. که وایو چې د کرکټ په نسبت د نړۍ په سطحه د فوټبال مینه وال زیات دي، نو مبالغه ځکه نه ده، چې کرکټ یوازې د اسیا او اسټرالیا په براعظمونو کې زیات مینه وال لري او د دغه لویو وچو په هېوادونو کې خلک زیات کرکټ کوي لکه په هندوستان، پاکستان، افغانستان، سریلنکا، بنګله … نور ولولئ
اقتصاد

د کرکټ مبصرین د کمینټرۍ پر سر څو میلیونه ډالر او له چا یې اخلي؟

د کرکټ لوبه، چې په ټوله نړۍ کې بې شمیره مینه وال لري او ورځ تر بلې دغه لوبه نوی رنګ او خوند راپیدا کوي، په یو شمیر هغه هېوادونو کې چې کرکټ پکې ډیر نه ترسره کیږي، هلته یې هم مینه وال مخ پر ډیریدو او د دغه لوبې او لوبغاړو سره یې ځانګړې مینه لري. د دغې لوبې خوند هله لا زیات شي، چې د کرکټ پوهان او مبصرین یې په روانه لوبه … نور ولولئ
سپورټ

شاهد افریدي بیا نړیوال کرکټ ته راستنیږي

د پاکستان د کرکټ ملي او د نړیوال کرکټ مشوره لوبغاړی پښتون شاهد خان افریدي خبر ورکړی دی، چې غواړي یو ځل بیا په نړیوال کرکټ کې ولوبیږي. شاهد خان افریدي، چې د کرکټ په نړۍ کې بې شمیره مینه وال لري او په وروستیو کې یې د نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې ده، خو وخت نا وخت د کرکټ نړۍ په بېلابېلو تجارتي سیالیو کې لوبیږي. د روان ۲۰۱۸ م کال د مۍ … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ ملي لوبډله زیمبابوې ته رسیدلې ده، لومړۍ لوبه به د مارچ په ۴مه وکړي

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې خلاف د دوه سیریزونو د ګټلو وروسته د کرکټ نړیوال جام سیالیو د غوراوي پړاو کې د ګډون په موخه زیمبابوې ته رسیدلې ده. د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ۲۰ اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ کې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړې. د دواړو لوبډلو … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان غوره لیګ سیالۍ نن پیلیږي

د پاکستان د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو غوره لیګ نن په متحده عربي اماراتو کې پيل کیږي. د دریم پړاو په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د پاکستاني لوبغاړو ترڅنګ پکې د کرکټ مشهوره پیاوړي لوبغاړي د لوبیدو په موخه متحده عربي اماراتو ته رسیدلي دي. د «PSL» یا پاکستان سوپر لیګ په نامه دا سیالۍ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ څنګه او چیرته ترسره کیږي ؟

د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پیل کیږي، چې سر له اوسه ورته پوره چمتوالی او تدابیر پیل شوي دي. د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د روسیې په کوربه توب سره ترسره کیږي، چې پکې به ۳۲ لوبډلې شاملې وي. د فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د ۶ کنفدراسیونونو څخه ۳۲ لوبډلو لار پیدا کړې ده. د فوټبال د … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د زیمبابوې خلاف سیریز په خپلې بریا پای ته ورسو؛ خو د غوراوي پړاو سالیو لپاره زیمبابوې ته ځي

د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو سیریز یا لړۍ د افغانستان په بریا سره پای ته ورسیده. د  دغه ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۹ مه نېټه پیل شوې وه، چې پکې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ لوبو څخه په ۴ سیالیو کې افغانستان او یوازې یوه لوبه کې د زیمبابوې لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

د اسیا جام سیالیو راتلونکی پړاو په هندوستان کې پیلیږي

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ (Asia Cup) یا اسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو په هندوستان کې ترسره کیږي، چې پکې به ۶ لوبډلې شاملې وي. د اسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو کې ۵ د بشپړ غړیتوب لرونکې او یوه د دویمې درجې لوبډله ګډون کوي، چې تر دې مهاله لا نه ده مشخص شوې. د ګډون کوونکو لوبډلو له ډلې څخه افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او یوه بله لوبډله شامله … نور ولولئ