سپورټ

سپین غر زون د فرسټ کلاس سیالیو لمړۍ بریا خپله کړه

د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شوره سره ثبت د لمړۍ درجه فرسټ کلاس دویم پړاو پیل شویو سیالیو کې سپین غر زون لوبډلې د کابل ګرین لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ د مارچ میاشتې په لمړۍ نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې لمړۍ لوبه پیل شوې وه، چې پکې سپین غر زون لوبډلې د کابل ګرین لوبډلې خلاف بریا خپله کړه. سپین غر لوبډلې په … نور ولولئ
رسنۍ

د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ د افغانستان په ماتې سره پیل شوې

د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې، چې پکې افغان کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلینډ خلاف ماتې وخوړه. افغانستان د سکاټلینډ خلاف په لمړۍ توپ وهنې سره د محمد نبي عیسی خیل د ۹۲ منډو جوړولو سره د سکاټلینډ لوبډلې ته د ۲۵۶ منډو هدف ورکړ، خو سکاټلینډۍ لوبډلې دغه هدف د ۷ ویکټو په درلودلو سره د کالم میکلیوډ … نور ولولئ
سپورټ

لاهور قلندرز د «PSL» لوبو لړۍ کې ۵ پرلپسې ماتې وخوړې

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي، چې پکې لاهور قلندرز د نیوزیلینډي برینډن مکلم په لوبډلمشرۍ کې په ۵ پرلپسې لوبو کې ماتې وخوړې. په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د دریم پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د تیرې فیبرورۍ میاشتې په ۲۲ مه نېټه پیل شوې دې، چې تر دې مهاله پکې د ۱۴ لوبو … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ پیلیږي

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د ورتګ په موخه د غوراوي پړاو سیالۍ سبا پیل کیږي. د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه سبا د یکشنبې په ورځ پیل کیږي، چې پکې ۱۰ لوبډلې د ګډون په موخه زیمبابوې ته رسیدلې دي. د ۲۰۱۹ م کال … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس دویم پړاو سیالۍ پیل شوې 

 د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس یا څلور ورځینۍ سیالۍ، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجه لوبو حیثیت لري؛ نن د ۶ زونونو د لوبډلو په سیالیو سره پیل شوې.  د ۲۰۱۸ م کال د فرسټ کلاس سیالۍ چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د دویم ځل لپاره ترسره کیږي، پکې  د کابل ګرین، سپین غر، بند امیر، امو، بوسټ او میس عینک زونونو لوبډلې شاملې دي. د دویم پړاو … نور ولولئ
سپورټ

له ویسټ انډیز وروسته افغانستان د هالینډ پر وړانډې بخت ازمايي !

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو ۵۰ اوریزه سیالۍ چې د زیمبابوې په کوربه توب سره ترسره کیږي، پکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز خلاف په تمریناتي سیالۍ د بریا خپلولو وروسته نن په دویمه تمریناتي سیالۍ کې د هالیڼد هېواد د کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې په ډګر کې مخ کیږي. د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د ویسټ انډیز په ماتولو نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د تیاریو په موخه په تمریناتي سیالیو پیل وکړ، چې په لمړۍ لوبه کې یې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه. افغان کرکټ ملي لوبډلې د رسمي لوبډلمشر اضغر ستانکزي په نشتون او د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې د ویسټ انډیز خلاف د تمریناتو لوبو د لړۍ پیل وکړ، چې په لمړۍ لوبه کې یې د دولت … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله سبا د ویسټ انډیز خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي

د افغاانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه زیمبابوې کې ده، چې اوس مهال په تمریناتي کیمپ کې بوخته ده. د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۹ م کال کې د انګلیستان په کوربه توب ترسره کیږي. خو ورته د غورواي سیالۍ د روان کال د مارچ د څلورمې نېټې څخه په زیمبابوې کې پیلیږي، چې پکې ۱۰ لوبډلې شاملې دي. ګډون کوونکې ۱۰ … نور ولولئ
سپورټ

اضغر ستانکزی د ناروغۍ پر بستر پریوت؛ خو راشد خان یې پر ځای سرپرست ټاکل شوی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د لوبیدو په موخه زیمبابوې کې په تمریناتو بوخته ده، خو د دغه پړاو سیالیو وړاندې یې افغاان کرکټ ملي لوبډلې خپل لوبډلمشر د لاسه ورکړ. د افغانستان د کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزی د اپنډیکس … نور ولولئ
سپورټ

د «PSL» سیالۍ د ملتان سلطانز لوبډلې په بریا سره پیل شوې !

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو د ملتان سلطانز لوبډلې په بریا، خو د تیر کال دفاعي اتلې پیښور زلمي لوبډلې په ماتې سره پیل شو. په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د دریم پړاو دې ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لمړۍ لوبه کې د پیښور زلمي لوبډلې لمړۍ توپ وهنه وکړه، چې د محمد حفیظ د ۵۹ منډو جوړولو سره یې ټولې ۱۵۱ منډې … نور ولولئ