سپورټ

افغان لوبډله نن د متحده عربي اماراتو سره د سیالۍ ډګر ته ځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې نن ۱۲ بجې د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي. د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې د خپلو ترسره کړیو ۵ سیالیو څخه په ۳ لوبو کې ماتې او ۲ لوبو کې بریا خپله کړې ده. افغان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال جام ته … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز د زیمبابوې په مخ کې خنډ شو؛ دې لوبې افغانستان ته ګټه وکړه، که تاوان؟

د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې کوربه زیمبابوې لوبډلې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په سیالۍ کې ماتې وخوړه، چې په همدې ماتې سره یې خپل مخکې تګ وځنډاوه. د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې خلاف په سیالۍ کې د ۲۹۰ منډو ستر هدف په ترلاسه کولو کې بریالۍ شوه او د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته یو قدم … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان د هیرو نیډاس سیریز اتلولي خپله کړه

د هندوستان، سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلنکا په کولمبو کې د هیروو نیډاس ټراپي درې اړخیز سیریز په پای لوبه کې هندۍ کرکټ ملي لوبډله د بنګله دیش سره په پای لوبه کې مخامخ شوه، چې پکې هندوستان بنګله دیش ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیریز اتلولي خپله کړه. د سریلنکا هېواد د خپلواکۍ د ۷۰ مې کلیزې په مناسبت د هیرو نیډاس ټرافي درې اړخیز سیریز … نور ولولئ
سپورټ

د ایرلینډ بریا افغانستان او ویسټ انډیز ته تمه پیدا کړه

د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې په خپلې تیرې سیالۍ کې د کوربه زیمبابوې لوبډلې خلاف د ماتې خوړلو وروسته ښه راتګ وکړ او د سکاټلینډ ملي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه. په ننۍ لوبه کې ایرلینډۍ ملي لوبډلې په لمړۍ توپ وهنۍ سره د … نور ولولئ
سپورټ

معین خان: بهرني لوبغاړي د پاکستان کرکټ لیګ ته تاوان رسوي !

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل»۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالۍ، چې پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، په وروستیو کې د پاکستان کرکټ بورډ هڅه کوي، چې د دغه لیګ سیالۍ پاکستان ته انتقال کړي. د لمړي ځل لپاره دغه لیګ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، خو په دویم ځل یې پای لوبه پاکستان ته انتقال شوه، چې پکې … نور ولولئ
سپورټ

ډوهني: افغانستان په نړیوال کرکټ کې د رقابت ځانګړې نمونه ده

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی رسمي کپتان مهیندر سینګ ډوهني وايي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال کرکټ په سیالیو کې د ښه رقابت ځانګړې نمونه ده. هندوستان ټایمز د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسني لوبغاړي مهیندر سینګ ډوهني تیره ورځ د نیپال لوبډلې ته د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د سټیټس یا دریځ اخیستلو مبارکي ورکړې ده او ویلي دي، چې … نور ولولئ
سپورټ

له ډیرو هڅو سره سره بیا هم ځینو بهرنیو لوبغاړو پاکستان ته له ورتګ انکار وکړ!

د پاکستان د کورني کرکټ پاکستان سوپر لیګ یا «PSL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو دریم پړاو په متحده عربي اماراتو کې پیل شوی دی، چې پکې ۴ لوبډلې دویم پړاو ته رسیدلې دي. د «پي اس ایل» په نامه د کرکټ دغه لیګ سیالۍ پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي. خو د تیر دویم پړاو راهیسې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي او حکومت هڅه کوي، چې … نور ولولئ
سپورټ

بنګله دیش سریلنکا ته په خپل کور کې ماتې ورکړه

د هندوستان، سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلنکا په کولمبو کې د هیروو نیډاس ټراپي په درې اړخیز سیریز کې بنګله دیش سریلنکا ته په خپل کور کې ماتې ورکړه او پای لوبې ته ورسید. د پای لوبې ته د ورتګ په موخه په ننۍ سیالۍ کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې د کوشال پریرا د ۶۱ او تیسارا پریرا د ۵۸ منډو جوړولو سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې: د کامران اکمل سلیزې پیښور زلمي لوبډله له لویدو وژغورله

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د تیر کال اتله پیښور زلمي لوبډله د کامران اکمل سلیزې د کور ته تګ پر ځای بل پړاو ته و رسوله. د دغه ۲۰ اوریزه لیګ په ۲۹ مه سیالۍ کې د لاهور قلندرز لوبډلې د ټورنمنټ په خپلې وروستۍ لوبه کې پيښور زلمي لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ. پیښور زلمي لوبډلې د پاکستاني کامران اکمل د برید کوونکې … نور ولولئ
سپورټ

د ایرلینډ ماتې افغانستان په ستونزه کې ګیر کړ، خو اوس باید څه وشي چې افغانستان مخکې لاړ شي؟!

د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې کوربه زیمبابوې لوبډلې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې همدې ماتې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته په ورتګ کې د ایرلینډ او افغانستان مخه ډپ کړه. په ننۍ سیالۍ کې کوربه زیمبابوې لوبډلې ایرلینډ ته د ۱۰۷ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او زیمبابوې لوبډلې په همدې بریا سره د خپلو پوانیټونو یا … نور ولولئ